د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۶

د طالبانو له لوري د ښځو پر ورزش بندیز له ګڼو غبرګونونو سره مخ شو


افغانستان کې د کرکټ ښځینه لوبغاړې
افغانستان کې د کرکټ ښځینه لوبغاړې

د استرالیا «اېس‌بي‌اېس» شبکې د طالب چارواکو له قوله لیکلي چې دغه ډله به د ښځو په ورزش کولو بندیز ولګوي.

د طالبانو د فرهنګي کمېسیون مرستیال احمدالله وثیق په دغې مرکه کې ویلي چې ورزش د ښځو لپاره کومه اړینه مسئله نه‌ده.

ښاغلي وثیق دغې مرکه کې ویلي چې مېرمنو ته به اجازه ورنه‌کړل شي چې کرکټ یا نورې هغه لوبې وکړي چې عامه ځایونو کې څرګندې شي.

دغه څرګندونې د افغان ښځینه ورزشکارانو له تندو غبرګونونو سره مخ شوې.

حفیظه بهمني چې د موی‌تای ورزش په برخه کې اووه کلنه تجربه لري، وايي هغې په دې موده کې ډېرې لاسته راوړنې درلودې.

اغلې بهمني د افغانستان په استازیتوب په کورنیو او بهرنیو سیالیو کې ګډون او د ښځو لپاره یوه سپورټي ټولنه د لاسته راوړنو په توګه یادوي، خو وایي د طالبانو دا پرېکړه د ټولو ښځینه ورزشکارانو لپاره د اندېښنې وړ ده.

د افغان نجونې تکواندوکارانې
د افغان نجونې تکواندوکارانې

د هغې په وینا، افغان مېرمنو، په ځانګړې توګه ښځینه ورزشکارانو ۲۰ کاله مبارزه کړې او شاته نه‌ځي.

دا زیاتوي: "موږ به شاته نه‌ځو، زموږ د تېرو ٢٠ کلونو لاسته راوړنې باید له پامه ونه‌غورځول شي او د طالبانو په حکومت غږ کوو چې د نجونو کار او سپورټ ته اجازه ورکړي او د پخوا په څېر خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي."

مېرمن بهمني له طالبانو غواړي چې د ښځو د ورزش په وړاندې خنډ جوړ نه‌کړي.

پروانه عارفي، یوه بله ښځینه ورزشکاره ده چې د وزن پورته کولو په برخه کې فعالیت کوي.

هغه هم د ښځو په ورزش د بندیزونو له لګولو اندېښمنه ده.

وايي دا پرېکړه به هېڅ یوې ښځینه لوبغاړې ته د منلو وړ نه‌وي.

عارفه وايي: "دا هېڅ یوې ښځینه ورزشکارې ته د منلو نه‌ده. زما له نظره د دې پرېکړې په وړاندې به ټولې ښځینه ورزشکارانې ودرېږي او غږ به پورته کړي، ځکه موږ ډېر سخت زحمت ایستلی او په تېرو ۲۰ کلونو کې موږ سخت کار کړی او ډېرې لاسته راوړنې لرو."

ارشیف، یو شمېر افغان ووشو کارانې
ارشیف، یو شمېر افغان ووشو کارانې

اغلې عارفي په نړیوالو هېوادونو غږ وکړ چې په دې برخه کې پر طالبانو فشار راوړي او د ښځو له ورزش سره مرسته وکړي.

خو د طالبانو د فرهنګي کمېسیون مرستیال احمدالله وثیق وویل چې په دې اړه کومه رسمي پرېکړه نه‌ده شوې.

د ښاغلي وثیق په وینا چې روانو شرایطو ته په کتو د ښځو ورزش ته زمینه برابره نه‌ده او ښځې به د اسلامي شریعت سره سم له خپلو حقونو څخه برخه‌منې شي.

ښاغلي وثیق زیاته کړه: "اسلامي امارت د ورزش ملاتړ کوي، هغه که هر ډول ورزش وي، خو تر دې دمه د ښځو د ورزش په اړه څه نه‌دي ویل شوي او رسمي څه نه‌شته، خو اوسنی وضعیت انقلابي حالت دی او د ښځو ورزش ته شرایط مناسب نه‌دي."

یو شمېر وسله‌وال طالبان
یو شمېر وسله‌وال طالبان

له بلې خوا داسې اټکل موجود دی چې استرالیا ښایي د ښځو پر ورزش د بندیز په غبرګون کې د افغانستان د کرکټ له ملي لوبډلې سره پلان شوې ټسټ یا پنځه ورځنۍ سیالۍ لغوه کړي.

وروسته له هغه چې طالب چارواکو پر ښځینه کرکټ لوبډلې د بندیزونو خبره وکړه د فرانسې خبرې اژانس د استرالیا د کرکټ چارواکو له قوله راپور ورکړی چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې سره د نومبر میاشتي سیالۍ د لغوه کېدو سره مخ دي.

افغان کرکټ بورډ لا په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

XS
SM
MD
LG