د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۲

موسسې: ډېرى افغان کورنۍ په وچه ډوډۍ روژه ماتوي


آرشیف: په کابل کې وچې ډوډۍ ته منتظرې مېرمنې او ماشومان
آرشیف: په کابل کې وچې ډوډۍ ته منتظرې مېرمنې او ماشومان

سېف دي چلدرن موسسه وايي، چې سږنۍ روژه د افغانانو لپاره تر ټولو سخته روژه ده.

د دې ادارې پر اساس، د معمول خلاف چې په روژه ماتې کې به د افغانانو پر دسترخوان څو ډوله خواړه وو، سږ کال ډېرى افغانان په وچه ډوډۍ روژه ماتوي.

سېف دي چلدرن وايي، سږنۍ روژه د بېوزلۍ او سختې لوږې د ډېرېدو له کبله د افغانانو لپاره تر ټولو سخته روژه وه.

سېف دي چلدرن پرون په یوه بیان کې وویل، له کله چې د تېر کال په اګست کې طالبان واک ته رسېدلي افغانستان له شدید اقتصادي بحران سره مخامخ دی او له دې کبله د افغانستان نیمايي وګړي په تېره بیا ماشومان په نس نه مړېږي.

دا اداره وايي، په افغانستان کې د خوړو کموالی او بېوزلي په روانه روژه کې لا څرګنده شوه.

عموماً افغانان د روژه ماتې لپاره ډیر او متنوع خواړه چمتو کوي خو سږ کال ډېر لږ افغانان د داسې دسترخوان وس لري.

په افغانستان کې د سېف دي چلدرن سیمه ییزې ريیس کریس نیاماندي وايي: "سږ کال د روژه د ډېرو کورنیو لپاره خورا متفاوته وه. د روژې په میاشت کې د ورځې په پای کې اکثره افغان کورنۍ روژه ماتی په څو ډوله خوراکونو کوي. خو دا ځل کورنۍ موږ ته وايي چې د پخوا په شان د خپلو ماشومانو روژه ماتی نه لري. ځینې ورځې خو دوی روژه یوازې په وچه ډوډۍ ماتوي."

نیاماندي همداراز وايي، حتي تر روژې مخکې ګڼو کورنیو نه شوای کولی چې خپلو ماشومانو ته درې وخته خواړه برابر کړي.

دوی له خپل خوراکي پروګرامه یو یا دوه وخته ډوډۍ ایستلې او د خوړو اندازه یې هم کمه کړې ده.

د سېف دي چلدرن پر اساس، ډېری افغان کورنیو خپل ماشومان اړ ایستلي چې کار وکړي او دا ماشومان په ځینو مواردو کې د ورځې یوازې ۷۲ سینټه ګټي.

XS
SM
MD
LG