د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۶

د معتادینو د درملنې د مرکز کارکوونکي: ۵ میاشتې کېږي معاشونه مو نه‌دي اخیستي


د معتادو ښځو د درملنې مرکز
د معتادو ښځو د درملنې مرکز

د معتادینو د درملنې په مرکزونو کې له دوو مياشتو راهيسې د ناروغانو بستري کېدل دوه برابره ډېر شوي دي، ځکه د طالبانو حکومت په ډله ييز ډول معتادین راټولوي او دې روغتيايي مرکزونو ته يې ور ولي.

هاخوا د دې روغتيايي مرکزونو کار کوونکي، په تېره بيا د ښځينه معتادینو د درملنې مرکزونو کار کوونکې بيا دا شکايت کوي چې دوی له څو مياشتو راهيسې معاشونه نه دي اخيستي او له ډېرو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

په دې اړه د معتادو ښځو او ماشومانو د سل بستريز روغتون مشرې ډاکټرې ښایستې حکيم ازادي راډيو ته وويل، که څه هم د دوی کار کوونکي په منظم ډول خپلو دندو ته حاضرېږي، خو معاشونه نه ورکول کېږي او د دوی روغتيايي مرکز له جدي اقتصادي ستونزو سره مخ دی.

اغلې حکیم زیاته کړه: "زموږ کار کوونکو نژدې پنځه مياشتې کېږي چې معاشونه یې نه دي اخيستي، خو بيا هم خپلو دندو ته راځي او خپل مسووليت ادا کوي. زموږ کار کوونکي چې ۳۳ يې ښځينه دي خپلو دندو ته راځي، خو د خدماتو په برخه کې ستونزې لرو، ځکه چې قرارداديان موږ ته سبزيجات، لباس، تېل، د سونګ مواد، درمل او داسې نور مواد نه راوړي، آن دا چې موږ همدا اوس د سونګ مواد نه لرو، زموږ کوټې سړې دي."

په هرات کې د ښځینه معتادینو د درملنې مرکز
په هرات کې د ښځینه معتادینو د درملنې مرکز

ازادي راډیو وغوښتل چې د دې موضوع په اړه د عامې روغتيا وزارت نظر هم وپوښتي، خو د دې وزارت چارواکي د پرله پسې اړیکو سره-سره بيا هم خبرو ته حاضر نه شول.

پر افغانستان د طالبانو تر واکمنۍ مخکې د معتادینو ۸۵ روغتيايي مرکزونو فعالیت کاوه چې يوه برخه لګښت يې د امريکا متحده ايالاتونو له نشه يي موادو سره د مبارزې ادارې، ملګرو ملتونو او کولمبو پلان ورکاوه، خو اوس دا مرستې بندې شوي دي.

پخوا د معتادینو د درملنې مرکزونو لګښت د افغانستان د پرمختيايي بودجې له خوا ورکول کېده، خو پخواني حکومت د ۱۴۰۰لمریز کال په لومړیو مياشتو کې يوه طرحه چمتو کړې وه چې له مخې به يې د دې مرکزونو معاشونه له عادي بودجې ورکول کېږي، خو اوس چې د طالبانو حکومت راغلی څرګنده نه ده چې د معتادینو د درملنې د کار کوونکو معاشونه او نور مالي لګښتونه به له کومې مالي سرچينې څخه ورکول شي؟

د معتادینو د درملنې يوه مرکز کارکوونکې مريم صميمي وايي چې د معاشونو نه ورکول دوی له جدي اقتصادي ستونزو سره مخ کړي دي.

نوموړې زیاتوي: "څلورنيمې مياشتې کېږي چې موږ معاشونه نه دي اخيستي او له معاشونو پرته د معتادينو د درملنې په مرکزونو کې دنده اجرا کول ګران کار دی. ژمی دی او زموږ روغتون هم سوړ دی، ان دا چې داسې هم پېښ شوي چې موږ له کوره بيا تر دفتره پورې د تګ راتګ ورځنۍ کرايه هم نه لرو."

د معتادینو د درملنې په مرکزونو کې سلګونه ډاکټران او نور پرسونل کار کوي، دوی په کال کې د ۴۵ زره معتادینو درملنه کوي چې په ۴۵ ورځو کې د هر معتاد د درملنې لګښت پنځه ويشت زره افغانۍ کېږي.

د دې راپور غږیزه بڼه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره واورئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:36 0:00
مستقیم لېنک

  • 16x9 Image

    محمد ایاز ترنک

    محمد ایاز ترنک (Mohammad Ayaz Tarnak) په افغانستان کې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو د افغانستان څانګې خبریال دی چې د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه ورکوي.

XS
SM
MD
LG