د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۵

امریکا هڅه کوي د اسراییل او عرب هېوادونو ترمنځ د 'ابراهام تړونونه' پراخ شي  


د ابراهام تړونونو
د ابراهام تړونونو

د اسرایل، متحده عرب اماراتو او امریکا د بهرنیو چارو وزیران نن چهارشنبه په واشنګټن کې درې اړخیزې خبرې کوي.

د دوی د خبرو په اجنډا کې به د ایران موضوع هم شامله وي.

واشنګټن هڅه کوي چې د اسرائیل او عرب هېوادونو ترمنځ د اړیکو عادي کېدو بهیر پراخ شي.

د ایران مسالې د اسرائیل او د خلیج د ځینو هېوادونو د نږدې کېدو له موضوع سره مرسته کړې ده.

د امریکا متحد ایالاتونه هڅه کوي چې د اسراییل او عرب هېوادونو ترمنځ د اړیکو عادي کېدو موافقې چې د ابراهام تړونونو برخې ګڼل کېږي- پراخې شي.

ابراهام تړونونه په تېره سېپټمبر میاشت کې په سپینه ماڼۍ کې د اسراییل، متحده عرب اماراتو او بحرین د رهبرانو ترمنځ ترمنځ لاسلیک شول.

په بله میاشت کې اسرائیل او سوډان هم د خپلو اړیکو د عادي کولو د موافقې اعلان وکړ، مراکش هم په ډسمبر میاشت کې له اسراییل سره ډپلوماتیکې اړیکې پیل کړې.

فلسطیني چارواکو ویلي چې له دوی سره د ځینو عرب هېوادونو له خوا ناځواني شوې ده، ځکه دوی بې له دې چې د فلسطیني دولت د تشکیل په برخه کې د پرمختګ غوښتنه وکړي، له اسراییل سره یې موافقې وکړې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي د سې شنبې په ورځ ویلي، واشنګټن هیله من دی چې له دې سره به د اسراییل او فلسطین ترمنځ د شخړې په حل کې پرمختګ وشي.

د امریکا د متحدو ایالاتونو پخواني ولسمشر، ډونالډ ټرمپ د ابراهام تړونونه د خپلې ادارې لپاره یوه لاسته راوړنه بللې ده.

د بایډن ډله که څه هم د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادارې له پالیسیو سره اختلافات لري، خو د ابراهام تړونونو امتیاز یې د ټرمپ ادارې ته ورکړی او هغه انتقادونه یې له پامه غورځولي چې ګواکې د اړیکو عادي کولو موافقې، د فلسطینیانو ناوړه وضعیت له پامه غورځولی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه لوړ رتبه چارواکي د نوم نه ښوولو په شرط ویلي، د ابراهام تړونونه کولی شي د منځني ختیځ له لا سوله ییز او سوکاله کېدو سره مرسته وکړي.

د امریکا د متحدو ایالاتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن به د اسرائیل د بهرنیو چارو له وزیر یایر لاپید او د متحده عرب اماراتو د بهرنیو چارو له وزیر شیخ عبدالله بن زاید النهیان سره هم په ګډه او هم په جلا- جلا ډول وګوري.

درې واړه وزیرانو تېره میاشت په خپلو کې یوه انلاین مناسبت کې هم خبرې کړې وې.

XS
SM
MD
LG