د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۳

کندهار کې د برېښنا نشتوالي۲۵۰ فابریکې تړلي او ۵ زره کارګر یې په کور کینولي


کندهار کې یوه فابریکه چې د برېښنا د نشتوالي له امله تړل شوې
کندهار کې یوه فابریکه چې د برېښنا د نشتوالي له امله تړل شوې

د کندهار ښار د تېرو څو اوونیو راهیسې برېښنا نه لري چې له امله یې په صنعتي پارک کې ۲۵۰ فابریکې تړل شوي او د څښاک د اوبو د نشتوالي په ګډون خلک له زیاتو ستونزو سره مخامخ دي.

د اګسټ په ۱۵مه نېټه پر افغانستان د طالبانو د واکمنېدو سره د کندهار ښار د برېښنا جریان لومړی ټکنی او وروسته په بشپړه توګه ودرېد.

د کندهار صنعتکاران وايي، د برېښنا د نشتوالي له امله تر ټولو ډېر زیان دوی ته رسېږي چې له امله یې په صنعتي پارک کې د شااوخوا ۲۵۰ فابریکو د تولید چارې دریدلي او شااوخوا ۵ زره کارګر بې کاره شوي دي.

د کندهار د صنعتکارانو د ټولنې مشر حاجي فیض الحق مشکاني ازادي راډیو ته وویل، د کندهار صنعتي پارک ته له تېرو څو کلونو راهیسې د ډېزلي جنراتورونو په مرسته ۱۰ مېګا واټه برېښنا ورکول کېده، خو د شااوخوا درېيو اوونیو راهیسې د ډېزلو د قراداد له ختمېدو وروسته دغه برېښنا په بشپړه توګه پرې شوې.

دی وايي: "د برق د نشتوالي له خاطره تقریبا۲۵۰ فابریکې تړل شوي ۵۰۰ کسان چې په دې فابریکو کې یې کار کاوه هغه بې کاره شوي ، شل زره نور کسان چې په دې فابریکو کې په غیر مستقیم ډول مصروف هغه هم بې کاره شوي متاسفانه دا په داسې نازک حالت کې چې د بې کارۍ کچه لوړه او د توکو نرخونه لوړ شوي."

بل خوا د کندهار ښار اوسیدونکي وايي، د تېرو څو اوونیو راهیسې برېښنا نه لري چې د څښاک د اوبو د نشتوالي په ګډون له زیاتو ستونزو سره مخامخ شوي.

د کندهار ښار د ۹ مې ناحیې اوسیدونکی عبدالباقي له مسولانو د ستونزې د ژر حل غوښتنه کوي: "برق نشته، اوبه نه لرو، زه او زما ماشومانو څو کیلومتره لېرې ځو او ډبو کې اوبه راوړو، غوښتنه مو دغه ده چې دا د برېښنا ستونزه دې ژر تر ژره حل کړي."

په عین وخت کې چارواکي وايي، ستونزه د کجکي د برېښنا د تولید په فابریکه کې ده چې د وچکالۍ او د اوبو د کمښت له امله درېدلې ده.

د کندهار والي محمد يوسف وفا ازادي راډیو ته وویل، د کجکي بند اوبه کښته شوي او د دې ظرفیت نه لري چې برېښنا توليد کړي: "کجکي ته مې خلک واستول اوبه کښته تللي، د ماشينانو مشکلات ډېر دي، بیا مې د برېښنا ریاست قرارداد د تيلو وکړ، د ورځې درې يا څلور ساعته به انشاءالله ماشينان چالانېږي، دا دوه درې ورځې کېږي چې چالانېږي، د فابريکو صنعتي پارک مسولينو سره مې هم بحث وکړ هغه کابل ته تللي، بیا هغو ته هم قرارداد کوو چې د دوی فابریکې چالانه شي او ولس ته د خدمت طریقه برابره شي."

د کندهار ښار لپاره د هلمند له کجکي بنده د برېښنا جریان ۱۸ مېګا واټه دی، دغه راز لس مېګا واټه نوره برېښنا د صنعتي پارک د فابریکو لپاره په کندهار ښار کې د ډیزلي جنراتورونو په واسطه برابرېدل.

د سولري برېښنا دوه نورې پروژې چې تمه وه د کندهار ښار لپاره به برېښنا برابره کړي د پرانېستل کېدو سره-سره د تخنیکي وسایلو د نشتوالي له امله لا هم فعالیت نه شي کولای.

XS
SM
MD
LG