د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۰

ډاکتران: په افغانستان کې د پان د نشو له امله د سرطان ناروغي ډېره شوې


ارشیف
ارشیف

ډېری معتادينو خپله نشه له تنباکو، په تېره بیا سګرېټو څخه پيل کړې ده.

د افغانستان په ټولو ښارونو کې د تنباکو پر ازاد خرڅلاو سربېره، په دې وروستیو کلونو کې د صنعتي نسوارو يا (پان) جوړول هم ډېر شوي او ان دا چې د سيمې له هېوادونو څخه افغانستان ته په ښکاره او رسمي ډول راوړل کېږي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي چې په افغانستان کې د تنباکو استعمال ورځ په ورځ ډېرېږي.

د عامې روغتيا وزارت د نشه‌يي موادو غوښتنې کمولو ریاست تخنيکي مرستيال ډاکټر عبدالشکور حيدري ازادي راډيو ته وويل، سروې‌ګاني ښيي چې په نشو باندې د ځوانانو د اخته کېدو اصلي او اساسي علت تنباکو دي.

ښاغلی حیدري زیاتوي: "تنباکو د نشه‌يي موادو له کورنۍ څخه ګڼل کېږي. څېړنو ښودلې چې تنباکو د نشه‌يي موادو دروازه ده. په افغانستان کې د ترسره شويو سروې‌ګانو له مخې، ځوانان په تېره بيا زلميانو لومړی له تنباکو څخه نشه پيل کړې او بيا تر چرسو، هيروئينو، ښیښې او نورو نشو پورې رسېدلي دي."

یو ډول پان جوړول
یو ډول پان جوړول

د ملګرو ملتونو له نشه‌يي موادو سره د مبارزې ادارې څېړنې ښيي چې که څه هم دولتونو د تنباکو د استعمال د کمولو ژمنه کړې، خو بيا هم په ډېرو عامه ځايونو کې تنباکو، په تېره بيا سګرېټ ښه پرېمانه څکول کېږي.

د افغانستان حکومت هم درې کاله مخکې د کابل شهرنو پارک، دهبوري پارک او ده افغانانو سيمو کې د تنباکو پر استعمال بنديز لګولی و، خو کابل ښاريان وايي چې له دې درې سيمو څخه په دوو پارکونو کې نه‌يوازې دا چې پر تنباکو بنديز نه‌دی لګول شوی، بلکې د معتادينو د راټولېدو په مرکزونو اوښتي دي.

د عامې روغتيا وزارت له نشه‌يي موادو غوښتنې کمولو رياست مسؤل ډاکتر عبدالرحمان راسخ تنباکو د سرطان د ناروغۍ اساسي عامل بولي. دی وايي په دې وروستیو کلونو کې ډېری خلک چې په سرطان اخته شوي، څېړنو ښودلې چې دوی د پان نشه کوله.

ډاکتر راسخ وايي: "پان زموږ د دوديزو نسوارو په پرتله ډېر زيان لري. سوداګر د خپلو موادو د ډېر خرڅلاو لپاره د پان په جوړولو کې د تنباکو ترڅنګ نور نشه‌‍يي مواد هم ورګډوي، دا کار د دې لپاره کوي چې مشتريان‌يې تل ځینې رانيسي. په سلو کې ۷۵ د سږو سرطان د تنباکو له استعمال سره تړلی دی او په سلو کې ۹۵ د خولې، غاښونو، ستوني او تنفسي سيستم سرطان د پان له استعمال سره اړه لري."

ډاکتران وايي تنباکو په ځانګړې توګه د سګرېټو څکول سږي له‌منځه وړي.
ډاکتران وايي تنباکو په ځانګړې توګه د سګرېټو څکول سږي له‌منځه وړي.

د مې مياشتې ۳۱مه نېټه له تنباکو سره د مبارزې نړيواله ورځ ده او ملګري ملتونه د نويو ستراتېژيو په چمتو کولو سره له دولتونو څخه غواړي چې د تنباکو پر ضد جدي مبارزه وکړي، خو د دې سازمان څېړنې ښيي چې د هر کال په تېرېدو سره په نړۍ کې د تنباکو استعمال مخ پر ډېرېدو دی.

د دې راپور غږیزه بڼه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره واورئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:32 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG