د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۵

متقاعدین: طالبان دې زموږ ستونزې راحل کړي؛ طالبان: تقاعد به یې ژر ورکړل شي


ارشیف، یو شمېر متقاعدین
ارشیف، یو شمېر متقاعدین

ځینې متقاعدین دوی ته د تقاعد د حقوقو له نه ورکړې شکایت لري او وایي چې ورځې او میاشتې یې د تقاعد ریاست د ودانۍ مخې ته تېرې کړې، خو د تقاعد څرک یې و نه لګېد.

د دوی په خبره، د تقاعد له پیسو پرته د عاید بله هېڅ سرچینه هم نه لري او د هوا په سړیدو سره له جدي اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

د دې متقاعدینو له ډلې محمد زمان ازادي راډیو ته وویل: "له دوو کلونو راهیسې مې د خپل تقاعد پیسې نه دي اخیستي، په دې موده کې مې څه باندې سل ځلي د تقاعد ریاست ته مراجعه کړې، خو وایي چې پیسې نشته. اوس له چارواکو غواړم چې زموږ دې ستونزې ته دې رسیدنه وکړي. "

محمد زمان د مخکیني حکومت او د طالبانو حکومت دواړه د خلکو د ستونزو په حل کې په بې غورۍ تورنوي.

وزیر خان چې د دولت یو بل متقاعد مامور دی وایي، اته میاشتې دمخه یې د تقاعد د اخېستو لپاره خپل کارډ سپارلی، خو تراوسه یې نه د تقاعد پیسې لاسته ورغلي او نه هم د تقاعد کارډ.

نوموړی وايي: "تقریباً دوه کاله کېږي چې د تقاعد پیسې مې نه دي اخیستي. د تقاعد نوی کارډ مې واخېسته او اته میاشتې مخکې مې همدا کارډ ور وسپاره چې خپل تقاعد واخلم، خو تر اوسه یې هم حال معلوم نه دی."

وزیر خان تور پورې کوي چې په دولتي ادارو، په ځانګړي ډول د تقاعد په ریاست کې له کاغذ پرانۍ او خلکو سرګردانولو پرته بل هېڅ کار نشته.

د مخکیني حکومت د مالیې وزارت چارواکو ویلي و چې د کرونا ویروس د خپرېدو او قرنطین له امله به د متقاعدینو د ۱۳۹۹ کال د تقاعد پیسې د طی مراحلو او بایومټریک پرته ورکړي، خو اوس د متقاعدینو ستونزې ته د طالبانو د حکومت ځواب څه دی.

د مالیې وزارت
د مالیې وزارت

د طالبانو د حکومت مالیي وزارت ازادي راډیو ته وویل: "د متقاعدینو د تقاعد پیسې پخوا د برېښنايي تذکرو له مخې ورکول کېدې، اوس موږ په تمه یو چې دا سیسټم فعاله شي. د مالیي وزارت چارواکو د احصایې له ملې اداری سره خبرې کړي او هغوی ویلي چې ډېر ژر به دا سیستم فعاله شي چې د دې سیستم په فعالېدو سره به د متقاعدینو پیسې هم ورکړل شي."

دا لومړی ځل نه دی چې د متقاعدینو حقونه په خپل وخت نه ورکول کېږي، بلکې وړاندې له دې هم د دولت متقاعدو مامورینو په ټاکلي وخت د خپلو حقونو له نه ترلاسه کولو او په دغه برخه کې د فساد له موجودیته شکایت کړی.

د مخکیني حکومت د مالیي وزارت د خزاینو د عمومي ریاست د معلوماتو پر بنسټ، په ټوله کې څه باندې ۱۵۴ متقاعدین د مالیې وزارت په سیسټم کې ثبت دي چې څه باندې ۱۹ زره یې په ولایتونو کې دي.

د یادونې وړ ده چې په افغانستان د طالبانو په واکمنېدو سره دولتي برحاله مامورینو هم خپل د څو میاشتو معاشونه نه وو اخیستي، خو پرون د طالبانو د حکومت د مالیې وزارت اعلان وکړ چې د ټولو دولتي مامورینو د درې میاشتو معاشونه به یو ځای ورکړي.

XS
SM
MD
LG