د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۶

فیفا: ولسي جرګه دې د ټاکنو د قانون تقنیني فرمان له اجنډا وباسي


د افغانستان ولسي جرګه
د افغانستان ولسي جرګه

ولسمشرمحمد اشرف غني د ۱۳۹۷هجري لمریز کال د کب په لومړۍ نېټې د ټاکنو په قانون کې د تعدیل او زیاتوالي طرحه په اړه تقنیني فرمان صادر کړ چې له مخې یې تېرې د ولسمشرۍ ټاکنې ترسره شوې.

د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو بنست یا فیفا وايي چې په دغه تفنیني فرمان کې بېلا بېلې ستونزې دي او اړینو اصلاحاتو ته اړتیا لري.

فیفا له نورو مسایلو سره په خوا کې په دغه تقنیني فرمان کې د جمهوري ریاست د کاندیدانو له لوري د کمېشنرانو ټاکل او د شکایتونو کمېسیون دایمي کېدل، تر ټولو لویې او جدي ستونزې بولي.

د دغه بنسټ اجرائیوي رئیس یوسف رشید د سې شنبې(د لېندۍ ۲۵مه) په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل، ټاکل شوې سبا دغه فرمان د ولسي جرګې په عمومي غونډه کې رایو ته وړاندې شي.

د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو بنست مشر یوسف رشید
د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو بنست مشر یوسف رشید

دی وايي: "تائید او رد دواړه حالت یې موږ ته د اندېښنې وړ دي، که مشرانو جرګه یې هم رد کړي، نو موږ بېرته د ۲۰۱۸ میلادي کال د انتخاباتو قانون ته ځو چې ډېری ستونزې یې درلودې، که تائید شي، نو هغه ستونزې چې په اوسني قانون کې شته هغه پرځای پاتې کېږي، نو لازمه ده چې سبا له اجنډا وویستل شي."

ښاغلی رشید زیاتوي چې د عدلیې وزارت او انتخاباتي کمېسیونونه دې په دې اړه یوه نوې هر اړخیز طرحه جوړه او له قانوني پړاوونو وروسته دې د تصیوب لپاره کابینې او بیا ملي شورا ته ولېږي.

خو د ولسي جرګې اداري پلاوی وايي چې د رئیسانو کمېټې د ولسمشرتقنیني فرمان د بحث لپاره د سبا ورځې په اجنډا کې شامل کړی دی.

د دغې جرګې لومړی منشي اسدالله شهباز ازادي راډیو ته وویل: "تقنیني فرمان راغلی، د رئیسانو کمېټې په اجنډا کې نیولی، ممکن د انتخاباتو قانون هم د بحث لپاره عمومي غونډې ته وړاندې شي، وکیلان په دې اړه دوه خولې دي، ځینې وايي، باید بحث ورباندې وشي او ځینې بیا وايي بحث ورباندې ونه شي، خو تراوسه هم وروستی تصمیم نه دی نیول شوی."

عکس تئزیني بڼه لري
عکس تئزیني بڼه لري

په ۲۰۱۴ میلادي کال کې په افغانستان کې د جمهوري ریاست انتخابات جنجالي شول او له سیاسي هوکړې وروسته د انتخاباتي قوانینو د اصلاح پرېکړه وشوه.

که څه هم د ۲۰۱۹ میلادي کال انتخابات د تقنیني فرمان پر بنسټ ترسره شول، خو بیا هم مخکښو انتخاباتي ټیمونو د انتخاباتو پایلې ونه منلې او یو ځل بیا د یوې سیاسي هوکړې اړتیا رامنځته شوه.

د افغانستان د ازاد او عادلانه انتخاباتو بنسټ وايي، په تېرو انتخاباتو کې ځکه ستونزې رامنځ ته شوې چې تقنیني فرمان که حقوقي مشکلات و.

فیفا له انتخاباتي کمېسیونونو غواړي چې د غزني د ولسي جرګې، د ولایتي او ولسوالیو شوراګانو د انتخاباتو پلان هم وروستی او دې انتخاباتو ته دې د راتلونکي کال په بودجه کې پیسې ځانګړې شي.

XS
SM
MD
LG