د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱ غبرګولی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۱

د طالبانو د لوړو زده کړو سرپرست وزیر وروستیو څرګندونو غبرګونونه پارولي


ارشیف: د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت سرپرست په توګه د ندامحمد ندیم د معرفۍ غونډې انځور
ارشیف: د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت سرپرست په توګه د ندامحمد ندیم د معرفۍ غونډې انځور

د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو وزارت سرپرست ندا محمد ندیم وروستیو څرګندونو ته د پوهنتون یو شمېر استادانو او ځوانانو تند غبرګونونه ښودلي دي.

د طالبانو د لوړو زده کړو سرپرست وزیر ندا محمد ندیم تازه یوې غونډې ته د وینا پرمهال هغه کسان ممتاز یاد کړل چې په تېرو شلو کلونو کې ډېر ماینونه چوولي وي.

خو د پوهنتون یو شمېر استادان او ځوانان وايي، د نوموړي دې خبرو ناهیلي کړي دي.

په کابل کې د یو خصوصي پوهنتون استاد عبدالوارث رادمان ازادي راډیو ته وویل، دا ډول خبرې ځوانان خپلې راتلونکې ته ناهیلې کوي.

هغه وویل: "دغه ډول بدمرغې خبرې کولای شي چې خطرناکه پایلي ولري. دغه ډول څرګندونې کولای شي چې د افراطیت فرهنګ ته لمن ووهي، په هر هغه ټولنه کې چې افراطیت ته دغه ډول تبلیغ وشي د هغې ټولنې راتلونکی له بده مرغه سمه نه وي."

په ورته وخت کې یو شمېر ځوانان هم د طالبانو د لوړو زده کړو سرپرست وزیر وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې وايي چې دا ډول څرګندونې د ځوانان په روان منفي اغېز کوي.

د کابل ښار یو اوسېدونکی چې نه غواړي د امنیتي ستونزو له امله یې نوم په راپور کې واخیستل شي ازادي راډیو ته وویل: "دغه ډول خبرې د دوی خپله پوهه ښيي، خو د ځوانانو په روح او روان باندې ناوړه اغېزه پرېږدي. زموږ هیله دا ده هغه کسانو چې له دوی سره په خپله ایډیالوژي کې شامل دی احترام دې ورته قایله شي، خو له تحصیل کړیو ځوانانو سره دې نه پرتله کوي د دوی لپاره، ځکه چې په ذهنونو باندې یې منفي اغېز کوي."

د دغه ځوان په خبره، په دې حساسو شرایطو کې باید له دا ډول خبرو ډډه وشي.

د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو وزارت سرپرست ندا محمد ندیم د یکشنبې په ورځ په هرات ولایت کې یوې غونډې ته د تحصیلي اسنادو د ارزولو موضوع ته په اشارې سره د خپلو خبر پر مهال ویلي: "له یو مجاهد څخه چې دستار بندي یې هم کړې وي او شل کاله یې په ستړیا کې تېرې کړي دي، نو ته اوس ورته وايې چې راشه امتحان راکړه او هغه د ټولو مسایلو حافظ هم نه دی، نو ګناه خو به یې دا نه وي چې په تېرو شلو کلونو کې له کفارو سره یې مبارزه کړې. د هغوی د امتیاز درجه به دا وي چې هر څومره یې ډېر ماینونه پټاو(چوولي) کړي وي هغه ډېر ممتاز دی."

د ازادي راډیو خبریال هڅه وکړه چې د ندا محمد ندیم د دې څرګندونو په اړه د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت ویاند ضیا الله هاشمي نظر واخلي، خو نوموړي د دې راپور ته خپرېدو د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې.

دا په داسې حال کې ده، چې په تېره کې هم د طالبانو حکومت د د لوړو زده کړو د سرپرست ندا محمد ندیم ځينې څرګندونې کړي د خلکو له تندو غبرګونو سره مخ شوې وې.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG