د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۲

د واک خلا او د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته اخیستلو ۱۰۲یمه کلیزه


جلال اباد کې د خپلواکۍ ورځ لپاره چمتوالی
جلال اباد کې د خپلواکۍ ورځ لپاره چمتوالی

نن د افغانستان د خپلواکۍ ورځ ده. دا ورځ په داسې وخت کې یو شمېر خلک نمانځي چې په کابل کې د واک خلا ده.

طالبانو دا ښار د یکشنبې په ورځ ونیو، ولسمشراشرف غني په پټه له افغانستانه ووت او پرون د متحد عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزارت وویل چې د بشري خواخوږۍ پر بنسټ یې ښاغلي غني ته په خپل هېواد کې ځای ورکړی دی.

ښاغلي غني څو ساعته وروسته له یاد اعلان څخه وروسته په یوه ویډیویي پیغام کې وویل چې پر دې کار کوي چې بېرته هېواد ته ستون شي.

نوموړي وویل: "زه د تېښتې او جلا وطنۍ قصد نه لرم. اوس په اماراتو کې یم څو د وینو د بهیدو او ناورین مخه نیول شوي وي. په مشورو بوخت یم چې افغانستان ته ستون شم او خپلو هڅو ته چې د عدالت د تامین، زموږ په هېواد کې د افغانانو د حاکمیت، د ارزښتونو د بیا ستنېدو او د واقعي اسلامي او د افغانستان د خلکو د ملي ارزښتونو لپاره دي، په ګډه مبارزه وکړو."

ولسمشر غني
ولسمشر غني

ښاغلي غني زیاته کړه چې په تاریخ کې پخوا ملا محمد عمر، عبدالرحمان خان، امیر دوست محمد خان، امیر شېر علي خان او یو شمېر نور مشران وتلي وو، بیا بېرته د ولس خدمت ته حاضر شول.

ولسمشر غني په خپل ویډیویي پيغام چې تېره شپه یې خپور کړ په کابل کې د سولې د روانو هڅو ملاتړ وکړ: "زه له روانو مذاکراتو چې د حکومت له لوري پيل شوي او اوس یې ډاکټرصاحب عبدالله او پخوانی ولسمشر حامد کرزي مخته وړي، حمایت کوم. دا پروسه باید بریالۍ شي."

په کابل کې پرون د حقاني شبکې یوه مشر انس حقاني له پخواني ولسمشر حامد کرزي، د ملي مصالحې د عالي شورا له مشرعبدالله عبدالله، د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار او یو شمېر نورو چارواکو سره وکتل.

د طالبانو نوراکثر مشران په کندهار کې دي چې د سې شنبې په ورځ د قطر د سیاسي دفتر له مشر ملا عبدالغني برادر سره دغه ښار ته ورسېدل.

د افغانستان د خپلواکۍ د یو سل او دوهم کال په درشل کې روانه اوونۍ په جلال اباد، خوست، اسعد اباد او ځینو نورو سیمو کې یو شمېر افغانانو د درې رنګه بیرغ په ملاتړ اعتراضونه وکړل.

طالبانو له اکثرو دولتي ودانیو درې رنګه بیرغ لېرې کړی دی او خپل سپین بیرغ یې د هغه پرځای درولی، خو یو شمېرافغانانو له دې سره مخالفت کړی دی.

د دې مخالفتونو په ترڅ کې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د سې شنبې په ورځ په کابل کې د خپل لومړي خبرې کنفرانس په ترڅ کې وویل چې راتلونکی حکومت به د بیرغ په اړه پریکړه وکړي.

XS
SM
MD
LG