د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۹

افغانستان کې ماينونه او ناچاوده توکي اوس هم د خلکو لپاره ګواښ دی؟


ارشيف
ارشيف

ماینونو او ناچاوده موادو په افغانستان کې په ځانګړي ډول ماشومان له خطر سره مخامخ کړې دي.

د یولس کلن احسان الله یو لاس یې د یوې ناچاودې سرګلولې چاودنې غوڅ کړی دی.

ده فرانس پریس اژانس ته وویل چې له همزولیو سره یې لوبې کولې چې چاودنه وشوه.

نوموړي ويلي: "موږ کرېکټ کاوه. توپ داسې ځای ولاړ چې هلته یوه سرګلوله وه. کله چې مې توپ واچاوه، چاودنه وشوه."

کله چې مې توپ واچاوه، چاودنه وشوه."

د احسان اله اکا، ګل خان وایي چې د ماینونو او ناچاودو موادو ډېر ګواښ ماشومانو ته متوجې دی.

نوموړی وايي: "ماشومانو ته ډېره خطرناکه ده. کله چې موږ په کور کې نه یوو دوی هرې خواته منډې وهي، مدرسې او هرځای ته. ځیني د کار لپاره بهر ته ځي. دا ناچاوده مواد دوی ته ډېر خطرناکه دي."

د ملګرو ملتو ادارې د ماینونو او ناچاوده موادو د چاودنو په ترڅ کې د ماشومانو ټپي کېدو ته ډېره اندېښنه کوي.

افغانستان کې ماينونه اوس د خلکو له‌پاره لوی ګواښ ګڼل کېږي، انځور - ارشيف
افغانستان کې ماينونه اوس د خلکو له‌پاره لوی ګواښ ګڼل کېږي، انځور - ارشيف

د ملګرو ملتو د ماشومانو د ملاتړ صندوق( یونېسف) سږ کال د اپریل په میاشت کې ویلي و چې د طالبانو له بیا واکمنۍ را وروسته د اوو میاشتو په ترڅ کې تر درې سوه ډېر ماشومان ماین وهلي یا ناچاوده مواد پرې چاودلي چې دوی یې یا وژلي یا ټپيان کړي دي، خو یونېسف دا اندېښنه هم ښکاره کړې ده چې ښایي اصلي شمېرې تر دې ډېرې لوړې وي.

"خلک ویره لري ځکه چې ماینونه او بېلابېل چاودېدونکي مواد ځای پر ځای شوې دي."

د هلو ټرسټ د ماین پاکي موسسې یو کار کوونکی حبیب رحمان وایي، که د ماینونو او ناچاوده موادو غم ونه خوړل شي قربانیان به یې ډېر شي.

نوموړی وايي: "خلک ویره لري ځکه چې ماینونه او بېلابېل چاودېدونکي مواد ځای پر ځای شوې دي. پخواني ماینونه هم شته او ناچاوده مواد هم چې د طالبانو له لورې ځای په ځای شوې دي. ډېر خلک زخمیان شوي او که سیمې پاکې نه‌شي خطر ډېر دی."

ارشيف
ارشيف

د هلو افغانستان د پروګرام مدیر فرید همایون وایي، چې یو شمېر ماشومان د خرڅلاو لپاره د اوسپني ټوټې راغونډوي.

ده فرانس پریس ته وویل چې ځیني وختونه له دې کبله چاودنې کېږي.

"د چاودېدونکو موادو او ماشومانو ترمنځ د ارتباط یوه کړۍ ده.

نوموړي ويلي: "د چاودېدونکو موادو او ماشومانو ترمنځ د ارتباط یوه کړۍ ده. موږ دوی ته د اوسپنو راغونډونکي وایو. دا ماشومان اوسپنې راغونډوي چې له بده مرغه داسې پیښې رامنځته کیږي."

ملګرو ملتو په افغانستان کې له ټولو لوریو غوښتي دي چې خپل مسوولیت په ځای کړي او د ماینونو او چاودېدونکو موادو غم وخوري چې د ماشومانو ژوند وژغورل شي.

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتو د ملاتړ صندوق دا غوښتنه هم کوي چې په افغانستان کې دې ماشومانو ته دا زمینه برابره شي چې دوی د هر راز ماینونو او ناچاوده مواو په اړه اطلاعات ترلاسه کړي.

XS
SM
MD
LG