د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۷

ملګري ملتونه: مه پرېږدئ چې افغانستان کې ترهګر پر نشه يي توکو پيسې وګټي


ارشیف؛ افغان کروندګر د تریاکو ویستلو په حال کې
ارشیف؛ افغان کروندګر د تریاکو ویستلو په حال کې

تر دوو مياشت ډېر وخت تېر شوی چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو له نشه يي توکو او جرمونو سره د مبارزې ادارې يا UNODC خپل فعاليتونه په ټپه درولي، خو د دې ادارې مشرې په خپلو تازه خبرو کې له نړیوالې ټولنې غوښتي چې افغانستان کې دې د نشه يي موادو موضوع جدي وګڼي.

د دې ادارې مشرې مېرمن ګاډا وېلي، د ملګرو ملتونو له نشه يي موادو سره د مبارزې کمېسيون په کلنۍ غونډه کې وويل، په افغانستان کې تر وروستيو بدلونونو وروسته ترهګرې او جرمي ډلې هڅه کوي چې د نشه يي موادو له لارې پيسې ترلاسه کړي.

مېرمن وېلي وايي، په افغانستان کې د نشه يي موادو ستونزه د نړیوالې ټولنې جدي پاملرنې ته اړتیا لري.

هغې زیاته کړې: " ترهګر او جرمي ډلې د نشه يي موادو د رواجولو لپاره له هر فرصته ګټه اخلي، په تېره بیاد افغانستان له حالته چې اوس يې بدلون موندلی دی. افغانستان په ۲۰۲۰ ميلادي کال کې د نړۍ په سلو کې ۸۵ تارياک توليدول، له همدې امله د افغانستان اوسنيو حالاتو ته په کتو سره، د نشه يي موادو د قاچاقو او جرمونو د پراختيا د مخنيوي لپاره بېړنيو اقداماتو ته اړتيا ده چې دا هېواد د ترهګرو په پټن ځايونو بدل نه شي او د مالي سرچينو مخه يې ونيول شي."

د نشه یي موادو ځینې تولیدونکي
د نشه یي موادو ځینې تولیدونکي

د ملګرو ملتونو دا اداره وايي چې په نړۍ کې د نشه يي موادو قاچاق کوونکو، ترهګرو او جرمي شبکو لاسونه سره ورکړي چې دې کار د نشه يي موادو توليد او قاچاق ډېر کړی دی.

په افغانستان کې د وروستيو بدلونونو، په تېره بيا نشه يي موادو د قاچاقو په اړه اندېښنې په داسې وخت کې راپورته کېږي چې د طالبانو د حکومت يوه مقام د کابل تر نيولو درې ورځې وروسته وويل چې له نشه يي موادو سره به جدي مبارزه وکړي، خو تراوسه پورې د طالبانو د حکومت له خوا د نشه يي موادو په اړه مشخصه ستراتيژي او پروګرام نه دی اعلان شوی.

د ملګرو ملتونو له نشه يي موادو سره د مبارزې د څېړنې او تحقيق د برخې مسووله انجيلامي وايي چې دوی پر يوه وخت په افغانستان کې د کوکنارو کښت او ګاونډيو هېوادونو کې د نشه يي موادو د قاچاقو وضعيت له نژدې څاري.

نوموړې زیاتوي: "موږ د افغانستان وضعيت څارو، د کوکنارو د کښت لپاره شرایط بدلون مومي، په راتلونکي فصل کې به ووينو چې له دې وضعيت سره د بزګرو چلند څه ډول دی؟ موږ هم د نشه يي موادو د قاچاقو بهېر او د نشه يي موادو نيول ارزوو، څو ووينو چې په ۲۰۲۱ميلادي کال کې لاس ته راغلي تارياک په افغانستان کې پاتې کېږي او که بهر وړل کېږي. دا به هم ووينو چې د خرڅلاو بازار يې څنګه دی، موږ به ډېر ژر خپلې څېړنې له کمېسيون سره شريکې کړو."

ارشیف؛ هلمند کې یو تن بزګر د کوکنارو په کښت کې په کار بوخت دی
ارشیف؛ هلمند کې یو تن بزګر د کوکنارو په کښت کې په کار بوخت دی

په پام کې ده چې ملګري ملتونه تر بلې مياشتې پورې په افغانستان کې د نشه يي موادو د وضعيت په اړه راپور خپور کړي، خو دا څرګنده نه ده چې دا راپور به د کومو معلوماتو پر بنسټ چمتو شوی وي، ځکه تردې مخکې به په افغانستان کې د نشه يي موادو د وضعيت په اړه راپور د دې ادارې، د افغانستان دولت او امريکا متحده ايالاتونو د قانون د عملي کولو ادارې په ګډه همکارۍ چمتو کېده، اوس دا راپور په داسې حال کې چمتو کېږي چې له دې درېيو ادارو دوې ادارې له دوو مياشتو راهيسې په افغانستان کې فعاليت نه کوي.

ددې راپور غږیزه بڼه د لاندې تړوني په کېکاږلو سره واورئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:04 0:00
مستقیم لېنک

  • 16x9 Image

    محمد ایاز ترنک

    محمد ایاز ترنک (Mohammad Ayaz Tarnak) په افغانستان کې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو د افغانستان څانګې خبریال دی چې د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه ورکوي.

XS
SM
MD
LG