د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳۰ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۳

نن شنبه د ایران د ولسمشریزو ټاکنو پایلې معلومیږي


په ایران کې د ولسمشریزو ټاکنو د وروستیو پایلو رایه شمېرنه روانه ده.
په ایران کې د ولسمشریزو ټاکنو د وروستیو پایلو رایه شمېرنه روانه ده.

په ایران کې نظرپوښتنې دا ښيي چې ممکن محافظه کاره ملا ابراهیم رییسي چې د ایران د قضایه قوې مشرې کوي، ولسمشر شي.

شپېته کلن رییسي په ۱۹۸۸ کال کې د هغو قاضیانو له ډلې و چې د زرګونه سیاسي زندانیانو په محاکمو کې یې برخه اخیستې ده.

هغه مهال دا زندانیان په مرګ او اعدام محکوم شول.

د بشري حقونو سازمانونه رییسي په بشر ضد جنایتونو تورنوي او نوموړی د امریکا له خوا د بندیزونو په لېست کې هم شامل دی.

کارپوهان وایي، که رییسي ګټونکی شي، د لویدیځ پرضد به د ایران لهجه نوره هم تونده شي.

د ایران په ولسمشریزو ټاکنو کې یو تن کاندید ابراهیم رئیسي
د ایران په ولسمشریزو ټاکنو کې یو تن کاندید ابراهیم رئیسي

څه باندې ۵۹ میلیونه درې لکه لس زره کسان په دغو ټاکنو کې د رای اچولو په شرایطو برابر ګڼل شوي دي، خو ټاکنو کې د خلکو د ګډون کچه له ۳۷ نه تر ۴۷ فیصدو پورې بلل شوې ده.

د ګډون دا کچه ځکه ټیټه وه چې په ایران کې دننه او بهر یو شمېر سیاسي ډلو دا ټاکنې تحریم کړې وې.

دې ټاکنو پلویان او مخالفان درلودل. دوو تنو رایه ورکوونکو حمید لطفي زاده او پري میرامام فرانس پرېس اژانس ته ویلي: "ما رایه ورنه کړه، دلیل یې دا و چې څلور کاله مخکې مې هم رایه ورکړې وه، خو وضعیت بدتره شو. دا ځل مې فکر وکړ چې د رایې نه ورکول ممکن ښه وي.

-ما د دې لپاره رایه ورکړه چې ایرانۍ یم، مسلمانه یم، دا مې دنده ده، دا مې هېواد دی، باید دا کار مې کړی وای."

د ایران په ولسمشریزو ټاکنو کې رایې ورکوونکې
د ایران په ولسمشریزو ټاکنو کې رایې ورکوونکې

د رایې اچونې مرکزونه پرون جمعه (د غبرګولي ۲۸مه) سهار پرانیستل شول او د شپې تر ناوخته خلاص وو.

د ښار پر شوراګانو د څارونکي پلاوي مشر احمد نادري خبریالانو ته ویلي چې په ځینو ولسوالیو کې رایې په پيسو اخیستل شوي دي.

ده ویلي، که دا تورونه ثابت شي، په هماغو مرکزونو کې به چې د رایو پېر او پلور شوی دی، رایې باطلې شي.

XS
SM
MD
LG