د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۳

په افغانستان کې د بیزو تڼاکو مشکوکو پېښو ثبتېدل؛ ایا درملنه یې شونې ده؟


د بیزو تڼاکې ساري ناروغي چې لومړی ځل افریقايی هېوادونو کې خپره شوې، خو اوس یې د نړۍ په ۲۲ هېوادونو کې ۲۰۰ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
د بیزو تڼاکې ساري ناروغي چې لومړی ځل افریقايی هېوادونو کې خپره شوې، خو اوس یې د نړۍ په ۲۲ هېوادونو کې ۲۰۰ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

په کابل او نیمروز کې د بیزو تڼاکو د ځینو مشکوکو پېښو په ثبتېدلو سره، متخصص ډاکتران وايي، چې د دې ناروغیو علایم د عضلاتو درد، سر خوږی او بې حالي ده.

د کرونا ویروس له خپرېدو دوه کاله وروسته نړۍ اوس له یو بل ویروس سره لاس او ګریوان ده.

د بیزو تڼاکې ساري ناروغي چې لومړی ځل افریقايی هېوادونو کې خپره شوې، خو اوس یې د نړۍ په ۲۲ هېوادونو کې ۲۰۰ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

تازه يې په کابل او نیمروز کې هم مشکوکې پېښې ثبت شوې دي.

د بیزو تڼاکې څه ډول ناروغي ده او څه علایم لري؟

د افغان – جاپان روغتون د ډاکترانو مشر او د ساري ناروغیو متخصص طارق احمد اکبري وايي، دا ویروس په ویروس ککړ شخص او یا حیوان نه له تنفسي لارو سرایت کوي.

د نوموړي په خبره دا ناروغي له ۱۴ تر ۲۱ ورځو پورې په انسان کې پاتې کېږي او پرې اخته کس د عضلاتو د درد، سر خوږي او بې حالي علایم لري.

هغه زیاته کړه: "د میمون تڼاکې ناروغي له مخ شروع کېږي او د بدن نورو برخو ته خپرېږي، دا د تڼاکو د کورنۍ غړې ده، که څه هم شدت یې ډېر کم او عفونیت یې هم محدود دی او کومه خاصه درملنه یې هم نه شته خو دا ثابته شوې، چې واکسین یې ۸۵ سلنه د مخنیوي لپاره ګټور دی."

په ورته وخت کې د طالبانو د عامې روغتیا وزارت وايي، په افغانستان کې ثبت شوې پېښې مشکوکې دي او لا نه ده ثابته شوې، چې دا همغه ناروغي ده او که نه.

د دغه وزارت وباند جاوید هژیر وايي: "کوم واقعات چې په کابل او نیمروز کې زمونږ د سرویلانس ټیمونو له خوا کشف شوي، مشکوکې دي او تر اوسه کومه قطعې واقعه نه لرو، د دغو مشکوکو واقعوو د وضاحت او وقایويي تدابیرو په خاطر دا ناروغان د روغتیايي ټیمونو تر څارنې لاندې او په قرنطبین کې دي."

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت مسوولانو ازادي راډیو وویل، چې په افغانستان د بیزو تڼاکې مشکوکې پېښې په هغو کسانو کې لیدل شوي، چې له ایرانه راستانه کړل شوي دي.

د دوی په خبره، له ایران نه د افغانانو د ستنېدنې له امله، ښايي دا مشکوکې پېښې په راتلونکو ورځو کې ډېرې شي.

XS
SM
MD
LG