د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۳

اسټرالیايي لوبغاړو د افغانستان په اړه د خپل هېواد د پرېکړې دفاع وکړه


د کرکټ افغان ښځینه لوبغاړي
د کرکټ افغان ښځینه لوبغاړي

اسټرالیايي لوبغاړي وايي، په هغه صورت کې چې طالبان د ښځو د سپورټ مخالفت کوي له افغانستان سره د ټېسټ لوبې د لغوه کولو په اړه د خپل هېواد د کرکټ بورډ د پرېکړې ملاتړ کوي.

د اسټرالیا د کرکټ اداره، کرکټ اسټرالیا وايي، که هغه راپورونه تایید شي چې طالبانو په افغانستان کې د ښځو پر سپورټ بندیز لګولی دی، د نوومبر په ۲۷مه به له افغانستان سره ټېسټ لوبه لغوه کړي.

د افغانستان کرکټ بورډ تېره میاشت وویل چې د ښځو سپورټ ته ژمن دی.

د طالبانو د فرهنګي کمېسیون مرستیال احمد الله وثیق تېره میاشت ازادي راډیو ته ویلي و چې دوی تر اوسه پورې د ښځو د سپورټ په اړه پرېکړه نه ده کړې.

XS
SM
MD
LG