د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۲

د مور ورځ؛ د افغان میندو ستونزمن ژوند


هغه مور چې د خپلو میندو مړولو په هدف د خلکو ډوډۍ پخوي.
هغه مور چې د خپلو میندو مړولو په هدف د خلکو ډوډۍ پخوي.

د غبرګولي يا جوزا ۲۴ مه په افغانستان کې د مور له ورځې سره برابره ده او هر کال لمانځل کېږي.

د کابل ګلفروشي کوڅه هغه ځای چې په ځانګړو او مناسبتي ورځو کې په کې ګڼه ګونه زياته وي.

یو شمېر خلک دلته راغلي ترڅو خپلو مېندو ته ډالۍ واخلي.

که څه هم د ګرځبندیز له امله د تېر په پرتله ګڼه ګوڼه کمه ده خو داسې هم نه ده چې دا کوڅه دې تشه وي.

احمد خپلې مور ته د مرسل ګل اخیستی.

هغه ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل: "د مور ورځې لمانځلو لپاره راغلي یو، د ټولو میندو لپاره ډېره ښه ورځ وي، د دې لپاره چې موږ وکولی شو ښه یې ورته ولمانځو، له ګلفروشي ورته خرید کوو."

آرشیف
آرشیف

سلسله هم خپلې مورته د ګلانو ډالۍ اخيستلو لپاره راغلې ده.

هغه وايي: "دا ورځ ستاسو د راډیو له څپو ټولو میندو ته مبارک وایم ،راغلې یم چې ګلان واخلم."

د مېندو د عمر ډېری برخه د اولادونو په روزنه تېرېږي دوی هم د دې ورځې له لمانځلو خوښې دي.

نرګس هغه لور ده چې له خپلو دوه لوڼو سره راغلي چې لوڼې يې دې ته او دا خپلې مور ته ډالۍ واخلي.

آرشیف
آرشیف

هغه زیاتوي: "زه د یوې مور په توګه د خوشالۍ احساس لرم، ځکه چې د مور ورځ ده او زه هم د مور لپاره مې راغلی يم، زه هم یوه مور یم نو د بلې مور له زړه خبره یم څو یوه ګیډۍ ګلان ورته واخلم."

خو داسې میندې هم شته چې له ګڼو ستونزو سره لاس او ګريوان دي او د مورد ورځې له رارسېدو نه دي خبرې او يو شمېر یې په اړه لا بيخي نه پوهېږي.

نازنین له همدې ډلې ميندو یوه ده.

هغه په تنور خلکو ته ډوډۍپخوي او خپلو بچیانو ته یوه مړۍ ډوډۍ پیدا کوي.

نازنین
نازنین

نازنين وایي: "د مور په ورځ خبره نه یم، خلکو ته ډوډۍ پخوم، ماشومان مې ډېر دي خاوند مې شهید شوی، له ډیرو ستونزو سره مخ یم، دغه کور چې په کې اوسم کرایي دی، خاوند مې قمبر څلور لارې کې شهید شوی."

خو دا يوازې نازنین نه ده بلکې په افغانستان کې ډېری ميندې په دې برخلیک اخته دي.

د مور ورځ د داسې میندو لپاره د خپلو ماشومانو د ګېډو مړولو پرته بله معنا نه لري.

خو له دې ټولو سره سره رنګينه يا پیکه په افغانستان کې دا ورځ لمانځل کېږي او له خلکو نه ده هېره شوې.

XS
SM
MD
LG