د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۶

هلمند کې د بُست تصدۍ تر اوږده ځنډ وروسته خپل فعالیت بیا پیل کړ


ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري
ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

هلمند کې تر میاشتو ځنډ وروسته د بُست تصدۍ تر اوږده ځنډ وروسته خپل فعالیت پیل کړی دی.

د بُست تصدۍ لپاره د طالبانو لوري ټاکل شوي مشر حافظ ارشاد وايي، د دې فابریکې د بېرته فعالیت څخه‌ يې هدف د پنبې کاروبار او کرکېلې ته وده ورکول دي او په وینا یې خلکو ته د کار زمینه برابرول دي.

د بُست تصدۍ د ۳۰ زره ټنه مالوچو د پروسس وړتیا لري، د تېر جمهوري نظام پر مهال په ۱۳۹۹ کال کې د هغه مهال د دولت له لوري فعاله شوه چې په دې وروستیو کې بیا د د طالبانو د حکومت په راتګ سره بنده شوه.

د افغانستان د ماليې وزارت چارواکي وايي، سږ د بُست تصدۍ ۲۶۰ افغانۍ بودجه لري چې له بزګرانو به تر څلور زره ټنه پورې خامه پنبه وپېري.

د هلمند بُست تصدۍ ۵۳ کاله وړاندې د حضرت محمد ظاهرشاه د واکمنۍ پرمهال جوړه شوې ده، د مالوچو ترڅنګ، غوړي، صابون او کونجاړه تولیدوي.

د بُست تصدۍ پرانیستل په هلمند کې د بزګرانو او خلکو هیلي هم راټوکولي دي.

هلمندي کرونګر د بُست تصدۍ د بیا فعالېدو اقدام څخه خوښ دي او غوښتنه کوي چې یاد فابریکې ته دې پاملرنه لا زیاته شي.

د دې ولایت بزګر نظر محمد وايي: "سږ د پنبې بیه د نور کلونو پرتله ښه ده ځکه چې مخکې به یوازې دولتي فابریکې پېرل، اوس یې په کندهار کې خصوصي فابریکې هم پیري."

یو تن بل بزګر چې جاوېد نومیږي او دې تصدۍ ته پنبه راوړي وايي: " پنبه اوس په ښه قیمت راڅخه پیري، کیلو په ۶۵ افغانۍ راڅخه پېري، موږ ډېر خوشحال شو."

د معلوماتو پر اساس په لومړي کلونو کې کله چې د حضرت محمد ظاهر شاه په وخت کې کله چې د بُست په نوم دې تصدۍ په لومړي ځل په فعالیت پیل وکړ، نو دوه زره کسانو په کې کار کاوه او تولیدات يې ګڼو اسیايي هېوادونوته انتقالېدل، خو د دې تصدۍ د کارکوونکو شمېر اوس مهال ۱۱۴ تنه دي.

XS
SM
MD
LG