د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۲

روژه، تراوېح او کرونا ویروس


ارشیف، تراوېح لمونځ
ارشیف، تراوېح لمونځ

په روژه کې عموماً په اسلامي هېوادونو کې په جوماتونو کې د تراوېح او نورو لمونځونو او د قران پاک د ختمونو لپاره د خلکو ګڼه ګوڼه زیاته وي، خو سږ کال روژه په داسې حال کې راځي چې نړۍ د کرونا ویروس له وبا سره مخ ده، هغه وبا چې په چټکۍ خپرېږي او ان په پرمختللو هېوادونو کې پرې د مړو شویو کسانو شمېر له لسګونه زرو اوړي.

ګڼو اسلامي هېوادونو په ټولنه کې د دې ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره جوماتونه او سپېڅلي ځایونه تړلي او له خلکو یې غوښتي چې لمونځونه او نور عبادتونه په کورونو کې وکړي او په عبادت‌ځایونو کې دې ګڼه ګوڼه نه‌جوړوي.

سعودي عربستان، مصر، ترکیې، متحده عربي اماراتو او ګڼو نورو هېوادونو په روژه کې د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي په هدف په جوماتونو کې راټولېدل منعه کړي.

افغان چارواکو بیا په دې برخه کې په احتیاط ګام اخیستی.

د افغانستان حج او اوقافو وزارت وايي، دوی څوک په جوماتونو کې له تراوېح لمانځه نه‌منعه کوي، خو سپارښتنه کوي چې په کورونو کې دې لمونځونه وکړي په ځانګړې توګه هغه کسان چې ناروغ او یا کمزوري دي باید کورونو کې پاتې شي.

د افغانستان حج او اوقافو د وزارت د خپرونو رئیس او ویاند فضل محمد حسیني په دې اړه ازادي راډیو ته وویل که چېرې بیا هم ځیني خلک ټینګار کوي چې په جوماتونو کې لمونځونه وکړي، باید د کرونا ویروس د خپرېدو مخنیوي لپاره د روغتیا وزارت ټولې سپارښتنې په پام کې ونیسي.

ښاغلی حسیني زیاتوي: "هغه کسان چې په جومات کې په لمانځه کولو ټینګار کوي، په فتوا کې ځیني شرطونه راغلي چې هغه باید مراعت کړي. په دې شرطونو کې یو دا دی چې دوی باید د کرونا د خپرېدو د مخنیوي لپاره د عامې روغتیا وزارت سپارښتنې په پام کې ونیسي. هغوی چې د کرونا په وړاندې ډېر اسیب‌پذیر دي لکه د ډېر عمر لرونکي کسان دې جومات ته نه‌ځي. هغوی چې جومات ته ځي سربېره په دستکشونو او ماسک اغوستلو دې خپل جای نماز ځان سره ولري. جومات هم باید پاک او ضد عفوني شوی وي."

همدارنګه ښاغلي حسیني ټینګار وکړ چې د جماعت پر مهال باید خلک له یو بل څخه فاصله هم وساتي.

خو روغتیايي کارکوونکي او عام افغانان په دې اړه څه وايي؟

هرات کې د تراوېح لمونځ
هرات کې د تراوېح لمونځ

یو شمېر ډاکتران او عام افغانان اندېښمن دي چې که په کم شمېر خلک هم جوماتونو کې راټول شي، په ښارونو او کلیو کې د کرونا ناروغۍ خپرېدل چټکولی شي.

افغان ډاکتر بشیر احمد پرهر وايي، خلکو ته ښه ده چې د تراوېح لمونځونه په کورونو کې ادا کړي.

د نوموړي په وینا په یو کلي کې په کرونا د یو کس ککړېدل چې ښايي نښې یې هم ونه‌لري د ټول کلي د ناروغېدو سبب کېدای شي. د ډاکتر بشیر پرهر په وینا متأسفانه د کرونا له کبله د مړینو فیصدي لوړه ده او په اسانۍ د دې ناروغۍ خپرېدو دا ناروغي نوره هم خطرناکه کړې.

ښاغلی پرهر زیاتوي: "تر ټولو خطرناک څه د دې ناروغۍ اسانه خپرېدل دي چې په چټکۍ له یو بل ته انتقالېږي. یعنې که په یو کلي کې یو کس په دې ناروغۍ اخته وي او ځان قرنطین نه‌کړي ټول کلی اخته کولای شي، نو ځکه له خلکو څخه د روغتیايي کارکوونکو هیله دا ده چې په یو ځای کې له راټولېدو دې ډډه وکړي او په روژه کې دې د ترواېح لمونځونه په کورونو کې ادا کړي. څو هم خپل ځان او هم نور له دې ناورغۍ وساتي."

