د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۰

د افغانستان د ناشرانو ټولنه: د چاپ او خپرولو په کاروبار کې ۹۰ سلنه کموالی راغلی


ارشیف، کابل کې یوه چاپ خونه
ارشیف، کابل کې یوه چاپ خونه

د افغانستان د خپرونکو یا ناشرانو ټولنه وايي، پر افغانستان د طالبانو له بیاخلي واکمنېدو راهیسې په دې هېواد کې د کتابونو د چاپ او خپرولو په کاروبار کې ۹۰ په سلو کې کموالی راغلی دی.

د افغانستان د بېلابېلو چاپخونو مسؤلین هم وايي، کارونه‌یې ولاړ دي او د مطبعو زیات شمېر کارکوونکي یې په کورونو ناست دي.

په کابل کې د یوې چاپخونې چالان ماشینونه چې اوس ښايي یوازې د خرابېدو له وېرې په میاشت کې یو ځل چالان شي، خو د چاپ همدا ماشینونه مخکې د ورځې په ساعتونو ساعتونو چلېدل.

اوس‌يې مسؤلین وايي، د چاپ کارونو د نه‌موجودیت له امله ډېرې مطبعې بندې شوې دي.

د افغانستان د چاپخونو د ټولنې مرستیال شاکر صمیمي ازادي راډيو ته وویل: "اوسنی حکومت د چاپ لپاره هېڅ نه‌لري چې له امله‌يې د چاپخونو کارونه پر مخ ولاړ شي، که څه هم دا د تېر حکومت میراث دی، خو اوس مهال کارونه بېخي په ټپه درېدلي دي، د چاپ په ماشینونو مو ترپالونه راکش کړي دي او خاورې دوړې پرې ناستې دي."

دی وايي، که څه هم د تېر حکومت پر مهال هم چاپخونې د کارونو له نه‌موجودیت سره مخ وې ځکه پخوانیو چارواکو په کابل او ولایتونو کې د ۱۵۰ چاپخونو له موجودیت سره سره په بهرنیو ملکونو په ځانګړي ډول ګاونډيو هېوادونو کې چاپ چارې ترسره کولې.

د چاپخونو مسؤلین په داسې حال کې د چاپ د کارونو د درېدو له امله شکایت کوي چې د کتاب پلورونکو په خبره، په افغانستان کې په دې ورستیو کې د کتاب لوستنې فرهنګ هم زیانمن شوی.

فیصل په کابل کې د یو خصوصي پوهنتون محصل دی.

دی وايي، که څه هم مطالعه‌يې خوښېږي خو اوس د پیسو د نه‌لرلو له امله نه‌شي کولای کتابونه واخلي.

ارشیف، کابل کې د کتاب یو نندارتون
ارشیف، کابل کې د کتاب یو نندارتون

دی وايي مخکې به‌يې لږترلږه د میاشتې څلور پنځه بېلابېل کتابونه پېرل او لوستل: "ما د خپلې ښې راتلونکې هیله درلوده او فکر مې کاوه چې ښې ورځې راروانې دي، خو یو ناڅاپه هر څه بدل شول او زموږ هیلې هم خاورې شوې، اوس له مطالعې او لوست سره هغه پخوانۍ مینه نه‌لرم."

فیصل فکر کوي چې پر افغانستان د طالبانو له بیاځلي واکمنۍ سره افغانستان شا تګ وکړو او دی باور نه‌لري چې هڅې به‌يې پایله ورکړي.

د بې‌کارۍ زیاتېدل او اقتصادي ستونزې بل لامل دی چې د کتاب لوستنې په فرهنګ‌يې منفي اغېز کړی دی.

د کابل اوسېدونکی فقیر محمد له ۱۲م ټولګي فارغ شوی، خو د لوړو زده‌کړو لپاره‌يې ځکه تابیا نه‌شته چې کاروبار یې نه‌شته او اړ دی د خپلې کورنۍ لپاره ورځ مزدوري وکړي.

دی وايي: "زه د مطالعې زیات شوقي وم، خو اوس د کتابونو لوست ته وخت نه‌لرم ځکه سهار وختي د کار په لټه له کوره وځم او ماښام ستړی ستومانه کور ته راستنېږم، نو د کتاب لوستنې لپاره هېڅ وخت او شیمه نه‌شته."

د کابل کتاب پلورونکي هم د کاروبار له نشتوالي سر ټکوي.

د دې ښار په جوی شیر سیمه کې لږترلږه ۱۴۰ کتابپلورنځي شته.

په دې سیمه کې د کتاب پلورونکو د ټولنې مسؤل اکبر عظیمي وايي لا د کتابونو د لوست فرهنګ سم نه‌و غوړېدلای چې په هېواد کې سیاسي بدلون رامنځته شو او دې کم غوړېدلي فرهنګ سخت زیان ولید.

ښاغلی عظیمي زیاتوي: "د کتابونو پلور ډېر کم شوی دی، دلته د کتابونو د پلور زیات شمېر پلورنځي تړل شوي دي، عواید کم شوي دي او همدا لامل دی چې زیات شمېر کتاب پلورونکو خپل کارونه پرېښي دي."

په ورته وخت کې د افغانستان د خپرندویه ټولنو رئیس سید احمد سعید وايي، د خپرندویه ټولنو کاروبار د له‌منځه تلو له ګواښ سره مخ دی او له دې حالته د وتلو کومه لار هم نه‌شته.

دی وايي په افغانستان کې تر ۲۰۰ خپرندویه ټولنو او ۵۰۰ کتاب پلورونکو فعالیت کاوه، خو اوس‌مهال په سلو کې ۲۰ يې خپل کاروبار بدل کړی او له ۱۰ تر ۱۵ سلنې يې هېواد پرېښی دی.

ارشیف
ارشیف

ښاغلي سعید وویل: "اوس چې د افغان حکومت واګې د طالبانو په لاس کې دي باید په دې اړه ځانګړې پرېکړه وکړي او دې مسایلو ته پام راواوړي، دوی تر اوسه دې برخې ته هېڅ پام نه‌دی کړی او همدا لامل دی چې ۹۰ په سلو کې د کتاب چاپونې او خپرولو کاروبار خراب او په ټپه درېدلی دی."

دی وايي د تېر جمهوري نظام پر مهال په دې هېواد کې بېلابېلو اکاډمیکو بنسټونو او دولتي او خصوصي پوهنتونونو فعالیت کاوه چې د کتاب لوستنې په برخه کې يې مثبت اغېز کړی و، خو اوس‌مهال د دغه بنسټونو فعالیتونه کم شوي او د کتاب د پلور په بازار يې هم منفي اغېز کړی دی.

هڅه مو وکړه په دې اړه د طالبانو حکومت نظر هم واخلو، خو ویاندویانو يې زموږ پوښتنې ځواب نه‌کړې، خو څه موده وړاندې د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند بلال کریمي ازادي راډيو ته ویلي و چې حکومت د مطبعو د بیا فعالیت او د لوست فرهنګ لپاره هڅه کوي.

XS
SM
MD
LG