د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۲

د توکیو لوبې؛ د المپیک نړیوالې کمېټې افغان تکواندوکار منصوري ته بلنه ورکړې


افغان تکواندو کار فرزاد منصوري
افغان تکواندو کار فرزاد منصوري

د المپیک نړیوالې کمېټې افغان تکواندو کار فرزاد منصوري ته د توکیو په دوبني المپيک کې د لوبېدو بلنه ورکړې.

د افغانستان د تکواندو د ملي تيم روزونکي بشیر تره کي ازادي راډیو ته وویل منصوري ډېرې لاسته راوړنې لرلي او د وړتیا له مخې دا بلنه ورکړل شوې.

المپيک نړیوالې کمېټې وروسته له هغه دغه افغان تکواندوکار ته د المپيکي لوبو جواز ورکړی چې د تکواندو ټيم د کرونا د ټېسټونو د مثبتېدو په خاطر له غوراوي پړاو پاتې شو.

د ازادي راډیو خبریال صفي الله ستانکزي له بشیر تره کي سره په دې اړه مرکه کړې ده چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره یې اوریدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:22 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG