د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۳

د کرکټ په نړیوال جام کې کوم لوبغاړي ښه وځلېدل؟


د کرکټ لوبغالی
د کرکټ لوبغالی

د کرکټ د ۲۰۱۹ نړیوال جام د سیالیو په لړ کې د هندوستان روهیت شرما تر نورو ډېرې منډې وکړې.

نوموړي په نهو لوبو کې ۶۴۸ منډې وکړې چې په یوه لوبه کې يې تر ټولو ډېرې منډې ۱۴۵ وې.

۳۰ کلن روهیت شرما د هندي لوبډلې اوپنر توپوهونکی دی، په ښي لاس توپوهنه کوي او د هندوستان لپاره یې ۲۱۵ یو ورځنۍ لوبې کړي چې ټولې ۸۶۵۸ منډې لري.

روهیت شرما
روهیت شرما

د استرالیا ډیویډ وارنر بیا د نړیوال جام د سیالیو د منډه جوړوونکو په جدول کې دوهم ځای خپل کړی.

نوموړي د دې سیالیو په لسو لوبو کې ۶۴۷ منډې کړي چې د نړیوال جام په یوه سیالۍ کې يې تر ټولو ډېرې منډې ۱۶۶ دي.

ډیویډ وارنر ۳۲ کاله عمر لري، په چپ لاس توپوهنه کوي او د استرالیا د لوبډلې لپاره اوپننګ لوبېږي.

د بنګله دېشۍ لوبډلې لوبغاړی ۳۲ کلن شکېب الحسن بیا د ۲۰۱۹ نړیوال جام په اتو سیالیو کې ۶۰۶ منډې کړي چې په یوه سیالۍ کې يې حتی ۱۲۴ ناسوځېدلې منډې وکړې.

شکېب الحسن په چپ لاس توپوهنه او توپ اچونه کوي.

نوموړي د نړیوال جام په سیالیو کې ښه توپ اچونه هم کړې، په اتو لوبو کې يې د خپلې لوبډلې په ګټه ۱۱ ویکټې هم اخیستي دي.‍

شکېب الحسن
شکېب الحسن

همداشان د توپ اچونې په برخه کې بیا د استرالیا میچل سټارک تر نورو ډېرې ویکټې اخیستي دي.

میچل سټارک د ۲۰۱۹ نړیوال جام په لسو لوبو کې ۲۷ مقابل لوبغاړي سوځولي دي او په ۹۲ اورونو کې پرې ۵۰۲ منډې شوي دي.

همداشان د نيوزیلنډ تېز توپ اچوونکي لیچلن فیرګسن بیا د دې سیالیو په نهو لوبو کې ۲۱ ویکټې اخیستي دي.

او د انګلنډ توپ اچونکي جی سي ارچر په ۱۱ لوبو کې د ۲۰ ویکټو په اخیستو توانېدلی دی او د دې جدول درېیم مقام لري.

XS
SM
MD
LG