د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۲

کرکټ: هند د نړېوال جام نیمه پایلوبه وبایلله


د هند کرکټ لوبډله
د هند کرکټ لوبډله

د نیوزلنډ د کرکټ لوبډلې د هندوستان لوبډلې ته د ۲۰۱۹میلادي کال د نړېوال جام په لومړي نیمه پایلوبه کې تر یوې په زړه پورې لوبې وروسته په ۱۸ منډو ماتې ورکړه او دغه لوبډله یې له نړېوال جامه بهر کړه.

که څه هم د نیوزلنډ او هندوستان د لوبډلو ترمنځ د ۲۰۱۹میلادي کال لومړی نیمه پایلوبه د سې شنبې په ورځ د مانچسټر په اولډ ټریفورډ لوبغالي کې پیل شو، خو د باران له امله دا لوبه دوهمې ورځې ته وغځېده.

نیوزلنډ په لومړۍ ورځ د ۴۶ اعشاریه یو اوور لوبه کې ۲۱۱ منډې وکړې او پنځه لوبغاړي یې سوځېدلي وو او په دوهمه ورځ یې په ۵۰ اوورونو کې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو ۲۳۹ منډې جوړې کړې او هندۍ لوبډلې ته یې د ۲۴۰ منډو هدف ورکړ.

د هند لوبډلې د نیوزلنډ لوبډلې په ځواب کې ښه لوبه ونه‌کړه او په لومړنیو اوورونو کې یې ټاپ ارډر توپ وهونکي :

  • روهیت شرما.
  • کپتان کوهلي
  • او راهول یوځې د ۱ ـ ۱ منډو په جوړولو اوټ شول.

خو وروسته بیا د رویندر جډیجا او اېم.اېس ډهوني تر منځ له سلو د ډېرو منډو ملګرتیا هندۍ لوبډله بېرته لوبې ته راوسته، خو د دوی له سوځېدو وروسته پاتې هندي لوبغاړي یو په بل پسې وسوځېدل او نیوزیلنډ لوبډله پایلوبې ته ووته.

که څه هم د هند د اوپنرانو او مېډل ارډر لوبغاړو تر سوځېدو وروسته داسې انګېرل کېدل چې ګواکې دغه لوبډله به د نیوزلنډ د منډو په ځواب کې ۱۵۰ منډې هم ونه‌کړي، خو رویندر جډېجا په زړه پورې لوبه وکړه او یوازې د ۵۹ توپونو په لوبولو یې د ۴ شپږیزو او ۴ څلوریزو پر مټ تر ۷۷منډو جوړولو اوټ شو.

له ده وروسته دهوني د نیمې سلیزې له بشپړولو وروسته اوټ شو چې ورسره هند د بریا تمه هم وشلېده.

دا په روان نړېوال جام کې د هند ۲ مه ماتې وه. تردې مخکې دوی په‌خپلو ۹ ګروپي لوبو کې یوازې ۱ لوبه انګلېنډ ته باېللې وه او د جدول په سر کې وه.

د هندۍ لوبډلې برعکس بیا د نیوزلنډ لوبډله په‌دغه جدول کې په ۴م نمبر وه.

داسې انګېرل کېدل چې هندوستان به د خپل پیاوړي بېټینګ پر مټ دا لوبه په اسانۍ وګټي او پایلوبې ته به ووځي، خو د اوپنرانو د خرابې لوبې له امله هندوستان ونه کړای شول چې دا لوبه وګټي او پاېلوبې ته ووځي.

د نیوزلنډ له‌خوا میټ هنري ۳، ټرینډ بولډ او میچیل سنیټر ۲ـ ۲ او جېمز نیشم او فرګوسن ۱ ـ ۱ هندي لوبغاړی اوټ کړ.

میټ هنري د ۳ ویکټو اخېستو له امله د لوبې غوره لوبغاړی اعلان شو.

ټاکل شوې ده چې د ۲۰۱۹میلادي کال د نړېوال جام دوهم سیمي فاینل به سبا د انګلېنډ او اسټرالیا ترمنځ وشي چې ګټونګې لوبډله به یې د روانې میاشت په ۱۴مه نېټه له نیوزلنډ سره پاېلوبه ولوبوي.

XS
SM
MD
LG