د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۲

په اسلامي هېوادونو کې روژه د پخوانيو روژو سره څه توپیر لري؟


ارشیف
ارشیف

سږ کال به د کرونا ویروس د خپرېدو له کبله په اسلامي هېوادونو کې روژه د پخوانيو روژو سره توپیر ولري.

په ګڼو هېوادونو کې خلک د دې ویروس د خپراوی د مخنیوي لپاره نه شي کولی په شریکو روژه ماتو او همدارنګه په تراویحو لمونځونو او د قران پاک په ختمونو کې د پخوا په څېر شریک ګډون وکړي.

په اسلامي نړۍ کې روژه پیل شوې ده.

مسلمانان روژه د اسلام پر پیغمبر د قران پاک د نزول میاشت ګڼي او په دې میاشت کې په جوماتونو او عبادت ځایونو کې ګڼه ګوڼه زیاته وي خو سږنۍ روژه په ډېرو هېوادونو کې د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي په خاطر اقداماتو لکه له یو بل څخه ټولنیز واټن ساتلو او د عبادتځایونو تړلو بدله کړې.

په ګڼو هېوادنو کې مسلمانان په ډله ایزو روژه ماتو کې له ګډون منعه شوې او ترې غوښتل چې شوي چې په کورنو کې لمونځونه او نور عبادتونه ترسره کړي.

البته د پاکستان او افغانستان په شمول څو هېوادونو کې جوماتونه پرانیستي او د کرونا ویروس د خپرېدو د ویرې سربېره په کې د تراویح لمونځونه او نورې راټولیدنې دوام لري.

افغانستان

افغان چارواکو په دې برخه کې په احتیاط ګام اخیستی.

د افغانستان د حج او اوقافو وزارت وايي، دوی څوک په جوماتونو کې له تراویح لمانځه نه منعه کوي خو سپارښتنه کوي چې په کورنو کې دې لمونځونه وکړي په ځانګړې توګه هغه کسان چې ناروغ او یا کمزوري دي باید کورونو کې پاتې شي.

د افغانستان د حج او اوقافو د وزارت د خپرونو رئیس او ویاند فضل محمد حسینی په دې اړه ازادي راډیو ته وویل که چیرې بیا هم ځینې خلک ټینګار کوي چې په جوماتونو کې لمونځونه وکړي، باید د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره د روغتیا وزارت ټولې سپارښتنې په پام کې ونیسي.

خو یو شمېر ډاکتران او عام افغانان اندېښمن دي چې که په کم شمیر خلک هم جوماتونو کې راټول شي، په ښارونو او کلیو کې به د کرونا ناروغۍ خپریدل چټک شي.

ایران

ایران چې د کرونا ویروس ډېر ځپلي په وروستیو کې د اقتصادي فشار کمولو په خاطر دغلته چارواکو د کرونا ویروس له کبله لګولې محدودیتونه یو څه راکم کړي.

خو د دې هېواد ستر مشر ایت الله علي خامنه يي خلکو ته لارښونه کړې چې په جوماتونو کې له راټولېدو دې ډډه وکړي او د روژې میاشتې سره تړلي عبادات دې کورونو کې وکړي.

د روژې تر پیل مخکې د ایران ولسمشر حسن روحاني هم په یو وینا کې خلکو ته وریاده کړه چې کرونا وضعیت یې هېواد له ځانګړو شرایطو سره مخ کړی او خلک دې له ډله ییز روژه ماتي ډډه وکړي.

د ایران په ګڼو ښارونو کې د خیر ښېګڼې ادارو او د بسیج نیمه پوځي ځواکونو ویلي، دوی به هغو خلکو ته چې اړتیا لري په روژه کې د خوراکي موادو بستې وویشي.

پاکستان

پاکستاني حکومت دغلته د سخت دریځو ملایانو تر فشار لاندې په جوماتونو کې د تروایح لمونځ او نورو راټولیدو بندیز سست کړی چې د دې هیواد روغتیايي کارونکي یې اندېښمن کړي.

