د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۰

د سېلابونو دوام؛ ننګرهار او لغمان کې ۷ کسان مړه شوي


د سېلابونو له امله رامنځته شوې ويجاړۍ
د سېلابونو له امله رامنځته شوې ويجاړۍ

طالب چارواکي وايي، په تېره ورځ او شپه کې په ننګرهار او لغمان کې د سېلابونو له امله لږ تر لږه اووه کسان مړه شوي دي.

د افغانستان په شاوخوا لسو ولایتونو کې سخت سېلابونه راوتلي دي چې خلک يې له کړاوونو سره مخ کړي دي.

په همدې حال کې یو شمېر سېلاب ځپلي خلک وايي چې مرستې ته منتظر دي.

بي بي جماله چې د ننګرهار ولايت د مرکز جلال اباد ښار اوسېدونکې ده وايي، د سېلاب له امله يې کور ويجاړ شوى او د مرستې په تمه ده.

نوموړې وايي: "موږ هیڅ نه‌لرو، زما د زوی کور جلا و. دا زما کوټه وه او دا بله کوټه د دوی وه، موږ خپل سامانونه هلته پرېښودل، خو هر څه سېلاب له منځه یوړل."

خلک بېړنيو مرستو ته اړتيا لري.
خلک بېړنيو مرستو ته اړتيا لري.

میراجان چې د ننګرهار ولایت یو بل اوسېدونکی دی وايي، سېلاب د دوى کور وران کړى او اوس د سرپناه په لټه کې دى.

ښاغلی ميراجان وايي: "زموږ کور په بشپړ ډول سېلاب لاندې کړی دی. موږ خپل سر او ماشومان بچ کړل نور هر څه مو له لاسه ورکړل. موږ د ژوند کولو لپاره هیڅ نه‌لرو."

بل‌خوا د طالبانو د حکومت د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت وايي، چې په افغانستان کې سېلابونو يو ځل بيا له خلکو قرباني اخیستې او هم یې درانه مالي تاوانونه ور اړولي دي.

د دغه وزارت ویاند محمد نسیم حقاني د شنبې په ورځ رسنیو ته په یوه استولي پیغام کې وویل چې، د دغو سېلابونو له امله شپږ تنه په ننګرهار او یو بل په لغمان کې وژل شوي دي.

حقاني ويلي: "دې سېلابونو ستر مالي زیانونه هم اړولي دي. په سلګونو کورونه په بشپړه یا په جزي توګه ویجاړ شوي دي. د سېلابونو په پایله کې زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه هم لاندې شوې ده. د ارزګان، کندهار، زابل، میدان وردګو، ننګرهار، لغمان، پنجشېر او پروان په ګډون په شاوخوا لسو ولایتونو کې سېلابونه راوتلي دي."

د رئيس الوزرا اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر
د رئيس الوزرا اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر

بل‌خوا د طالبانو د حکومت د رئیس الوزرا د مرستیال ملا عبدالغني برادر دفتر وايي، چې د شنبې په ورځ د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې کمېسیون په غونډه کې له سېلاب ځپلو سره د بېړنیو مرستو د وېش په اړه خبرې وشوې.

د دغه دفتر د یوې خبرپاڼې په یوه برخه کې ویل شوي، چې په تېره یوه میاشت کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې سېلابونو ۱۹۴ کسان وژلي او ۲۶۵ نور یې ټپیان کړي دي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې د سېلابونو په پایله کې ۶۰۰ زره جریبه کرنیزه ځمکه له منځه تللې او زرګونه څاروي له منځه تللي دي.

په داسې حال کې چې طالب چارواکي وايي چې له زيانمنو سره يې لومړنۍ مرستې کړې، يو شمېر سېلاب ځپلو د مرستو په وېش کې له ځنډ څخه شکايت کړى او يو شمېر نور بيا وايي چې مرستې مستحقو کسانو ته نه رسېږي.

XS
SM
MD
LG