د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۷

فايننشل ټايمز: د مؤسسو او طالبانو ترمنځ د کړکېچ کمولو لپاره د يو ناما يو پلاوی افغانستان ته ځي


افغانستان کې د يوناما استازولۍ ناسته، انځور - ارشيف
افغانستان کې د يوناما استازولۍ ناسته، انځور - ارشيف

فایننشل ټایمز ورځپاڼه:

  • فایننشل ټایمز ورځپاڼه لیکي، ملګري ملتونه په بشري چارو کې خپل یو جګپوړی استازی افغانستان ته لېږي چې د طالبانو او نړیوالو مرستندویانو ترمنځ پیدا شوی کړکېچ کم کړي.

طالبانو تېره اوونۍ په غیردولتي کورنیو او بهرنیو مؤسسو کې د ښځینه کارکوونکو پر کار بندیز ولګاوه.

تر دې وروسته یو شمېر نړیوالو مؤسسو د ملګرو ملتو د یو شمېر خیریه بنسټونو په شمول خپل کارونه ودرول.

د فایننشل ټایمز په وینا د بشري مرستو او بېړنیو چارو د همغږۍ په برخه کې به د ملګرو ملتو مرستیال روانه میاشت کابل ته ولاړ شي چې هلته له واکمنو سره د موسسو د کارونو په تړاو خبرې وکړي.

نړیوالو مرستندویانو ویلي دي چې، په مؤسسو کې د ښځو د کار د مخنیوي مساله دوی ته د منلو نه‌ده.

ورځپاڼه په افغانستان کې د اکشن ایډ نړیوالې مؤسسې د مشر رزمي فاروق خبرې را اخیستې دي چې وایي، په افغانستان کې تر ټولو ډېرې ځپل شوې او له خطر سره مخامخ شوي ښځې او نجونې دي او دا ډېره مهمه ده چې ښځو ته مرستې ورسیږي.

د ملګرو ملتو په باور د افغانستان اته ویشت اعشاریه درې میلیونه خلک بشري مرستو ته سږکال اړتیا لري.

تېره میاشت ملګرو ملتو ویلي و چې، د دوه زره درویشتم کال لپاره په افغانستان کې له بې‌وزلو سره د مرستې لپاره څلور میلیارده او شپږ سوه میلیونه ډالرو ته ضرورت لري، دا د یوه هېواد لپاره تر ټولو ډېره بشري مرسته ده چې ملګري ملتونه یې له مرستندویانو غواړي.

ګارډين ورځپاڼه:

  • په افغانستان کې د ښځو د حقونو په تړاو ګارډین ورځپاڼې هم یوه مقاله خپره کړې ده.

ګارډین د افغانستان د فوټبال د ښځینه ټیم مساله را اخیستې ده او لیکي، اوس چې په قطر کې د فوټبال نړیوال جام سر ته ورسېد د فوټبال نړیوال فدراسیون د جولای په میاشت کې په استرالیا کې د ښځو د فوټبال نړیوال جام ته پاملرنه زیاته کړې ده.

دا هغه هېواد دی چې د افغانستان د فوټبال د ملي ښځینه لوبډلې اکثر لوبغاړو پناه په‌کې اخيستې ده.

دوی په استرالیا کې یو ځای تمرینات سره کوي خو د فوټبال نړیوال جام ته د لارې موندلو له مرحلې پاتې شوې دي ځکه چې د فوټبال نړیوال سازمان( فیفا) د دوی لوبډله په رسمیت نه پېژني.

ګارډین لیکي فیفا باید طالبانو ته دا پيغام ورکړي چې ښځې د کار، زده‌کړو او سپورټ حق لري.

په دې مقاله کې وړاندې راغلې دي چې فیفا د انسانانو ترمنځ توپیر نه مني نو کولی شي چې د افغانستان د ښځو ملي لوبډله په رسمیت وپېژني.

ډيپلوماټ خپرونه:

  • د لوېدیځ یوې بلې چاپي خپرونې، دیپلومات بیا په خپله تازه ګڼه کې یوه سیاسي مساله را اخیستې ده.

ډیپلومات د پاکستاني طالبانو د تحریک په ارتباط لیکنه خپره کړې ده.

تحریک طالبان پاکستان(ټي ټي پي) ډله په دوه زره اووم کال کې تاسیس شوه.

ډیپلومات لیکي چې د دې ډلې ایډیالوژیکي ريښې له افغان طالبانو سره وصل دي او په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو پرضد په جګړه کې دې دوو ډلو د یوه بل ملاتړ کاوه، خو د ډیپلومات په باور توپیر په‌کې دا و چې افغان طالبانو هغه وخت په پاکستان کې پناه اخیستې وه او پاکستاني طالبانو په افغانستان کې.

پاکستاني طالبانو له قبایلي سیمو سر راپورته کړ.

قبایلي سیمې په ۲۰۱۸ کال کې د خیبر پښتونخوا له ایالت سره یوځای شوې.

د ډیپلومات خپرونې په باور کله چې د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې طالبانو کابل ونیو، اسلام اباد ته دا هیله پیدا شوه چې افغان طالبان به د تحریک طالبان پاکستان مخه ونیسي.

افغان طالبانو بیا بیا هڅې وکړې چې د پاکستان او ټي ټي پي ترمنځ د سولې د خبرو منځګړیتوب وکړي.

د دې خبرو په ترڅ کې پاکستاني طالبانو اوربند ته غاړه کېښوده، بیا دا اوربند مات شو، خو پاکستان پر دې ډلې فشار ورو ورو زیات کړ او د راپورونو له‌مخې له تیرو دوو میاشتو راهیسې ټي ټي پي د پاکستان دننه بریدونه زیات کړې دي.

د چهارشنبې په ورځ د رویټرز اژانس په وینا دې ډلې د پنجاب په ملتان کې د استخباراتو د ادارې مرستیال نوید صادق او یو افسر ناصر بټ ووژل.

د خپرونې په باور اوس اسلام اباد یوه لور ته پر افغان طالبانو فشار زیات کړی چې د ټي ټي پي پر ضد لاس په کار شي او بل لور ته یې ویلي دي چې تر هغو به له دې ډلې سره د سولې خبرې ونه کړي چې وسلې یې پرځمکه نه وي ایښي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG