د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۱

د افغانستان د خپلواکۍ کالیزه؛ افغانان د دې ورځې په اړه څه وايي؟


ارشیف: کابل کې د خپلواکۍ د ورځې نمانځلو یو انځور -August 19, 2021
ارشیف: کابل کې د خپلواکۍ د ورځې نمانځلو یو انځور -August 19, 2021

نن د افغانستان د سیاسي خپلواکۍ د بېرته ګټلو ۱۰۳ مه کالیزه ده.

د افغانستان د سیاسي خپلواکي د بېرته ګټلو ۱۰۳ کالیزه داسې مهال رارسېږي چې په دغه هېواد طالبان واکمن دي.

یو شمېر افغانانو له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل، د سږکال خپلواکۍ د ورځې لپاره ځانګړي مراسم نه دي نیول شوي او هر څه بې خونده دي.

د ارزګان ولایت اوسېدونکي احسان الله وايي، سږ کال له ملي بیرغ پرته خپلواکي هېڅ خوند نه لري.

هغه وویل: "ما خو چې ولیدل تر اوسه چمتوالی نه شته، پخوا به چې دا ورځ راتله خلکو به ډېر چمتوالی ورته نیولو، بیرغونه به یې راویستل خو سږ کال هغه هم نه شته. ولس تر اوسه کوم چمتوالی نه دی نیولی او چا ورته اجازه هم نه ده ورکړې."

د کندز ولایت اوسېدونکی مبین بیا چمتوالی کمرنګه بولي او وايي خلک ناهیلي شوي.

هغه وویل: "په کندز ولایت کې د طالبانو لخوا د خپلواکۍ ورځ نماځل کېږي خو د افغانستان درې رنګ بیرغ په کې نه شته، دغې چارې ډیر خلک ناهیلې کړي دي. هر کال به ډېر خلک راوتل او دغه ورځ به یې په شاندارو مراسمو سره نماځله."

له دې سره خوا کې د طالبانو حکومت په یوې خبرپاڼه کې د خپلواکۍ ورځ د مبارکې ترڅنګ ویلي چې د طالبانو حکومت د افغانانو ټولو تاریخي ارزښتونو ته درناوی او ساتنه یې کوي په داسې حال کې چې د افغانستان درې رنګ بیرغ د دوی له حاکمیت راپدېخوا له پام غورځول شوي او ان ځیني وختونه د ملي بیرغ په تړاو یې کسان ډبولي او شکنجه کړي هم دي.

ذبیح الله مجاهد
ذبیح الله مجاهد

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد خپلواکۍ ورځې د چمتوالی او همداراز د هغه ادعاو په اړه چې طالبانو ځیني کسان د ملي بیرغ په تړاو ګواښلي د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته وویل: "استقلال د ټولو افغانانو لوی افتخار ده او دا ورځ به نن ټول نماځي. په ټولو ولایتونو کې د کابل په شمول لویې غونډې په پام کې نیول شوي دي او افغانان به دغه ورځ د خپلې تاریخي ورځې په حیث ونمانځي او هغه مسایل چې اختلافي اړخونه لري، امنیتي ځواکونو د توصیه تر کچې ټول ته وايي، دا د امنیتي ځواکونو له خوا خلکو ته زه یو توصیه بولم چې کوم جنجال پېښ نه شي."

د افغانستان د خپلواکۍ ۱۰۳ کالیزه داسې مهال رارسېږي چې له دې وړاندې به په تېرو کلنو کې د خپلواکۍ مراسم په شاندارو مراسمو سره د افغانستان په ګوټ ګوټ کې نماځل کېده، خو سږ کال دغه ورځ او نمانځل یې له تېر کلنو سره توپیر لري.

XS
SM
MD
LG