د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۲

یو شمېر بې‌وزله کسان په روژه کې له حکومت او پانګه‌والو د مرستې غوښتنه کوي


په کابل ښار کې یو شمېر بې‌وزله کسان د کار له نشتوالي شکایت کوي او د هېواد له سوداګرو، پانګه‌والو او حکومت نه غواړي چې د روژې په مبارکه میاشت کې ورسره مرستې وکړي.

په افغانستان کې بې‌کاري او بې‌وزلي عمده لاملونه دي چې د هېواد ګڼ شمېر خلک‌یې له بېلابېلو ستونزو سره مخ کړي.

سپین‌ږیری شیداګل یو کارګر دی چې ټوله ورځ په سره لمر کې مزدوري کوي او تر ماښامه ۲۰ یا ۵۰ افغانۍ ګټي.

افغان کارګر
افغان کارګر

دی وايي، تېره شپه‌یې وچه ډوډۍ خوړلې:

"د ۷۰ کلونو یم، دغه لاس ګاډی ګرځوم، کار نه‌شته، ۲۰ افغانۍ مې ګټلې دي، له منډيي نه اوس راغلم، په دوه نیم زره مې کوټه نیولې، حکومت باید موږ ته که پیسې وي، غله وي او که نور څه وي، خو چې رأيې کړي."

د کابل ښار دغه بې‌وزله اوسېدونکی بې‌کاري، له هېواده د تېښتې او داسې نورو ستونزو لامل ګڼي.

دوی وايي، د بې‌کارۍ او بې‌وزلۍ له امله ورته عادي او د روژې، اخترونو او نوي کال ورځې، هېڅ توپیر نه‌لري.

د افغانستان خلک د روژې د مبارکې میاشتې په رارسېدو سره یو لړ ځانګړي اداب او دودونه لري چې له اړو او بې‌وزلو سره مرستې، په دغو دودونو او د خیر په کارونو کې راځي.

محمد اصف د کابل ښار یو بل اوسېدونکی دی چې دی هم د شیداګل په شان ټوله ورځ د ښار په واټونو کې لاس ګاډی ګرځوي او په ډېرو کړاوونو ځان او کورنۍ ته یوه مړۍ ډوډۍ پیدا کوي.

افغان کارګر
افغان کارګر

نوموړي زیاته کړه:

"زه د نهم ټولګي فارغ یم، په کور د اتو کسانو نفقه راپه غاړه ده، کور کې یې راته وویل ته چې ښوونځی وايي موږ به څه خورو، خاورې به خورو، موږ درې وروڼه یو، یو ورور مې موټر وهلی پښې یې ماتې دي، په کور کې پروت دی، د هغوی خرڅ هم ورکوم، کار نه‌شته، که کار وي خلک ولې غلا او مړي وکړي."

دیني عالمان وايي، د روژې میاشت د خدای د مېلمستیا میاشت ده چې خلک په‌کې په عبادت، تقوا او د نفس پر ضد د مبارزې له لارې ځانونه خدای ته نږدې کوي.

د دغو عالمانو له جملې بحرالدین جوزجانی د هېواد له سوداګرو او پانګه‌والو غواړي چې د خدای د رحمت په دغه میاشت کې، د بې‌وزلو کسانو لاسنیوی وکړي.

نوموړي زیاته کړه:

"د روژې میاشت د دې تر څنګ چې د عبادت اړخ لري چې په شپه کې قیام او د ورځې روژه ولري، له ټولو خیر غوښتونکو سوداګرو غواړو چې د یو بې‌وزلي، یتیم او د ټولنې د اړو کسانو په لاسنیوي سره خپل ایماني او انساني مسؤلیت ادا کړي، په دې توګه به مو د خدای او د ملت پر وړاندې مسؤلیت ادا کړی وي."

په وروستیو کلونو کې د روژې د میاشتې په رارسېدو سره ځیني سوداګر او پانګه‌وال له بې‌وزلو کسانو او کورنیو سره د خوراکي موادو او د نغدو پیسو مرستې کوي.

دغه‌شان د یو شمېر مدني ټولنو په نوښت په راټولو کړل شویو پیسو بې‌وزلو خلکو ته په مرکز او ولایتونو کې د روژه ماتي دسترخوانونه غوړول کېږي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه که څه هم ناامني د بازار د کاراوبار لپاره عمده ستونزه ګني، خو وايي سوداګر یې هڅولي چې د روژې په میاشت کې له بې‌وزلو سره مرستې وکړي.

خان جان الکوزی
خان جان الکوزی

د دغې خونې مرستیال خان جان الکوزي ازادي راډیو ته وویل:

"د روژې په مبارکه میاشت کې ډېر خلک بازار ته وځي او یو څه خرڅوي، سره له دې چې اجرايي نه‌دي، خو تدابیر مو نیولي چې هغوی ته مشورې ورکړو او سربیره پر دې مو سوداګرو ته لارښوونه کړې او هڅېدلي چې له بې‌وزلو سره مرستې وکړي."

مدني فعالان له بې‌وزلو سره د مرستې په لار کې د خلکو هڅول مهم ګڼي.

د افغانستان د حج او اوقافو وزارت وايي، د ټولو جوماتونو ملا امامانو ته‌یې سپارښتنې کړي چې د اسلام له نظره له بې‌وزلو سره د مرستو د ثواب په اړه خلکو ته تبلیغ وکړي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG