د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۴ غبرګولی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۶

افغانستان

وانګ وین بین: د چین وګړي دې ژر له افغانستانه ووځي

د چین ملي بیرغ
د چین ملي بیرغ

د چین حکومت له خپلو وګړو غوښتي چې ژرترژه له افغانستانه ووځي.

د چین د بهرنیوچارو وزارت ویاند وانګ وین بین نن په یوه خبري غونډه کې وویل چې په افغانستان کې روان امنیتي وضعیت ته په پام ټول چینايي وګړي او موسسې دې سمدستي له افغانستانه ووځي.

دا غوښتنه وروسته له هغه کېږي چې په کابل کې پرون د چینایانو پر یو مېلمستون وسله وال برید وشو. په دې برید کې چې پړه یې د اسلامي دولت وسله والې ډلې ومنله د ښاغلي وین بین په وینا ۵ چینايي وګړي ټپیان شوي.

ویاند د طالبانو له حکومته وغوښتل چې د دې برید په اړه هراړخیز او بشپړ تحقیقات وکړي او عاملانو ته یې سزا ورکړي.

د کابل ایمرجنسي روغتون پرون وویل په دې برید کې درې کسان وژل شوي او اتلس نور ټپیان دي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد مخکې ویلي و، چې په پرونۍ حمله کې درې بریدکوونکي وژل شوي او درې بهرني وګړي ټپیان دي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

کرزی د خپل مشر ورور په جنازه کې د ګډون لپاره امریکا ته تللی

د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی
د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی

پخوانی ولسمشر حامد کرزی د خپل مشر ورور قیوم کرزي په جنازه کې د ګډون لپاره د امریکا متحدو ایالتونو ته تللی دی.

کرزي ته نږدې سرچینو نن ازادۍ راډیو ته دا خبره تایید کړه.

قیوم کرزی د ۷۷ کلونو په عمر تېره چهارشنبه ناوخته د امریکا د متحدو ایالتونو په مریلنډ ایالت کې د ناروغۍ له کبله مړ شو.

ویل شوي، د هغه د جنازې مراسم به نن په مریلنډ کې وي.

قیوم کرزی په ۲۰۱۴م کال کې د ولسمشرۍ ټاکنو له کاندیدانو و چې بیا د بل کاندید زلمي رسول په ګټه له خپلې کاندیداتورۍ تېر شوی و.

حامد کرزی چې د خپلو سترګو د درملنې لپاره په جرمني کې و چې له هغه ځایه امریکا ته تللی دی.

ملګري ملتونه: په افغانستان کې مو له څه باندې ۶۵زره سېلاب ځپلو سره مرسته کړې

په بغلان کې سېلاب ځپلي
په بغلان کې سېلاب ځپلي

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام وايي، په افغانستان کې یې له څه باندې ۶۵زره سېلاب ځپلو سره مرسته کړې ده.

د غويي یا ثور میاشتې له ۲۱مې د افغانستان شمال ختیځ، شمال، شمال لوېدیځ او لوېدیځ ولایتونه تر سختو اورښتونو وروسته د سېلابونو بهېدلو شاهدان وو چې سلګونو کسانو ته یې مرګ ژوبله واړوله.

د خوړو نړیوال پروګرام نن په خپله ایکس­پاڼه یا پخواني ټویټر کې لیکلي چې دوی په راروانو اوو میاشتو کې په سېلاب ځپلو سیمو کې د کورنیو د لاسنیوي لپاره ۱۴نیم میلیون امریکايي ډالرو ته اړتیا لري، څو دغه کورنۍ وکړای شي خپل معیشت بېرته احیا کړي.

د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی صندوق یا یونېسف هم نن په خپله ایکسپاڼه کې لیکلي چې وروستیو سېلابونو په افغانستان کې ماشومانو ته فوري او دوامداره خطر پېښ کړی دی.

دغې ادارې د اقلیمي بدلون په وړاندې د مقابلې لپاره د نورې پانګونې غوښتنه کړې چې هم له طبیعي افتونو د ماشومانو د خوندیتوب سبب شي او هم هغه اساسي خدمات پیاوړي شي چې دغه ماشومان ورباندې متکي دي.

طالبانو له پاکستان او ایرانه افغانستان ته د ۲۱۶ کورنیو د ستنېدو خبر ورکړی

له پاکستانه کندهار ته ستانه کړای شوي افغان کډوال
له پاکستانه کندهار ته ستانه کړای شوي افغان کډوال

د طالبانو تر کنټرول لاندې یوې رسنۍ له پاکستان او ایرانه افغانستان ته د ۲۱۶ کورنیو د ستنېدو خبر ورکړی دی.

باختر خبري اژانس نن لیکلي چې پرون "د تورخم له لارې ۷۲، د کندهار د سپین بولدک له لارې ۵۲، د نيمروز د ورېښمو پله له لارې ۴۲ او د هرات د اسلام کلا له لارې ۵۰ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي."

دغې رسنۍ خبر ورکړی چې "۳۰۴ راستنو شويو کسانو ته وړيا سيم­کارډونه وېشل شوي او ۲۹ کورنۍ خپلو سيمو ته لېږدول شوي دي."

له نومبر میاشتې راهیسې له پاکستانه د بې اسناده افغان کډوالو ډله ییز اخراج روان دی، ورسره ایران هم د افغانانو د ایستلو لړۍ ګړندۍ کړې ده.

دوحې درېیمه غونډه؛ کابل کې د ایران مرستیال سفیر یې په تړاو له نیکلاس سره خبرې کړي

په کابل کې د ایران سفارت
په کابل کې د ایران سفارت

په کابل کې د ایران سفارت وايي چې د سفارت مرستیال او د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي د افغانستان په اړه د دوحې درېیمې ناستې په اړه خبرې کړي دي.

سفارت د یکشنبې په ورځ جون ۲مه په ایکس شبکې یا پخواني ټویټر کې لیکلي چې غلام رضا نجاري او توماس نیکلاسن له افغانستان سره د سیمه‌ییزو او نړیوالو همکاریو په اړه بحث وکړ.

تر دې مخکې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي وو چې د دغه وزارت سرپرست امیرخان متقي او نیکلاسن د شنبې په ورځ سره کتلي دي.

متقي په دغه ناسته کې ویلي چې طالبان د دوحې په ناسته کې "معنی لرونکی ګډون" غواړي.

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي تراوسه له طالب چارواکو او په کابل کې د ایران له سفارت سره د خپلو لیدنو په اړه څه نه دي ویلي.

د افغانستان په اړه د دوحې درېیمه ناسته د همدې جون میاشتې په دېرشمه پيلېږي.

د دوحې دویمه غونډه تېره فبروري میاشته کې جوړه شوې وه چې طالبانو په کې ګډون نه درلود.

کرکټ نړیوال جام؛ راشدخان: سیالیو ته مو پوره چمتووالی نیولی

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر راشدخان په یوه رسنیز کنفرانس کې ویلي چې په روان شل اوریز نړیوال جام کې یې خپلو سیالیو ته پوره چمتووالی نیولی او د ښو لوبو د ترسره کولو ډاډ یې څرګند کړ.

د یکشنبې ورځې ماسختن ناوخته د کرکټ نړیوالې شورا یا "ای‌سي‌سي" پر فېسبوک پاڼه په یوه ژوندي رسنیز کنفرانس کې راشدخان د خپلې لوبډلې د بشپړ چمتووالي ډاډ وښود او زیاته یې کړه چې اوس په ټورنمنټ کې د مخکې تګ پر ځای په یوې یوې سیالۍ تمرکز کوي.

د خان په وینا، لوبډلې یې په تېر پنځوس اوریز نړیوال جام کې ډېرې عالي لوبې ترسره کړي، خو دا شل اوریز نړیوال جام دی او دلته هره لوبډله کولای شي چې یو بل ته ماتې ورکړي.

د نوموړي ډېر تاکید په دې و چې لوبغاړي باید په هره لوبه کې سل سلنه د ښې لوبې کولو کوښښ وکړي او هېڅ لوبډلې ته په کمه سترګه ونه ګوري.

