د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۲ غبرګولی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۵

سټار انډ سټرايبس: پر افغان خاوره د پاکستان بمبارۍ کې ملکيان وژل شوي


په افغانستان کې د پاکستان د وروستیو بریدونو له امله لسګونه کسانو ته مرګژوبله اوښتې.
په افغانستان کې د پاکستان د وروستیو بریدونو له امله لسګونه کسانو ته مرګژوبله اوښتې.

یو شمېر لوېدیځو ورخپاڼو د افغانستان پر کونړ او خوست ولایتونو د پاکستاني ځواکونو د جمعې د ورځې د بریدونو په اړه لیکنې خپرې کړي دي.

مېل:

د بریتانیا مېل ورځپاڼې دا بریدونه د پاکستان له لوري د افغانستان طالب واکمنانو ته توند ځواب بللی چې د پاکستان په وینا د دغه هېواد وسله والو مخالفانو ته یې په خپله خاوره کې ځای ورکړی دی.

ورځپاڼې لیکلي چې پاکستان په افغانستان کې د ملکي وګړو د وژل کېدو د تور په اړه له څه ویلو ډده کړې او د دې پر ځای یې طالبان تورن کړي چې د پاکستان خلاف د حملو مخه نه نیسي.

سټارز انډ سټرايبس:

سټارز انډ سټرایبس ورځپاڼې هم په دې موضوع په لیکنه کې ویلي چې پر خوست او کونړ ولایتونو د پاکستاني الوتکو په بمبارۍ کې ملکیان وژل شوي دي.

د ورځپاڼې پر اساس، پاکستان تر دې دمه په کونړ اوخوست ولایتونو کې د ملکي وګړو مرګ ژوبلې تایید کړي نه دي او د دې پر ځای یې افغان طالبان تورن کړي چې د پاکستان پر خاوره یې د پاکستاني طالبانو د حملو د مخنیوي لپاره اقدام نه دی کړی.

دې ورځپاڼې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې دا برخه رااخیستې چې وايي:«ترهګر په خلاص لاس د افغانستان له خاورې څخه په استفادې په پاکستان کې حملې کوي.

سټارز انډ سټرایبس د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې الفاظ د معمول خلاف توند بللي دي. ځکه چې پر پاکستان ډېر ځلې تور پورې شوی چې په تېرو شلو کلونو کې یې په خپله خاوره کې افغان طالبان ساتل.

ورځپاڼه وايي، تراوسه څرګنده نه ده چې ایا د پاکستان نوی صدراعظم شهباز شریف به هم د مخکیني صدراعظم عمران خان په شان د طالبانو ملاتړی وي او که نه.

ورځپاڼې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له لوري د پاکستان د سفیر احضارېدو ته هم اشاره کړې او د طالبانو د حکومت د ویندوی ذبیح الله مجاهد دا خبره هم خپره کړې چې پاکستان ته په خطاب کې یې ویلي چې دا هېواد باید د افغانانو حوصله ونه ازمويي او هغه تېروتنه تکرار نه کړي چې نورو کړې ده.

دې ورځپاڼې په یوه بله برخه کې د پاکستان د سولې د مطالعاتو انستیتیوت په قول لیکلي چې د سږ کال د مارچ میاشتې تر پایه په پاکستان کې ۵۲ بریدونه شوي چې د تېر کال د ورته مودې په پرتله په سلو کې ۳۵ ډېر دي.

د دغو بریدونو مسوولیت یا د پاکستاني طالبانو تحریک او یا داعش په غاړه اخیستی دی.

د دغه انستیتیوت د اجرايي ريیس امیر رعنا په وینا، د طالبانو او داعش حملو سږ کال مرګ ژوبلې ډېرې اړولي. د ده د انستیتیوت پر اساس، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د وسله والو ډلو فعالیتونه څاري، سږ کال ۱۵۵ تنه وژل شوي حال دا چې تېر کال ۶۸ تنه وژل شوي وو.

XS
SM
MD
LG