پاکستاني ډاکټرانو له حکومت غوښتي چې په دې پرېکړه دې بېرته غور وکړي.

د پاکستان صدراعظم عمران خان د اپریل په ۲۲ مه نیټه خبریالانو ته وویل، دا خپله غواړي چې د روژې میاشت کې جومات ته ولاړ شي.

خو د پاکستاني ډاکترانو ټولنې عمران خان او ددې هیواد دیني عالمانو ته ویلي چې د کرونا ویروس د خپرېدو د ورو کولو لپاره په راټولېدو محدویتونه ضروري دي.

د پاکستان د روغتیايي کارکونکو د ټولنې مشر قیصر ساجد خبریالانو ته وویل: "له بده مرغه زموږ واکمنو ناسمه پرېکړه وکړه او زموږ ملایانو هم جدي چلند غوره نه کړ."

روسیه

په روسیه کې د دې هیواد یو مشر اسلامي دیني عالم ویلي، د روژې میاشت کې به جوماتونه تړلي وي او د جماعت لمونځونه به نه کېږي.

د روسیې لوی مفتي طلعت تاج الدین ویلي، امامان به په انلاین توګه د تراویحو لمونځونو امامت کوي او قران پاک به تلاوت کوي.

منځنۍ اسیا

د منځنۍ اسیا د پنځو هېوادونو په ځېنو چارواکو او دیني عالمانو له خلکو غوښتي چې په کورونو کې لمونځونه وکړي.

ان په تاجکستان کې چې چارواکي یې ادعا کوي، دې هېواد کې د کرونا ویروس هېڅ مثبته پېښه نه ده ثبت شوې هم له خلکو غوښتل شوي چې جوماتونو ته ولاړ نه شي.

د تاجکستاني د دیني عالمانو د شورا یو غړي جماالدین خاموشي ویلي: "خلک دې د راټوليدو د مخنیوي لپاره په خپلو کورنو کې تراویح لمونځ د خپلې کورنۍ له غړیو سره ادا کړي."

د تاجکستان ولسمشر بیا له خپله اړخه پر مسلمانانو ټینګار کړی چې روژه دې نه نیسي، ځکه د نوموړې په وینا که خلک روژه ونیسي" د عفوني ناروغیو په وړاندې اسیب پذیزه کیږي."

په نړۍ کې د مذهبونو د ازادۍ لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو کمېسیون له کلونو راهېسې پر تاجکستان انتقاد کوي چې د خلکو پر دیني مراسمو یې محدودیتونه لګولی دي.

په قرغزستان کې هم په مسلمانانو ټینګار شوی چې تراویح لمونځونه دي کورونو کې وکړي او په ډله ایزه توګه روژه ماتي دې نه کوي.

د قرغزستان لوی مفتي مکست توکتوموشېف په یو ویډیويي پیغام کې له خلکو غوښتي چې د کرونا ویروس د خپریدو د مخنیوي لپاره دې جوماتونو کې نه راټولېږي او عبادتونه دې کورونو کې وکړي تر هغې چې دا وبا پای ته ورسېږي.

په قزاقستان کې هم د دې هیواد لوی مفتي ورته فتوه ورکړې او له خلکو یې غوښتي چې روژه ماتې او تراویح په کورونو کې وکړي.

په ازبکستان کې هم چارواکو د کرونا ویروس د کابو کولو لپاره یو لړ داسې اقدامات کړي چې ورسره د روژې په میاشت کې د خلکو په ځینو دیني مراسم اغېز شوی دی.

په دې هیواد کې جوماتونه تړلي او د روژې په میاشت کې به هم تړلي پاتې وي.

د جمعې لمونځونه دغلته نه کېږي او همدارنګه له خلکو غوښتل شوي چې په ډله ییزه توګه روژه ماتي دې نه کوي او تروایح لمونځونه دې هم کورونو کې وکړي.

XS
SM
MD
LG