د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۷

والسټریټ ژورنال: د افغانستان له ۳۴ ولایتونو څخه ۲۵یې له وچکالي سره مخ دي


یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
  • والسټریټ ژورنال

والسټریټ ژورنال ورځپاڼې په افغانستان کې د وچکالۍ پر وضعیت لینکه کړې ده.

ورځپاڼه لیکي چې د سږ کال وچکالۍ په افغانستان کې اقتصادي بحران تشدید کړی.

والسټریټ ژورنال وايي دا وضعیت په داسې حال کې پېښېږي چې امریکا د افغانستان مرکزي بانک د ۹،۴ میلیارده ډالرو په ارزښت شتمني کنګل کړې ده.

د افغانستان له ۳۴ ولایتونو څخه ۲۵یې له وچکالي سره مخ دي او دغه وضعیت د هېواد ۱۴ ملیونه وګړي اغېزمن کړي دي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د خوړو او زراعت سازمان یا (FAO) مشر ریچارد ترینچارد ویلي چې دا په افغانستان کې په تېرو ۳۵ تر ۳۶ کلونو کې تر ټولو شدیده وچکالي ده.

ده همداراز ویلي چې دغې وچکالۍ د بزګرانو ژوند هم له اقتصادي ستونزو سره مخ کړی دی.

والسټریټ ژورنال وړاندې زیاتوي چې د افغانستان ۱۲ سلنه ځمکه د کرنې لپاره مناسبه ده، خو د دغه هېواد ۸۰ سلنه نفوس پر زراعت او بڼوالۍ متکي دی.

د ورځپاڼې له قوله چې په افغانستان کې د طالبانو نوی حکومت لا نه‌دی توانېدلی څو وزګاره او بې‌وزله خلکو ته چې له دغې وچکالۍ ځورېږي د کار زمینې د مساعدولو په برخه کې کومه کړنلاره وړاندې کړي.

ورځپاڼې د وچکالۍ په زیاتېدو سره د افغانستان او ایران ترمنځ د اوبو پر سر د اختلاف موضوع ته هم اشاره کړې.

ورځپاڼې ویلي چې په کابل کې تر طالبانو مخکې افغان حکومت او د ایران ترمنځ د اوبو پر سر لانجه وه، خو ایران پر طالبانو له خپل نفوسه کار اخیست او هڅول‌یې څو په نیمروز کې د اوبو یو بند ته ګواښ پېښ کړي.

  • انډپنډنټ

انډپنډنټ بریتانیوي ورځپاڼې، افغانستان ته د امریکا د بشردوستانه مرستو د ترسره کېدو په اړه مطلب خپور کړی دی.

ورځپانه لیکي چې د امریکا متحده ایالاتو موافقه کړې چې له افغانستان سره به بشري مرستې وکړي، خو دا په دې معنی نه‌ده چې د طالبانو دولت به په رسمیت پېژني.

دا پرېکړه چې امریکا به له افغانستان سره بشري مرستې کوي، د قطر په دوحه کې د طالبانو او امریکا متحده ایالاتو د استازو ترمنځ تر دوه ورځنیو خبرو وروسته اعلان شوه.

دا خبرې د دواړو لورو ترمنځ د اګسټ میاشتې راوروسته له کله چې کابل د طالبانو لاس ته لوېدلی، په لومړي ځل ترسره کېږي.

د ورځپاڼې له قوله په داسې حال کې امریکا د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته د بشري مرستو د دوام خبره کوي چې دغه هېواد کې د طالبانو په واکمنېدو سره د بشر حقونه په تېره بیا د ښځو حقونه محدود شوي دي.

د طالبانو حکومت په هڅه کې دی څو په نړیواله سطح په رسمیت وپېژندل شي او دا وړتیا پیدا کړي چې له بالقوه اقتصادي ماتې سره مبارزه وکړي.

XS
SM
MD
LG