د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۰

طالبان: د افغان حکومت مرکچي پلاوی ټول شموله نه دی


قطر کې د ملا برادر په مشرۍ د طالبانو ځیني استازي.
قطر کې د ملا برادر په مشرۍ د طالبانو ځیني استازي.

طالبانو د افغان حکومت مرکچي پلاوی حکومتي ګڼلی او ویلي چې یاد پلاوی ټول شموله نه دی.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت، د طالبانو د تازه خپرې شوې خبرپاڼې په اړه چې ویلي دي د حکومت لخوا د مذاکره کوونکي پلاوي لېست ټول شموله نه دی او دولت پورې اړه لري، غبرګون ښودلی دی.

د دغه وزارت ویاندې ناجیه انوري د شنبې په ورځ ناوخته ازادي رادیو ته وویل، د دغه لېست په جوړولو کې له ټولو مطرح سیاسي اړخونو سره مشورې شوي دي.

اغلې انوري دغه شان وايي، د پلاوي په ټاکلو کې له ټولو مطرحو اړخونو سره مشوره شوې ده.

ناجیه انوري
ناجیه انوري

هغه زیاتوي: "باید ووایم چې د افغان حکومت پلاوی لکه څنګه چې زمونږ په اعلامیه کې ویل شوي، له مطرحو او اغېزمنو اړخونو سره د مشورې په ترڅ کې ټاکل شوی او یو وړ او پیاوړی پلاوی دی، د پلاوي د ټول شمول توب موضوع په افغان دولت پورې اړه لري نه په نورو پورې."

هغه دغه شان وايي چې اوسمهال د طالبانو جګړه له افغان دولت سره ده او طالبان پرته له دې چې له افغان حکومت سره خبرې وکړي بله لار نه لري.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو د افغان حکومت له لورې د بین الافغاني خبرو لپاره ټاکل شوی مرکچي پلاوی له امریکا سره د دې د ډلې د هوکړې خلاف بللی او ویلي چې دا ټیم له ټولو اړخونو استازیتوب نه شي کولای.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په دې اړه د خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې افغان حکومت باید د سولې په بین الافغاني خبرو کې د نورو اړخونو تر څنګ یو اړخ وي.

په اعلامیه کې دا هم راغلي، چې ټول سیاسي اړخونه د دغه پلاوي له جوړښت راضي نه دي.

د طالبانو اعلامیه وايي، دغه ډله له داسې پلاوي سره خبرې کوي چې د سولې د هوکړې پر بنسټ جوړ شوی وي.

خو د سیاسي چارو پوه یاسر احمدزی هم وايي، د حکومت د مرکچي پلاوي لېست ټول شموله دی او له ټولو اړخونو استایتوب کوي.

احمدزی زیاتوي: "دا لېست چې تاسې وګورئ، سیاسیون، جهادي څېرې او نور قشرونه په کې شامل دي، د حکومت به په کې یو یا دوه کسان وي، زه فکر نه کوم چې دا فرمایش به د طالبانو د ډلې وي، په ډېر احتمال سره چې دا فرمایش به د پاکستان وي، ځکه د دغو کسانو په شتون کې به د پاکستان غوښتنې پوره نه شي."

افغان حکومت تازه طالبانو سره د مرکچي پلاوي لېست خپور کړی چې ۲۱ غړي لري او مشري یې د ملي امنیت پخوانی رییس معصوم ستانکزی کوي.

مخکې تر دې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیل زاد او په کابل کې د امریکا سفارت د افغان حکومت له خوا د مرکچي پلاوي له اعلان هرکلی کړی او ټول شموله یې ګنلی دی.

XS
SM
MD
LG