هغه وړاندې وویل: "په سيC ګروپ کې لوبډلې لږې سختې دي، خو شل اوریزه ده، هره لوبډله کولای شي یو بل ته ماتې ورکړي. لکه څنګه چې نن تاسې وکتل وېسټ اینډیز او پي‌این‌جي لوبه جالبه په دې وه چې اخره کې دواړو لوبډلو د لوبې د ګټلو چانس درلود، خو مونږ به تر ډېره په دې کوښښ کوو چې اوله لوبه له یوګاندا سره ښه وکړو او بیا د نورو لوبډلو په تړاو سوچ وکړو."

افغان لوبډلمشر دا هم وویل چې دوه اوونۍ وړاندې د کربین ټاپوګانو ته تللي او دې چارې ورسره دا مرسته کړې څو د یادې سیمې له کنډېشن او ویشتنځایونو سره سم بلد شي.

د نوموړي په ټکو، د اوسنۍ لوبډلې اکثریت لوبغاړو د وېسټ اینډیز د کربین لیګ په بېلابېلو کلونو کې سیالۍ کړي او په دې پوهېږي چې په کوم لوبغالي کې څنګه لوبه وکړي.

د ویلو ده چې افغانستان به د سې شنبې په ورځ د کابل پر وخت سهار ۵:۰۰ بجې خپله لومړۍ سیالي د وېسټ اینډیز د ګایانا په ټاپو کې له یوګاندا لوبډلې سره ترسره کړي.

د مقاومت جبهې په کابل او هرات کې د څلورو طالبانو د وژلو ادعا کړې

د
د

د ملي مقاومت په نوم د طالبانو ضد جبهې ادعا کړې چې کابل او هرات کې یې د طالبانو شپږ سرتېري وژلي او ټپیان کړي دي.

دغې جبهې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې غړو یې د کابل د اوومۍ ناحیې په واصل آباد سیمه کې تېره شپه د طالبانو پر یوې پوستې برید کړی چې دوه تنه یې وژلي او یو بل یې ټپی کړی دی.

د خبرپاڼې له مخې تېر ماخوستن د هرات په انجیل ولسوالۍ کې هم د دوی په ورته برید کې دوه طالب سرتېري وژل شوي او یو بل ټپی شوی دی.

طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

ازادي راډيو په خپلواکه توګه د دې پېښې تایید نه شي کولای.

نن په افغانستان کې د ماشومانو د ګوزڼ خلاف د واکسین ورکولو کمپاین پیلېږي

ارشیف: په افغانستان کې د پولیو ضد واکسین له کمپاینه یو انځور
ارشیف: په افغانستان کې د پولیو ضد واکسین له کمپاینه یو انځور

ټاکل شوې نن په افغانستان کې د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو خلاف د واکسین ورکولو تازه کمپاین پیل شي.

"له پولیو د خلاص افغانستان" بنسټ په خپله ایکس­پاڼه یا پخواني ټویټر کې لیکلي چې دغه کمپاین به په ټولو ولایتونو کې پیل شي.

په دې باب نور تفصیلات نه دي ورکړل شوي.

د افغانستان ځینو محلي رسنیو په روان ۲۰۲۴م کال کې په غزني کې د ګوزڼ یا پولیو د لومړۍ مثبتې پېښې راپور ورکړی دی.

تېر میلادي کال په افغانستان کې د شپږو مثبتو پېښو د ثبت راپور ورکړل شوی و چې ټولې په ننګرهار کې وې.

افغانستان او پاکستان هغه دوه هېوادونه دي چې لا هم د ماشومانو د پولیو ناروغي په کې ختمه شوې نه ده.

پولیو یا د ماشومان ګوزڼ یوه وایروسي ناروغي ده چې د مخنیوي یوازېنۍ لار یې ماشومانو ته واکسین ورکول دي.

