د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۲

د کرکټ په نړیوال جام کې نن افغانستان له بنګله دېش سره بخت ازمایي


ارشیف، د افغانستان او بنګله دېش د یوې لوبې د جریان انځور
ارشیف، د افغانستان او بنګله دېش د یوې لوبې د جریان انځور

په انګلستان او وېلز کې د کرکټ د نړیوال جام د سیالیو په ترڅ کې نن افغانستان له بنګله دېش سره لوبه کوي.

دغه لوبه چې د افغانستان اوومه ده، د افغانستان په وخت په دوو بجو په ساوټ همټن لوبغالي کې پیلېږي.

له دې مخکې افغانستان ټولې ۶ لوبې بایللي او بنګله دېش هم له دې مخکې له شپږو لوبو درې ګټلي، دوه یې بایللي او یوه یې د باران له امله مساوي کړې ده.

پرون پاکستان د ۴۹ منډو او اوو لوبغاړو په سوځېدو جنوبي افریقا ته ماته ورکړه.

XS
SM
MD
LG