د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۹

آیا افغانستان به راتلونکی کال چې د خپلواکۍ سلمه کلیزه لمانځي، د سولې شاهد هم وي؟


د افغانستان د خپلواکۍ د تېرې کلیزې د نمانځنې د تیاریو یو انځور
د افغانستان د خپلواکۍ د تېرې کلیزې د نمانځنې د تیاریو یو انځور

د چین د بهرنیو چارو وزیر هیله مند دی، افغانستان چې راتلونکی کال د خپلواکۍ سلمه کلیزه لمانځي، د سولې یوه موافقه به هم د دې هېواد د وګړو لپاره چې څلوېښت کلونه په جګړو کې کړېدلي، یوه ښه ډالۍ وي.

وانګ یي دغه څرګندونې پرون په کابل کې له خپلو سیالانو د افغانستان او پاکستان د بهرنیو چارو له وزیرانو صلاح الدین رباني او شاه محمود قریشي سره د درې اړخیزې غونډې په پای کې په یوه خبري کنفرانس کې وکړې.

په دې درې اړخیزه غونډه کې یو وار بیا پر طالبانو غږ وشو چې د افغانستان له حکومت سره مخامخ خبرو ته حاضر شي.

د چین د بهرنیو چارو وزیر وویل، هېواد یې په افغانستان د سولې د روانو هڅو ملاتړ کوي او د افغانستان، پاکستان او چین ترمنځ همکاري د دغو هڅو د بریالیتوب لپاره مهمه بولي.

وانګ یي
وانګ یي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر هم په دې خبري کنفرانس کې وویل چې پر یو بل د تورونو لګولو لوبه او یو بل ملامتول د سولې لپاره ګټه نه کوي، بلکې اسلام آباد او کابل باید د سولې او پرمختګ لپاره په ګډه همکاري وکړي.

د افغانستان په لانجه کې د ښکېلو مهمو لوبغاړو د بهرنیو چارو وزیران دغه څرګندونې په داسې حال کې کوي چې په نړیواله کچه د افغانستان د حکومت د کلک ملاتړي امریکا له خوا هم په دې وروستیو کې د سولې هڅې ګړندۍ شوې دي.

د افغانستان د سولې او پخلاینې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د سولې د نویو هڅو په ترڅ کې افغانستان، پاکستان او د منځنۍ آسیا یو شمېر هېوادونو ته سفرونه کړي او په پام کې ده چې له وسله والو طالبانو سره بیا وګوري.

نوموړي هیله څرګنده کړې چې د راتلونکي کال تر پسرلي پورې د سولې یوه موافقه ترلاسه شي، هغه هیله چې د چین د بهرنیو چارو وزیر هم ښودلې.

ایا د سولې دغو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو هڅو ته په پام سره افغانان به راتلونکی کال چې د خپلواکۍ سلمه کلیزه لمانځي، د سولې د یوې موافقې شاهدان وي؟ د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي استاد نصرالله ستانکزی په دې باور دی چې که د افغانستان دولت له دغه فرصته چې رامنځته شوی او له خپلو ظرفیتونو په سمه توګه استفاده وکړي، امکان یې شته.

ده وویل:

"زه هیله مند یم چې اوسنۍ د سولې ګړندۍ هڅې یوې پایلې ته ورسېږي. خو دا په هغه ظرفیت پورې هم ارتباط لري چې موږ په تېره بیا د افغانستان دولت څومره له دغو هڅو سره ځان همغږی کوي او د ملي ګټو په نسبت خپلو شخصي او فردي ګټو ته که ترجیح ورنه کړي. له دې نه به لویه خوشبختي نه وي چې موږ د سلو کلونو د استقلال له اخیستو نه، لکه چې د چین د بهرنیو چارو وزیر وایي، متاسفانه حد اقل د هغې نیمایي مو هم په جګړې کې تېره کړې وکړای شو د سولې پړاو ته ور ورسېږو یا حد اقل د سولې څرک په دې سیمه او افغانستان کې ولګېږي."

د چین د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې افغانان څلوېښت کاله په دې هېواد کې له روانې جګړې کړېږي او ټول سولې ته تږي دي.

په دې وروستیو کې نورو امریکایي او د ناټو لوړ پوړو چارواکو هم په دې هېواد کې د سولې د روانو هڅو په تړاو د څلوېښت کلنې جګړې خبره کړې ده.

له دې مخکې تر ډېره دغې جګړې ته د امریکا په تاریخ کې د تر ټولو لویې جګړې نوم ورکول شوی چې په دې هېواد کې اتلسم کال ته داخله شوې ده.

ښاغلی ستانکزی وایي، دا چې نن مختلف اړخونه په افغانستان کې د څلوېښتو کلونو جګړو خبره کوي، یو علت یې دا دی چې ټول په دې توافق لري چې دغه جګړه باید ختمه شي.

نوموړی وایي، د چین د بهرنیو چارو وزیر ښایي په دې خبرې سره چې په دې هېواد کې څلوېښت کاله جګړه روانه ده، د پخوانیو دواړو قطبونو، د پخواني شوروي اتحاد جګړه او هم د امریکا په مشرۍ اوسنۍ جګړه دواړه غندي.

وسله والو طالبانو چې د جګړې مهم لوری دی، هم ویلي چې دوی هم د جګړې د پای ته رسېدو غوښتونکي دي، خو په دې برخه کې یې ځیني شرطونه چې یو یې له دې هېواده د نړیوالو ځواکونو وتل دي، باید پوره شي.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد چې تر اوسه یې له طالبانو سره دوه ځلې خبرې ترسره کړي، په پام کې ده چې سبا به بیا د طالبانو له مرکچیانو سره وګوري.

زلمی خلیلزاد
زلمی خلیلزاد

افغانستان او سیمې ته د هغه د سفر د پیلېدو په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزرات په یوه بیان کې ویلي وو چې خلیلزاد به په دغه سفر کې چې د ډيسمبر تر ۲۰ مې پورې دوام کوي، پر افغانستان پاکستان، روسیې او د منځنۍ اسیا هېوادونو ته په سفرونو سربېره چې هغه ترسره کړي، په قطر کې د طالبانو له استازو سره هم وګوري.

له بلې خوا د پاکستان صدراعظم عمران خان تېره ورځ په پېښور کې په یوه غونډه کې ویلي وو چې داځل د امریکا او طالبانو ترمنځ خبرې د پاکستان له خوا تنظیم شوي، خو په دې اړه چې دغه خبرې په کوم ځای کې ترسره کېږي، هغه نور جزیات نه وو ورکړي.

په خپله خلیلزاد یا نورو امریکایي چارواکو او نه هم وسله والو طالبانو تر اوسه د دغو خبرو په اړه چې په کوم ځای کې ترسره کېږي، څه نه دي ویلي، خو له دې مخکې له طالبانو سره خبرې په قطر کې چې د دې ډلې رسمي دفتر پرانیستی دی، ترسره شوې وې.

XS
SM
MD
LG