ارشیف، د ننګرهار په یوه جومات کې په روژه کې یو شمېر زلمیان د قران پاک تلاوت پر مهال
ارشیف، د ننګرهار په یوه جومات کې په روژه کې یو شمېر زلمیان د قران پاک تلاوت پر مهال

د ننګرهار یو اوسېدونکی وفا سهار وايي، که چېرې د تراوېح لمونځ په کور کې ادا کول د دې سبب کېږي چې د کرونا ویروس خپرېدل کم شي، نو خلکو ته پکار ده چې کورونو کې لمونځونه وکړي.

نوموړي زیاته کړه: "کله چې سعودی عربستان ووايي، روژه ده موږ د هغوی په خوله روژه نیسو او کله چې د اختر اعلان وکړي موږ ورسره اختر کوو، نو اوس چې د سعودي عربستان دیني عالمانو ویلي تراوېح په خپل کور کې وکړئ، ولې یې باید سپارښتنه ونه‌منو. وبا عامه وي، کافر او مسلمان سره نه‌بېلوي او دې سره ضد پکار نه‌دی."

د عنایت‌الله بهار په نوم د باجوړ یو اوسېدونکي ازادي راډیو ته وویل، د کرونا وبا یو واقعیت دی او باید ومنل شي او هماسې چې نورې اسلامي نړۍ ورته تدابیر غوره کړي افغانان‌یې هم باید غوره کړي.

بهار وايي: "هماسې چې نورې اسلامي نړۍ کې کورونو کې د لمونځونو او ترواېح ویل شوي، باید افغانستان کې هم خلک همداسې وکړي او لمونځونه په کورونو کې وکړي. دا ژوند سره تړلې خبره ده، که یوازې یو سړی وايي چې ځه خیر که زه ناروغ هم شم پروا نه‌کوي، دا سمه نه‌ده ځکه له هر سړي سره‌یې ټولنه او کورنۍ تړلې او نه‌یوازې خپل، بلکې د نورو ژوند او روغتیا ته خطر پېښولی شي، نو ښه ده چې په دې برخه کې پام وشي."

د شفیع احمد زاخېل په نوم یو اورېدونکي ازادي راډیو ته وویل، د حج او اقافو وزارت د ځینو سخت دریځو افغانانو په خاطر په جومات کې د ترواېح کولو یا نه‌کولو پرېکړه خلکو ته پرېښې.

ده وویل: "دا چې خلک له ښارونو منع کوي یا د حج او اوقافو وزارت نورې وړې سپارښتنې کوي، په دې هم ځیني خلک خوشحاله نه‌دي، نو که داسې اعلان‌یې وکړ چې د ترواېح لمونځ په جوماتونو کې مه‌کوئ، بیا خو پرې مطلق پرې د کفر ټاپې لګوي."

هرات کې د کرونا ویروس له خپرېدو وروسته د جمعې لمونځ
هرات کې د کرونا ویروس له خپرېدو وروسته د جمعې لمونځ

د حج او اوقافو وزارت چارواکي وايي، دوی جوماتونه د چا په مخ نه‌بندوي، خو له خلکو غواړي چې د کرونا ویروس د خپرېدو مخنیوي، د خپل ځان او نورو د ژوند د ژغورلو په خاطر دې، هغه عبادات چې په کورونو کې یې د ترسره کېدو جواز شته لکه تراوېح لمونځ او د قران پاک ختمونه، په انفرادي توګه کورونو کې وکړي.

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، د کرونا ویروس خپرېدل په ځانګړې توګه هغه هېوادونو لپاره په یو لوی ناورین بدلېدای شي چې روغتیايي سیستمونه‌یې کمزوري دي، وسایل نه‌لري او په یو وخت ډېرو ناروغانو ته د رسېدو ظرفیت په‌کې نه‌شته.

افغانستان د نړۍ یو له هغو څو هېوادونو دی چېرې چې د عامې روغتیا سیستم کمزوری او د وسایلو او فني کسانو له شدید کمي سره مخ دی. په بېلابېلو ولایتونو کې روغتیايي چارواکو همدا اوس اندېښنه ښکاره کړې چې د کرونا د معایناتو کافي وسایل نه‌لري، د مصنوعي تنفس دستګاوې چې د کرونا شدیدو ناروغانو ته‌یې اړتیا ده، نه‌شته او همدارنګه که د کرونا شدید ناروغان زیات شي، روغتونونه او کلینیکونه‌یې ځایولی نه‌شي.

  • 16x9 Image

    اجمل اند

    اجمل اند (په انګرېزۍ کې: Ajmal Aand) د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو د افغانستان د څانګې خبریال او د پښتو برخې اډیټور دی. نوموړي کلونه- کلونه په افغانستان کې هم د ازادۍ راډیو لپاره کار کړی دی. 

XS
SM
MD
LG