د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۵

هند کې افغان سفیر: دې ورځو کې هند ته دې له سفره ډډه وشي


په نوي ډهلي کې د افغانستان سفیر فرید ماموندزی
په نوي ډهلي کې د افغانستان سفیر فرید ماموندزی

په نوي ډهلي کې د افغانستان سفیر وايي، دا مهال هندوستان ته د سفر لپاره ښه وخت نه دی او افغانان دې دې هېواد ته له غیرې ضروري سفر ډډه وکړي.

فرید ماموندزي دا خبره ازادي راډیو سره په مرکه کې وکړه.

نوموړي وویل، تېرو څلورو ورځو کې تر یو میلیون زیات کسان په هند کې په کرونا اخته شوي او دا هېواد له یو لوی روغتیايي بحران سره مخ دی.

دا په داسې حال کې ده چې هندوستان د شنبې (د غويي ۴مه) په ورځ د درېېمې پرله پسې ورځې لپاره د نړۍ په کچه بې سابقه د کرونا ویروس نوې پېښې ثبت کړي دي.

راپورونه وايي چې د دې هېواد روغتونونه د بسترونو او اکسیجن له شدید کمي سره مخ دي.

یوه هندي چارواکي دا په دې هېواد د کووېډ- ۱۹ ناروغۍ څونامي بللې ده.

د ازادي راډیو خبریال اجمل اند نوي ډیلي کې د افغانستان له سفیر فرید ماموندزي سره په هند کې د کرونا وبا په وروستي وضعیت او هند ته د افغانانو د تګ راتګ پر اغېزو مرکه کړې.

له ښاغلي ماموندزي په سر کې په هند کې د کرونا د وروستۍ څپې د شدت په اړه پوښتل شوي دي.

دا مرکه دلته اوریدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ
Embed

No media source currently available

0:00 0:07:57 0:00
مستقیم لېنک

  • 16x9 Image

    اجمل اند

    اجمل اند (په انګرېزۍ کې: Ajmal Aand) د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو د افغانستان د څانګې خبریال او د پښتو برخې اډیټور دی. نوموړي کلونه- کلونه په افغانستان کې هم د ازادۍ راډیو لپاره کار کړی دی. 

XS
SM
MD
LG