د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۱

تاج ملوک: که لاس‌وهنې وي «ای.سي.سي»به له افغان کرکټ بورډه خپل غړیتوب واخلي


د افغانستان کرکټ بورډ
د افغانستان کرکټ بورډ

د افغانستان د کرکټ بورډ یو شمېر مسؤلین د دغه ادارې په اجرائیوي چارو کې د چارواکو له مداخلو شکایت کوي.

د افغان کرکټ بورډ سلاکار او د افغان لوبډلې پخوانی روزونکی تاج ملوک عالم وايي، د کرکټ بورډ په اجرائیه چارو کې د دغه ادارې د ممبرانو یا غړو له لوري مستقیمه لاسوهنه به د افغان کرکټ برخلیک له ستونزو سره مخ کړي.

ښاغلی عالم وايي، که دغه لاسوهنې روانې وي لېرې نه‌ده چې د کرکټ نړیواله شورا له افغان کرکټ بورډ څخه خپل دایمي غړیتوب واخلي: "د نړۍ ټول کرکټ بورډونه له سیاسته خپلواک دي او باید ترې لېرې و اوسي، که د کرکټ نړیوالې شورا یا «ای.سي.سي» ته دا معلومه شي چې حکومت د افغان کرکټ بورډ په ټولو چارو کې مداخله کوي، نو دا یو خطرناکه مسئله ده او کیدای شي موږ ان له بندیز سره مخ کړي، دا اوس چې کومه هڅه د عاطف مشعل له لوري روانه ده، دا د کرکټ د پرمختګ لپاره نه‌ده، بلکې دوی خپلې شخصي عقدې پالي."

د افغان کرکټ بورډ سلاکار او د افغان لوبډلې پخوانی روزونکی تاج ملوک عالم
د افغان کرکټ بورډ سلاکار او د افغان لوبډلې پخوانی روزونکی تاج ملوک عالم

تاج ملوک عالم وايي، د کرکټ بورډ غړي باید د بورډ لپاره کلنۍ بودجه او کړن‌لارې وټاکي، خو دی ادعا کوي چې د افغان کرکټ بورډ غړي د بورډ په اجرائیه چارو کې د لاسوهنې ترڅنګ د لوبډلې په جوړښت کې هم کار لري.

دا په‌داسې حال کې ده چې د روانې اوونۍ د شنبې په ورځ کرکټ بورډ اعلان وکړ چې د سرپرست اجرائیه رئیس اسدالله خان، د کرکټ د ملي لوبډلې د منېجر نوید صایم او دولت احمدزي دندې يې ځنډولي دي.

ښاغلی عالم تور پورې کوي چې د یادو شویو کسانو دندې د کرکټ بورډ د غړو په ځانګړي ډول د عاطف مشعل له لوري ځنډول شوي دي او ان د یو شمېر هېوادونو له رسنیو سره يې په خبرو یاد کسان مجرمان بللي او ورته يې ویلي دي چې له دوی سره به قانوني چلند وشي.

تاج ملوک عالم وايي، ښاغلی عاطف مشعل هڅه کوي چې کرکټ بورډ ته خپل کسان د مسؤلینو په توګه راولي او ان په لوبډله کې د خپلې خوښې لوبغاړو ته ځای ورکړي چې دا د کرکټ د نړیوالې شورا له قوانینو سرغړونه ده، خو افغان کرکټ بورډ په‌دې اړه له څه ویلو ډډه وکړه.
ازادي رآډیو له عاطف مشعل سره په اړیکه نیولو بریالۍ نه‌شوه، خو د ولسمشر سلاکار او د کرکټ بورډ غړي ضیاالحق امرخېل څو ورځې وړاندې رسنیو ته دغه پرېکړه سیاسي او عقده‌يي نه بلکې د افغانستان د کرکټ د ښه والي لپاره اقدام بللی وو.

ښاغلی امرخېل ویلي و چې دوی د کرکټ په نړیوالو سیالیو کې د ټیم کړنې ارزولې دي.

دا نانندرۍ وروسته له هغې زیاتې شوې چې د کرکټ د ۲۰۱۹ میلادي کال نړیوال جام په سیالیو کې افغان لوبډلې هېڅ بریا ترلاسه نه‌شوه کړای.

په همدې حال کې د کرکټ افغان خبریال او تبصره کوونکی ابراهیم مومند وايي، په افغان کرکټ بورډ کې سیاسي لاسوهنې د دې لامل شوي چې د لوبغاړو او اداري کارکوونکو ترمنځ د بې اعتمادي فضا حاکمه شي: "د افغان کرکټ بورډ هېڅ مشر به پیدا نه‌کړئ چې هغه دې په خپلې وړتیا راغلی وي، ټول د سیاسي اړیکو او خپلویو نه په استفادې دغه مقام ته رسېدلي دي چې د همدې کار پایله تاسې ګورئ چې په کرکټ بورډ کې د بې اعتمادۍ فضا د کارکوونکو، مشرانو او لوبغاړو ترمنځ اوج ته رسېدلې ده او اداره شړېدلې ده."

ښاغلی مومند له حکومته غواړي چې کرکټ بورډ له سیاسته لېرې وساتي او داسې کسان يې د مسؤلینو په توګه وټاکي چې د کرکټ په چارو کې لازمه تجربه ولري.

XS
SM
MD
LG