د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۰

سوداګرۍ خونه: د سپين بولدک – چمن دروازې تړل کېدل سوداګرۍ ته ميليونه افغانۍ زيان اړوي


ارشيف
ارشيف

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، د سپین بولدک - چمن دروازې د تړل کېدو له کبله نه یوازې افغان سوداګرو ته د ملیونونو افغانیو په ارزښت زیان اوړي، بلکې د افغانستان په بازارونو کې به د ځینو موادو د بیو لوړېدو سبب هم شي.

د دغې خونې د مدیره هیئت غړي خان جان الکوزي، پرون ناوخته ازادۍ راډیو ته وویل، چې د دې دروازې تړل پاتې کېدل به د غذايي موادو د خوسا کېدو سبب شي.

له بده مرغه په دواړو خواوو کې زموږ په سلګونو موټر درېدلي دي."

نوموړي وويل: "د موټرو لار تړلې ده. لا پرانیستل شوې نه‌ده. دا موږ ته لوی زیان دی. له بده مرغه په دواړو خواو کې زموږ په سلګونو موټر درېدلي دي. په ځانګړي ډول زموږ د تازه مېوې وخت دی. د انارو او ترکاریو وخت دی. له هغې خوا هم زیات مالونه چې راځي د خرابېدو په حال کې دي، دا کار دواړو لوریو هم د افغانستان خصوصي سکټور او هم پاکستان ته زیان اړوي. دواړو لوریو ته هره ورځ په ملیونونو افغانۍ او کلدارې زیان اړوي."

خان جان الکوزی
خان جان الکوزی

د سپین بولدک- چمن دروازه وروسته له هغې وتړل شوه، چې تېره یکشنبه (د نوامبر میاشتې پر ۱۳مه) یوه وسله‌وال کس د پاکستان پر سرحدي پوځیانو ډزې وکړې.

د راپورونو له مخې په نتیجه کې یو پاکستانی سرتېری ووژل شو او دوه نور ټپیان شول.

په هغه ویډیو کې چې پر ټولنیزو شبکو خپره شوې په شخصي کالیو کې یو تن خپله تفنګچه راباسي او پر خلکو ډزې کوي.

د حمله کوونکي بشپړ هویت نه‌دی په ډاګه شوی.

له تورخم وروسته د چمن دروازه چې د پاکستان په جنوب غربي ایالت بلوچستان کې پرته ده، د افغانستان او پاکستان ترمنځ مهمه تجارتي لار ګڼل کېږي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د سې شنبې په ورځ په خپل ټویټر کې د یکشنبې ورځې د پېښې په اړه خواشیني وښوده او ویې لیکل، چې په دې اړه د څېړنې لپاره یوه کمېټه ټاکل شوې ده.

په چمن کې د پاکستان د کمیسارۍ مرستیال، عبدالحمید زهري، امریکا غږ ته ویلي، تر هغو چې د پاکستاني سرتېري قاتل دوی ته ونه سپارل شي، د چمن دروازه به تړلې وي.

په همدې حال کې خان جان الکوزی وايي، سیاست باید له تجارت جلا وګڼل شي.

نوموړی وايي: "له بده مرغه باید ووایم چې دا موضوع بیا- بیا تکرارېږي. کله چې یوه سیاسي یا امنیتي ملاحظه پیدا شي، ناڅاپه یې فشار په مستقیم ډول پر اقتصاد راځي."

تر دې مخکې هم چمن او تورخم د نښتو او یو لړ نورو پېښو په صحنو بدل شوي دي.

چارواکو نه‌دي ویلي، چې د سپین بولدک- چمن دروازه به تر کله تړلې پاتې وي.

د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې، په زرګونو افغانان چې ناروغان هم ورسره دي، پر دې دروازه اوښتو ته په تمه دي.

وړاندې له دې یو شمېر افغانانو له ازادي راډیو سره په خبرو کې له دوی سره د پاکستاني سرحدي ځواکونو له ناوړه چلند څخه شکایت کړی دی.

XS
SM
MD
LG