د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۵۷

"ژمنو ته خیانت" کتاب؛ د یو افغان ژباړن د سترګو لیدلی حال او خاطرې


عبدالجمیل حسن له ځینو امریکايي او افغان چارواکو سره په افغانستان کې د دندې پر مهال
عبدالجمیل حسن له ځینو امریکايي او افغان چارواکو سره په افغانستان کې د دندې پر مهال

"ژمنو ته خیانت" د افغان ژباړن عبدالجمیل حسن کتاب چې په دې وروستیو کې چاپ او بازار ته وړاندې شوی دی.

دا کتاب چې امریکايي او ائتلاف ځواکونو سره د یو افغان ژباړونکي د کار خاطرې او د تخلیې پروسې د سترګو لیدلی حال دی، تازه په امریکا کې د «الایف بوک پبلېشېنګ»، (Alive Book Publishing) په نوم د کتاب خپرولو شرکت له‌خوا چاپ شوی دی.

ښاغلي حسن چې اوږده موده‌یې په افغانستان کې له امریکايي او ائتلاف ځواکونو سره کار کړی، د خپل کتاب د منځ‌پانګې په اړه چې پېژندل شوي امریکايي جنرال ډېوېډ پتریوس سریزه کښلې ده، وايي: "د کتاب اصلي کیسه د تخلیې د پروسې په اړه ده چې د تخلیې په پروسه کې کومې ستونزې مونږ وګاللې، ما څومره زده‌کړې کړي، څنګه مې زده‌کړې کړي، څنګه ترجمان شوم او د ترجماني په برخه کې کومې ستونزې په ما تېرې شوې."

دا کتاب ۲۴۲ مخه دی او په د په رنګه ډول چاپ شوی، چې د لیکوال د کار د مهال او تخلیې بهیر عکسونه هم په کې دي.
دا کتاب ۲۴۲ مخه دی او په د په رنګه ډول چاپ شوی، چې د لیکوال د کار د مهال او تخلیې بهیر عکسونه هم په کې دي.

ښاغلی حسن وايي، له یادو مسایلو سربېره په دې کتاب کې په افغانستان د طالبانو له بیاځلي واکمنېدو وروسته کوم محدودیتونه چې په افغانانو لګېدلي او د یو شمېر نورو اړوندو مسایلو یادونه هم شوې ده.

نوموړی د دې کتاب د لیکلو او چاپولو د هدف په اړه وايي: "نړۍ باید هغه افغان کډوالو ته چې د تېر کال د پېښې نه وروسته کډوال شوي او په نورو هېوادونو کې په کمپونو کې ژوند کوي، خصوصاً په متحده عربي اماراتو او قطر کې چې یو کال‌یې پوره شو دغو ته باید پاملرنه وکړي، په خپلو پالېسیو کې یو څه نرمښت راولي او بدلون راولي او افغانانو ته امریکا، کاناډا یا هم نورو هېوادونو ته د تګ، مېشتېدو یا اقامت زمینه برابره کړي."

حسن دغه‌شان وايي، په دې کتاب کې په افغانستان کې د مېشتو افغانانو د ژوند بېلابېلو نورو ستونزو او ناخوالو ته هم اشاره شوې ده.

په کتاب پېژندل شوي متقاعد امریکايي جنرال ډېوېډ پټریوس چې په امریکا، عراق او افغانستان کې یې په لوړو پوځي پوستونو کې کار کړی، سریزه کښلې ده.

پټریوس د خپلې سریزې په یوې برخه کې لیکلي: "په دې کتاب کې چې ډېر الهام بخښونکی دی له یوې خوا د ګڼو موضوعاتو په اړه کره وضاحت ورکړل شوی او له بل لوري د نهیلې‌توب او ستومانتیا انعکاسوونکی دی او زمونږ پام زمونږ هغو مسؤلیتونو ته اړوي چې تر ډېره بریده ناتمامه پاتې دي."

عبدالجمیل حسن له ځینو امریکايي او افغان چارواکو سره په افغانستان کې د دندې پر مهال
عبدالجمیل حسن له ځینو امریکايي او افغان چارواکو سره په افغانستان کې د دندې پر مهال

" ژمنو ته خیانت کتاب" ۱،۰۰۰ ټوکه چاپ شوی او په همدې شمېر په انلاین ډول خرڅ شوی هم دی او د لیکوال په خبره، د غوښتنو پر بنسټ به د ناشر شرکت له‌خوا نور هم چاپ شي.

دا کتاب ۲۴۲ مخه دی او په ساده او رنګه ډول چاپ شوی چې د لیکوال د کار د مهال او تخلیې بهیر عکسونه هم په‌کې دي.

دا کتاب چې په انګرېزي ژبه دی له چاپ‌یې یوازې څو اوونۍ تېرېږي او لیکوال وايي، هوډ لري پښتو او دري ته‌یې هم وژباړي.

د «الایف بوک پبلېشېنګ»، (Alive Book Publishing) په نوم د کتاب خپرولو شرکت عمومي عملیاتي رئیس اېرېک جانسون بیا ازادي راډیو ته په یو رالېږلي غږ کې چې د لیکوال په همکارۍ اخیستل شوی د دغه کتاب په اړه ویلي: "ژمنو ته خیانت یو ډېر مهم کتاب دی ځکه له یوې خوا زمونږ د یو داسې متحد د سترګو لیدلی حال دی چې ژوند یې له ګواښ سره مخ و او له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو خورا بې‌مسؤلیته وتل‌یې خپله تجربه کړي دي او له بل لوري د امریکا د تر ټولې اوږدې جګړې حقایق په منظمه توګه څرګندوي."

حسن وايي، په دې کتاب کې په افغانستان کې د مېشتو افغانانو د ژوند بېلابېلو نورو ستونزو او ناخوالو ته هم اشاره شوې ده.
حسن وايي، په دې کتاب کې په افغانستان کې د مېشتو افغانانو د ژوند بېلابېلو نورو ستونزو او ناخوالو ته هم اشاره شوې ده.

په افغانستان د طالبانو په بیاځلي واکمنېدو او له دغه هېواده د بهرنیو ځواکونو په وتلو سره د امریکا په ګډون د ډېری هېوادونو افغان کارکوونکي د تخلیې په بهیر کې انتقال شول، خو ډېر شمېر لا هم په افغانستان کې دي چې وايي له بېلابېلو ګواښونو سره مخ، خو تر اوسه‌یې د ویستلو په برخه کې اقدام نه‌دی شوی.

ازادي راډیو مخکې په بېلابېلو راپورونو کې په دې اړه له یو شمېر دوی سره خبرې کړې دي.

تازه هم یو تن له دوی چې نه‌غواړي نوم‌یې واخیستل شي ازادي راډیو ته وویل چې لا هم په کابل کې دی، له ګواښ سره مخ او وخت په وخت خپل ځای بدلوي.

هغه وايي: "زمونږ ملګري تقریباً دوه درې یې ګیر کړل، یو یې غوښتی و وظیفې ته، د شپې یې په مرموز ډول مړ کړی و بیا یې ویلي و زړه‌یې درېدلی و، نو په دغه مشکلاتو کې یو نو، چاره نه‌شته څه وکړو."

امریکایانو سره د یو ژباړن خور چې نه‌یې غوښتل د امنیتي ستونزو له امله‌یې نوم په راپور کې واخیستل شي، مخکې ازادي راډیو سره په خبرو کې ویلي و: "پلار جان مې ازاد کار و بار کاوه، په دې جرم چې زوی یې ترجمان و او له امریکایانو سره‌یې کار کړی و او د هغو عقایدو پر بنسټ چې د اماراتو کسانو درلودل هغه‌یې له کور وویست او ویې‌واژه. اوښی مې هم د یو خصوصي بانک مرستیال او ډاکتر و او په دې دلیل چې زمونږ د کورنۍ غړی و، طالبان راغلل او هغه‌یې هم په همدې ډول وواژه."

دا په داسې حال کې ده چې افغانستان کې د امریکا د افغان متحدانو د ژوند د خوندیتوب په اړه طالبانو په وار وار ویلي چې د خپل مشر د عمومي عفوې فرمان ته ژمن دي او خلک باید له وېرې هېواد پرې نه‌ږدي، خو په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ دفتر یوناما بیا مخکې په خپل یو راپور کې ویلي، د طالبانو د سرپرست حکومت غړو د اګسټ له ۱۵مې د جون تر ۱۵مې نېټې پورې یوازې د پخواني حکومت لږ تر لږه ۱۶۰ چارواکي وژلي او په دې کار سره‌یې هغه عفوه په دوامداره توګه نه‌ده عملي کړې چې دوی اعلان کړې وه.

طالبانو هغه مهال دا راپور هم رد کړی و.

په ورته وخت کې هغوی چې له افغانستان ایستل شوي هم دي، د نورو هېوادونو په کمپونو کې په دېر بد وضعیت کې ژوند کوي او د ژر انتقال غوښتونکي دي.

خو امریکا په وار وار ویلي چې د خپلو افغان کارکوونکو ویستلو ته ژمن دي.

د امریکا حکومت وايي چې ۱۲۴ زره افغانان‌یې له دې سره سره له افغانستانه د هوا له لارې ایستلي چې د تخلیې د عملیاتو په ترڅ کې د کابل په هوايي ډګر کې انتحاري برید وشو او د ۱۳ امریکايي پوځیانو په ګډون‌یې لسګونه ملکي افغانان ووژل.

د یادونې ده چې د امریکا د کانګرس په استازو جرګه کې، د جمهوري غوښتونکو له‌خوا هم ډېر انتقادونه په دې کېږي چې امریکا له افغانستان د خپلو ځواکونو د ایستلو په ترتیباتو کې پاتې راغلې او خپل متحدان‌یې هم په میدان پرېښودل.

خو سپینې ماڼۍ تل له افغانستانه د خپلو ځواکونو د ایستلو ننګه کړې ده.

له افغانستان د ناټو او امریکايي ځواکونو د ویستلو بهیر د اګسټ په ۱۵مه د طالبانو له‌خوا د کابل تر نیولو ورسته پیل او د همدې میاشتې په ۳۰مه نېټه بشپړ شو.

XS
SM
MD
LG