د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۱

د ماشومانو د ملاتړ مؤسسه: پاکستان کې د سېلابونو له امله لسګونه زره افغان ماشومان بې‌کوره شوي


پاکستان کې سېلاب ځپلو ته جوړ شوی کمپ
پاکستان کې سېلاب ځپلو ته جوړ شوی کمپ

د ماشومانو د ملاتړ موسسه یا (Save The Children) وايي، په پاکستان کې لسګونه زره افغان کډوال وروسته تر دې بې‌کوره شوي چې د کډوالو اړوند کمپونه یې وروستیو سېلابونو ویجاړ کړل.

بلوچستان، سند او خیبر پښتونخوا هغه سیمې دي چې د ماشومانو د ملاتړ موسسې یا (Save The Children) له قوله، د ۱،۳ میلیونه افغانانو کورونه په‌کې دي.

د ماشومانو د ملاتړ موسسې په یوه راپور کې چې د جمعې په ورځ یې خپور کړ لیکلي، د دې افغان کډوالو سم نیمايي ماشومان دي.

خو په همدې سیمو کې وروستیو سېلابونو هغه افغانان خورا ډېر وځپل چې د کډوالو په کمپونو کې مېشت وو.

د ماشومانو د ملاتړ موسسه وايي، سېلابونو د هغو افغانانو کورونه نړولي چې په افغانستان کې په دویم ځل واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته، پاکستان ته کډوال شول.

سېلابونو له امله د پاکستان په ډېری سيمو زرګونه کورونه ويجاړ شول.
سېلابونو له امله د پاکستان په ډېری سيمو زرګونه کورونه ويجاړ شول.

د دې موسسې د راپور پر بنسټ، په بلوچستان کې څه باندې ۳۱۰ زره افغان کډوال ژوند کوي چې د اټکل له مخې، سېلابونو یې د ۶۵۰۰۰ کورونه په بشپړه توګه ویجاړ کړي او ډېر نور یې زیانمن شوي دي.

" پاکستان کې یې کور سېلاب یوړ او په شته مځکه پاتې شو"

د ماشومانو د ملاتړ موسسه د یوه افغان کډوال ۴۵ کلن میرویس له قوله چې ۱۱ میاشتې وړاندې له خپلې مېرمنې او دوو کوچنیانو سره د کډوالو یو کمپ ته کډه شو لیکي: "له افغانستانه د خراب اقتصادي او امنیتي وضعیت له امله کډه شو، خو په پاکستان کې یې کور سېلاب یوړ او په شته مځکه پاتې شو."

د ماشومانو د ملاتړ موسسې موندلې چې له نیمایي څخه ډېر سېلاب ځپلې کورنۍ په خېمو یا لنډمهاله سرپناه کې ویده کېږي او ډېر وختونه له پلاسټېک جوړ شویو خونو پرته هیڅ سرپناه نه‌لري.

دا موسسه اندېښنه ښيي چې د سېلاب ځپلو کډوالو کورنیو کې ماشومان پاکو اوبو ته لاس‌رسی نه‌لري او تر څنګ یې د ګواښوونکو ناروغیو لکه ملاریا، نس ناستې او د حشراتو له جدي خطر سره مخ دي.

ډېری سېلاب ځپلي چې کورونه يې ويجاړ شوي، کمپونه ورته جوړ شوي، خو د ژمي په راتلو سره اندېښمن دي.
ډېری سېلاب ځپلي چې کورونه يې ويجاړ شوي، کمپونه ورته جوړ شوي، خو د ژمي په راتلو سره اندېښمن دي.

د ماشومانو د ملاتړ موسسه په پاکستان کې د خپل ځايي مشر خرم کوندل له قوله لیکي، سېلابونو له کډوالو ټول هغه څه اخيستي چې وړاندې یې درلودل.

له طالب چارواکو مو په پاکستان کې د سېلاب ځپلو افغانانو د وضعیت او د دوی د لاس‌نیوي په اړه وپوښتل، خو مسؤلو چارواکو ځواب را نه‌کړ.

پاکستاني حکومت د وروستیو سېلاب ځپلو سره د مرستو لپاره غوښتنه کړې، خو وايي تر اوسه یې د خپل ټاکل شوي هدف یوازې ۳۷ سلنه مرسته په لاس راوړې چې د ماشومانو د ملاتړ موسسې دا یوه اخلاقي ماتې بللې ده.

XS
SM
MD
LG