د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۱۱

د زده‌کوونکو نجونو کیسې؛ شریفه


د شریفې یو یاداښت چې ازادي راډیو ته‌یې استولی او لاندې یې متن له کوم بدلون پرته، د دې له قوله لیکل شوی دی.
د شریفې یو یاداښت چې ازادي راډیو ته‌یې استولی او لاندې یې متن له کوم بدلون پرته، د دې له قوله لیکل شوی دی.

زه مخکې د ښوونځي زده‌کوونکې وم.

مکتب ته تللم هره ورځ. ځان سره مې ډېرې هیلې درلودلې چې زه به په راتلونکي کې یوه ښه ښوونکې شمه.

یوه ښه ډاکتره شم او خپل راتلونکي او نوي نسل ته خدمت وکړم. هم به کورنۍ سره اقتصادي مرسته وکړم او هم به خپل وطن ته خدمت وکړم، خو اوس چې کله زه جګېږمه زه راتلونکې ته هېڅ هیله نه‌لرم.

ما ته زما ټولې هیلې مړې شوې دي. ژوند خو ټول په هیله کېږي. اوس چې کله زه هیله نه‌لرم ما ته ټول ژوند ناامېده شوی دی، اوس ژوند راته هېڅ معنی نه‌لري.

زه فقط دعا کوم چې بېرته زموږ مکتبونه خلاص شي او موږ وکولای شو بېرته راتلونکي ته هیله‌منې شو او ژوند ته امېد پیدا کړو.

خپل ټولګیوال بېرته ووینو، خپل ښوونکي بېرته ووینو. لاړ شو هره ورځ مکتب ته او یو نوی شی له خپل استاد او ټولګیوالو څخه زده کړو.

هيله ده انتظار وکړئ
Embed

No media source currently available

0:00 0:01:43 0:00
XS
SM
MD
LG