د کونړ په مرکز کې چاودنې څلور کسان ټپيان کړي

د افغانستان په عمومي نقشه کې د کونړ ولایت موقعیت
د افغانستان په عمومي نقشه کې د کونړ ولایت موقعیت

د کونړ په مرکز اسعداباد کې يوې چاودنې څلور کسان ټپيان کړي دي.

په دې ولايت کې یوه امنیتي چارواکي چې غواړي هویت یې پټ پاتې شي ازادي راډیو ته وویل پېښه نن له ماسپښین وروسته د لومړۍ ناحيې اړوند کرهالې پله ته نژدې په یوه هوټل کې د ګاز ډبې د چاودنې له کبله وشوه چې څلور کسان يې ټپيان کړل.

سرچینه زیاتوي چې ټپيان روغتون ته رسول شوي او ډاکترانو يې حالت د ډاډ وړ بللی دی.

د سرچینې په وینا، په ټپیانو کې دوه د هوټل کارکوونکي او دوه نور کسان دي.

یوه ایرانۍ ورځپاڼه: په مشهد کې د طالبانو قونسل یو ایرانی عکاس شکنجه کړی

په تهران کې د افغانستان سفارت چې اوسمهال د طالبانو په کنټرول کې دی.
په تهران کې د افغانستان سفارت چې اوسمهال د طالبانو په کنټرول کې دی.

یوې ایرانۍ ورځپاڼې د تېر کال په لیندۍ میاشت کې له یوه ایراني عکاس سره په مشهد کې د طالبانو د قونسل له ناوړه چلند څخه پرده پورته کړې ده.

د ایران جمهوري اسلامي ورځپاڼې د پروني خبر له مخې ډاکتر سلیم، ایرانی عکاس چې په راپور کې یې نوم نه دی یاد شوی قونسلګرۍ ته ننه ایستلی او شکنجه کړی یې دی.

په خبر کې راغلي چې د عکاس له شکایت وروسته ډاکتر سلیم له ایرانه وایستل شو او پرځای یې افغان قونسلګرۍ ته یو بل ډیپلومات واستول شو.

راپور زیاتوي چې د ایران حکومت د مشهد قونسلګري په داسې حال کې ډاکتر سلیم او د طالبانو دوو نورو ډیپلوماتانو ته وسپارله، چې یوازې د طالبانو د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر امیرخان متقي له‌خوا لاسلیک شوی سند یې په لاس کې و.

جمهوري اسلامي وايي چې همدې درېیو ډيپلوماتانو څو میاشتې مخکې د قونسلګرۍ له موټر او ډیپلوماتیک خوندیتوب څخه په کار اخیستلو سره د طالبانو د حکومت د یوه پېژندل شوي مخالف قاري محمدعیسی محمدي د تښتولو هڅه هم کړې وه.

د طالبانو حکومت د دې تازه تورونو په اړه څه نه دي ویلي.

په افغانستان کې د ماشومانو د ګوزڼ خلاف د واکسین ورکولو کمپاین پیلېږي

ارشیف
ارشیف

ټاکل شوې په افغانستان کې د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو خلاف د واکسین ورکولو تازه کمپاین سبا دوشنبه پیل شي.

"له پولیسو د خلاص افغانستان" بنسټ په خپله ایکس­پاڼه یا پخواني ټویټر کې نن لیکلي چې دغه کمپاین به په ټولو ولایتونو کې پیل شي. په دې باب نور تفصیلات نه دي ورکړل شوي.

د افغانستان ځینو محلي رسنیو په روان ۲۰۲۴م کال کې په غزني کې د ګوزڼ یا پولیو د لومړۍ مثبتې پېښې راپور ورکړی دی.

تېر میلادي کال په افغانستان کې د شپږو مثبتو پېښو د ثبت راپور ورکړل شوی و چې ټولې په ننګرهار کې وې.

افغانستان او پاکستان هغه دوه هېوادونه دي، چې لا هم د ماشومانو د پولیو ناروغي په کې ختمه شوې نه ده.

پولیو یا د ماشومان ګوزڼ یوه وایروسي ناروغي ده چې د مخنیوي یوازنۍ لار یې ماشومانو ته واکسین ورکول دي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG