د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۱

اسټرالیا له افغان کرکټ لوبډلې سره یوازنۍ ټسټ لوبه وځنډوله


ارشیف، د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې یو شمېر لوبغاړي د استرالیا په یوه لوبغالي کې د لوبې پر مهال
ارشیف، د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې یو شمېر لوبغاړي د استرالیا په یوه لوبغالي کې د لوبې پر مهال

د اسټرالیا د کرکټ چارواکو نن تأیید کړې تر څو چې په افغانستان کې وضعیت نه‌وي معلوم له افغان لوبډلې سره یوازنۍ پلان شوې ټسټ لوبه ځنډوي.

د دې پرېکړې لوی علت په افغانستان کې د طالبانو بیا واکمنېدل او ورسره راغلي تحولات یادېږي.

اسټرالیا ویلي چې د یادې لوبې د ځنډېدو بل علت دا دی چې په افغانستان کې د نجونو پر ورزشي فعالیتونو بندیز لګول شوی دی.

د اسټرالیا د کرکټ چارواکو دا هم ویلي که په افغانستان کې ښځینه کرکټرانو ته د لوبې او ورزش اجازه ورنه‌کړل شي، دا لوبه به همداسې وځنډوي.

د اسټرالیا د کرکټ ادارې په اعلامیه کې راغلي: "په افغانستان او نړۍ کې د ښځینه‌وو او نارینه‌وو د کرکټ د ودې لپاره ژمن یو، خو په افغانستان کې روان ناڅرګند حالت ته په کتو تر هغو چې وضعیت نه‌وي معلوم لوبه ځنډوو."

مخکې پلان دا وو چې د افغانستان د کرکټ ملي ټیم به د نومبر په ۲۷مه له اسټرالیا سره خپله یوازنۍ ټسټ لوبه په هوبارټ ښار کې وکړي.

تیم استرالیا در یک بازی تست
تیم استرالیا در یک بازی تست

د اسټرالیا د کرکټ مسؤلینو مخکې په سپټمبر کې د طالبانو له‌خوا د ښځو د کرکټ په بندولو باندې تُندې نیوکې کړې وې او ګواښ‌یې کړی و چې له افغانستان سره به ټسټ لوبه لغوه کړي.

د اسټرالیا د کرکټ تیم کپیتان ارون فینچ ویلي چې د افغانستان له کرکټ تیم ملاتړ کوي څو وده وکړي او د ټسټ لوبې ته به بیا ژر وخت وټاکل شي.

فینچ د کرکټ د نړیوال شل اووریز جام د لوبو په لړ کې رسنیو ته وویل: "دا د کرکټ نړۍ ته ډېره مهمه ده چې موږ وینو په ځانګړې توګه په وړو فارمټونو کې څومره د افغانستان د کرکټ تیم په نړۍ تأثیر پرېښودی."

د افغانستان کرکټ بورډ بیا وايي، د اسټرالیا له کرکټ بورډ سره د ګډې پرېکړې له مخې د دواړو هېوادونو ترمنځ د کرکټ ټسټ لوبه د لنډ وخت لپاره ځنډول شوې ده.

د افغانستان د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک نن ازادي راډیو ته وویل، دغه پرېکړه د اسټرالیا د بوخت مهالوېش له مخې شوې ده.

په پام کې وه د افغانستان او اسټرالیا د کرکټ ټیسټ لوبه د نوامبر میاشتې پر ۲۷مه به هوبارت ښار کې وشي.

فرید هوتک زیاته کړه چې افغانستان تل هڅه کړې چې کرکټ لوبه له سیاست څخه جلا وساتي.

د افغانستان کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک
د افغانستان کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک

د کرکټ نړیوال شل اووریز جام تر پیل مخکې د کرکټ نړیوالې شورا ویلي و چې افغان ټیم د نورو لوبډلو په شان په نړیوال جام کې لوبېږي او دوی یې ملاتړ کوي.

که څه هم طالبانو ژمنې کړي چې د خپلې تېرې دورې سختې کړنې به نه‌تکراروي، خو په هېواد کې دننه او بهر ګڼ افغانان د روان وضعیت په اړه اندېښمن دي.

افغانستان دا مهال د کرکټ په نړیوال شل اووریز جام کې حضور لري او تر دې دمه‌یې په دغه جام کې له نامیبیا او سکاټلند دوه لوبې ګټلې دي.

خو له دې سره سره کابل د نړیوالو له‌خوا تر فشار لاندې دی که په نیوزیلنډ کې د ښځو په نړیوال جام کې برخه وانه‌خلي، د سپورټ په ډګر کې به پرې بندیزونه ولګول شي.

XS
SM
MD
LG