د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۰

نن په ټول افغانستان کې د هېواد د خپلواکۍ ۹۸یمه کالیزه لمانځل کېږي


په افغانستان کې حکومت او عام افغانان نن د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو اته نویمه کلیزه په بېلابېلو مراسمو لمانځي.

افغان امنیتي ادارې وايي، که څه هم د دې ورځې په مناسبت د کوم جدي ګواښ راپور نه شته، خو وسله وال مخالفین ډېر کله له داسې فرصتونو د خپلو بریدونو لپاره استفاده کوي چې دوی یې د مخنیوي لپاره لازم امنیتي تدابیر نیولی دي.

دوه کم سل کاله مخکې په همدې ورځ د افغانستان ځوان او معاصر پاچا امان الله خان له انګلیسانو څخه د افغانستان بشپړه خپلواکي اعلان کړه.

که څه ترې راوروسته افغانستان له بېلابېلو نورو تاړاکونو سره مخ شو، خو له دې ورځې راهیسې د افغانستان خلک دا ورځ د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو د ورځې په توګه لمانځي.

سږ کال هم په کابل او ولایتونو کې د خپلواکۍ د جشن لپاره خلکو په بېلابېلو بڼو تابیا نیولې.

په ننګرهار ولایت کې د خپلواکۍ په مناسبت نیول شوي تدابیر.
په ننګرهار ولایت کې د خپلواکۍ په مناسبت نیول شوي تدابیر.

پر رسمي او غیرې رسمي غونډو، کنسرټونو او نورو مراسمو سربیره په کابل او یو شمېر نورو ښارونو کې پر ځینې واټونو د افغانستان ملي بیرغونه او د ازادۍ د ګټونکي پاچا امان الله خان عکسونه راځړول شوي دي.

خو دا هر څه په داسې وخت کې دي چې ترې مخکې څو اونیو کې د کابل په شمول د افغانستان په بېلابېل ښارونه او لرې پرتې سیمې د جګړو او خونړیو بریدونو شاهدې وې.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د خپلواکۍ د کالیزې د مراسمو لپاره یې په ټول هېواد کې کلک امنیتي تدابیر نیولي.

د کورنیو چارو د وزارت ویاند نجیب دانش د جمعې په ماښام ازادي راډیو ته وویل:

"د هېواد د خپلواکۍ د بېرته اخیستلو د اته نویمې کالیزې د جشن لپاره لازم امنیتي چمتووالی نیول شوی، د افغانستان ټول امنیتي او دفاعي ځواکونه د احضاراتو په حالت کې دي، موږ په مرکز او ولایتونو کې کلک تدابیر نیولي او داسې هیڅ راپور چې د تروریستي بریدونو په اړه وي تر اوسه نه شته."

افغان چارواکي وايي د خپلواکې ورځې لمانځلو په هدف یې جدي امنیتي تدابیر نیولي.
افغان چارواکي وايي د خپلواکې ورځې لمانځلو په هدف یې جدي امنیتي تدابیر نیولي.

د کابل د ګارنېزیون سرپرست قوماندان جنرال افضل امان هم ازادي راډیو ته وویل چې د کابل به بېلابېلو کمربندونو کې یې د دې ورځې په مناسبت له تېرې یوې اوونۍ راهیسې امنیتي تدابیر زیات کړي دي.

نوموړي زیاته کړه:

"موږ د اسد د میاشتې له یو ویشتمې نېټې راهیسې کابل کې ځانګړې امنیتي اقدمات کړي، په ولسوالیو کې مو عملیات ترسره کړي، د کابل په امنیتي کمربندونو کې مو اضافي تدابیر نیولي، هیله من یوو چې دا جشن به په مصونیت او خوندیتوب کې ترسره شي."

سږ کال بیا هم افغانان د خپلې خپلواکۍ د بېرته اخیسلو اته نویمه کالیزه په داسې حال کې لمانځي چې هېواد یې د جګړو او نا امنیو شاهد دی، خو پر دې سربېره تمه ده چې د دې ورځې په مناسبت به نن شنبه، په کابل او ولایتونو کې رسمي او غیرې رسمې غونډې او د خلکو د راټولېدو او خوښیو مراسم جوړ شي.

د خپلواکۍ ورځې په مناسبت.
د خپلواکۍ ورځې په مناسبت.

په په ټولنیزو رسنیو کې ګڼو افغانانو دا ورځ یاده کړې او په مناسبت یې د مبارکۍ پیغامونه خپاره کړي دي.

XS
SM
MD
LG