د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۰ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۷

م.م: په ۸۵ هېوادونو کې په سلګونو زره کسان لادرکه دي


ملګري ملتونه وایي چې لږترلږه په ۸۵ هیوادونو کې په سلګونو زره کسان د جګړو او ځپونکو عملیاتو په ترڅ کې لادرکه کړای شوي دي.
نن په زوره د لادرکه شویو قربانیانو نړیواله ورځ ده.
دا ورځ د ۲۰۱۱ کال راهیسې هرکال لمانځل کیږي.
د ملګروملتونو عمومي اسامبلې د ۲۰۱۰ کال د ډسمبرپه ۲۱ د یوه پریکړه لیک په ترڅ کې د نړۍ په مختلفو سیمو کې د نیونو، توقیف او تښتونو په ګډون د په زوره یا د خپلې خوښې خلاف د لادرکه کیدو د پیښو پرزیاتوالي ژوره خواشیني څرګنده کړه.
د دغه پریکړه لیک پراساس د ملګروملتونو عمومي اسامبلې دغه راز په زوره د لادرکه کیدو په وړاندې د ټولو کسانو د خوندیتوب نړیوال کنوانسیون هم تصویب کړ او هم اسامبلې پریکړه وکړه چې هرکال دې د اګست دیرشمه په زوره د لادرکه شویو قربانیانو د نړیوالې ورځې په توګه لمانځل کیږي.
ملګري ملتونه وایي، په زوه لادرکه کیدو څخه په ټولنه کې د ترهې د خپرولو د یوې ستراتیژۍ په توګه کاراخیستل کیږي. د دغه عمل په نتیجه کې راپورته شوې بې ثباتي یوازې د لادرکه شویو په نژدې خپلوانو پورې نه محدودیږي بلکه د دوی پرټولنو او په ټوله کې پرلویې ټولنې خپل اغیزشیندي.
په زوره لادرکه کیدل په یوې نړیوالې ستونزې بدل شوی اوهغه یوازې د نړۍ یوې سیمې پورې نه محدودیږي بلکه په لویه کې پوځي ډیکټاټوري او نور رژیمونه نن ورځ د نورو ځپونکو اقداماتو په لړ کې په زوره لادرکه کیدو له پالیسۍ هم کاراخلي. په پیچلو وضعیتونو لکه کورنیوکړکیچونو کې په تیره بیا د مخالفانو د سیاسي ځپنې د وسیلو په توګه ترې کاراخیستل کیږي.
د بشري حقونو د مدافعانو، د قربانیانو د کورنیو، د شاهدانواو د حقوقي سلاکارانو چې د په زوره ورکوشویو پر دوسیو کارکوي، دوامدره زورونه، ددولتونو له خوا له ترهګرۍ سره د مبارزې په پلمه له خپلو مسولیتونو سرغړونه او په زوره د لادرکه کیدو د مسلې په وړاندې پراخ معافیت چې تراوسه موجود دی، هغه موارد دي چې ملګري ملتونه یې په زوره د لادرکه کیدو په تړاو ډیرد اندیښنې وړبولي.
ملګري ملتونه وایي، ځانګړې پاملرنه باید مشخصو ډلو په تیره بیا هغو خلکو ته چې زیانمونکي دي، لکه ماشومان او معلولین واړول شي.

د دې اوونۍ د ورکو شویو عزیزانو پروګرام همدې موضوع ته څانګړی شوی دی، چې نوریاس نوري یې وړاندې کوي.

پروګرام د دې لینک له لارې واورئ

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:26:59 0:00
مستقیم لېنک


XS
SM
MD
LG