د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۲۴

هند کې د کرونا له امله افغانان له کومو ستونزو سره مخامخ دي؟


هند کې دېره افغان کډوال دایا سنګ انجان
هند کې دېره افغان کډوال دایا سنګ انجان

په داسې حال کې چې په هند کې د کووېډ-۱۹ ناروغۍ موارد په بې ساري ډول زیات شوي د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د هېواد وګړو ته سپارښتنه کړې چې هند ته له غیر ضروري سفرونو ډډه وکړي.

د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ په یوه بیان کې وویل چې کرونا ویروس په چټکۍ سره په هند کې د سرایت په حال کې دی او هندي چارواکو په بېلابېلو ښارونو کې د محدودیتونو نوي مقررات وضع کړي دي.

خبرپاڼه زیاتوي چې په هند کې دېره افغانان له ستونزو سره د مخامخ کېدو په صورت کې د افغانستان سفارت او یا په ممبي او حیدرآباد کې د افغانستان قونسلګریو ته ورتلی شي.

په خبرپاڼه کې هغو افغانانو ته چې په هند یا په نورو هېوادونو کې دېره دي او غواړي هېواد ته ستانه شي ویل شوي چې د کرونا د PCR ټست نتیجه دې له ځان سره ولري.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې په هند کې یو زیات شمېر افغانان یا د کډوالو او د محصلینو په توګه اوسېږي.

ځینې نور افغانان هلته کاروبار کوي او یو شمېر نور د علاج لپاره دې هېواد ته ځي.

د ازادي رآډیو خبریال احمدتکل د دې خلکو د ستونزو او اندېښنو په اړه په هند کې له دېره افغان کډوال دایا سنګ انجان سره خبرې کړي او په سر کې یې ترې پوښتلي دي چې دا افغانان هلته له کومو ستونزو سره مخامخ دي؟

دا مرکه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ
Embed

No media source currently available

0:00 0:02:55 0:00
مستقیم لېنک

  • 16x9 Image

    احمد تکل

    احمد تکل (په انګرېزۍ کې Ahmad Takal) د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو د افغانستان د څانګې خبریال دی. د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه جوړوي. 

XS
SM
MD
LG