د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۸

په کونړ کې پرون د مرکز اسعداباد په ګډون د رأیو ورکولو ټول مرکزونه پرانيستي وو


په کونړ کې که څه هم ځينې امنیتي او د ټاکنو کمېسون په کارونو کې یو څه تخنیکي ستونزې موجودې وې، خو بیا هم د مرکز اسعداباد په ګډون په ۱۶ اداري واحدونو کې درأیو ورکولو ټول مرکزونه پرانيستي وو او خلکو پکې د ماښام تر شپږو بجو پورې رأېې ورکړې.

د رأیو ورکولو په هر مرکز کې تر ناوخته د رأیو ورکوونکو ګڼه ګوڼه تر سترګو کېده او خلک په دې خوښ دي چې په ولایت کې يې د نورو کلونو په پرتله امنیت ښه و او دوی په اسانه د رأیو ورکولو مرکزونو ته لاړل او د خپلې خوښې نوماندانو ته رأيې ورکړې.

د کونړ دوه تنه اوسېدونکي وایي:

"زما نوم محمد ولي دي، موږ داسې فکر نه کاوه چې دومره زیات خلک به ټاکنو ته را ووځي، خو موږ چې ګورو ډېرو کسانو خپلې رأيې د امنیت په فضا کې ورکړې او موږ له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ډېر خوشحاله یوو، کلک امنیت يې نیولی و او کومه بده پېښه رامنځته نه شوه."

"نوم مې سلما ده، دلته راغلې وم چې رأیه ورکړم، خلکو له ټاکنو وړاندې دا تشویش درلود چې بیا به وسله وال مخالفین په مرکز اسعداباد او ولسوالیو بریدونه کوي او دوی ته به مرګ ژوبله واوړي، نو ځکه زړه نا زړه وو، کله چې د افغان ځواکونو هڅې ولیدې، ټول راووتل او خپلې رأيې یې وکارولې، موږ له خپلو ځواکونو د زړه له تله مننه کوو."

د کونړ والي عبدالستار میرزاکوال ازادې راډیو ته وویل، په دې خوښ دی چې د امنیت په فضا کې د ولسې جرګې ټاکنې ترسره شوې.

هغه وړاندې وویل:

"زه د کونړ له غیور او باهمته ولسه ډېره ډېره مننه کوم چې د رأیو مرکزونو ته جوپې جوپې راغلل او خپلې رأيې یې وکارولې او دې کار سره يې د وسله والو مخالفینو ټولې هغه دعوې او هڅې چې غوښتل يې ټاکنې له خنډ او ځنډ سره مخ کړي، ناکامې کړې او له افغان ځواکونو هم مننه کوم چې ښه امنیت يې نیولی و، زه فکر کوم چې په افغانستان کې به په کونړ کې ښې ټاکنې ترسره شوې وي."

هغه وویل، یو شمېر نوماندانو فکر کاوه چې د تېر په څېر به یوځل بیا له درغلیو کار واخلي او ولسي جرګې ته به لاره پیدا کړي، خو امنیتي ځواکونو، ولس او د ټاکنو کمېسيون کارکوونکو دغه هڅې ناکامې کړې.

په کونړ کې د ۲۰۱ سېلاب قل اردو د دوهمې پلې لوا قوماندان جنرال میرویس ساپی وايي، وسله والو مخالفینو هڅه کوله چې انتخابات ګډوډ کړي، خو د دوی توپچي او هوايي ځواکونو بریدونو د هغوی پلانونه شنډ کړل.

ساپي وویل:

"د سهار ۶ بجو باندې وسله والو طالبانو په مرکز اسعداباد او یو شمېر ولسوالیو کې بریدونه پیل کړل، خو تر نهو بجو پورې موږ دا ټول بریدونه په شا وتمبول او وسله والو ته مو مرګ ژوبله واړوله، په غازي اباد او مرورې ولسوالۍ کې ۱۵ تنه وسله وال وژل شوي دي.

خلک وايي، د ولسمشرۍ په تېرو ټاکنو کې د کونړ په مرکز اسعداباد او په ولسوالیو له شپېتو زیات بریدونه شوي وو چې له لسو زیات کسان پکې وژل شوي وو او پنځوس کسان ټپیان وو، خو په نننیو ټاکنو کې د دوه محلي پولیسو په ګډون، ۱۲ تنه چې ښځې او ماشومان پکې شامل دي، سرسري ټپیان شوي دي.

راپور: روح الله انوري

XS
SM
MD
LG