د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۲ غبرګولی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۸

د سرې مياشتې ټولنه: جرمني هغه ماشومان تداوي کوي چې افغانستان کې يې درملنه ممکنه نه‌ده


يو افغان خوارځواکی ماشوم، ارشيف
يو افغان خوارځواکی ماشوم، ارشيف

د جرمني د سولې کلي په نوم د یوه خیریه بنسټ پلاوی به د چهارشنبې په ورځ افغانستان ته سفر وکړي ترڅو هغه ماشومان په نښه کړي چې درملنه به یې په جرمني کې کېږي.

دا خبره د سرې مياشتې ټولنې ویاند عرفان الله شرفزوی تېر ماښام ازادي راډیو ته وکړه او ویې ویل، په جرمني کې د درملنې لپاره هغه ماشومان غوره کېږي چې په اور سخت سوځېدلي یا یې هډوکي مات شوي او په هېواد کې دننه یې درملنه ستونزمنه ده.

دغه پروسه به یوه اوونۍ دوام وکړي او د سلواغې تر۲۷مې نیټې به د ناروغانو کتنه کېږي

نوموړي وويل: "ټاکل شوې چې د جرمني د سولې کلي د خیریه بنسټ روغتیاپالان د دلوې میاشتې په نولسمه کابل ته راشي او په شلمه به یې د ناروغانو د معاینې پروسه پیل کړي.دغه پروسه به یوه اوونۍ دوام وکړي او د سلواغې تر۲۷مې نېټې به د ناروغانو کتنه کېږي او له مینځه به یې هغه ناروغان چې پر شرایطو برابر وي، په جرمني کې د درملنې لپاره انتخابیږي."

ښاغلي شرفزوی زیاته کړه، د دغو ماشومانو د پاسپورټ او ویزې په ګډون نور ټول لګښتونه به د سرې میاشتې ټولنې په غاړه وي او په جرمني کې درملنه به یې د جرمني د سولې کلي بنسټ په وړیا توګه کوي.

ارشيف
ارشيف

د ښاغلي شرفزوی په وینا له شاوخوا دېرشو کلونو راهیسې له جرمني سره د شوې موافقې له‌مخې په هغه هېواد کې د افغان ماشومانو درملنه کېږي او تر اوسه ۴۷۰۰ ماشومان د درملنې لپاره جرمني ته انتقال شوي دي.

د افغاني سرې میاشتې د ټولنې ویاند همدارنګه وویل، په هره دوره کې له پنځوسو نه تر سلو پورې ماشومان د درملنې لپاره جرمني ته بېول کېږي او درملنه یې شپږ میاشتې وخت نیسي.

د افغاني سرې میاشتې ټولنه وايي، پر دې سربېره هغه ماشومان چې زړونه یې سوري دي، هم بهر ته د درملنې لپاره استوي.

جرمني تر دې مخکې د زرګونه ماشومانو چې افغانستان کې يې درملنه ممکنه نه‌وه، تداوي کړي دي.
جرمني تر دې مخکې د زرګونه ماشومانو چې افغانستان کې يې درملنه ممکنه نه‌وه، تداوي کړي دي.

د دغې ادارې په وینا په ۲۰۲۱ کال یې ۵۷۷ په زړه سوري ماشومان د درملنې لپاره پاکستان، هند او چین ته استولي وو.

د ښاغلي شرفزوی په وینا د ۲۰۰۸ کال راهیسې تر اوسه پورې په هېواد کې دننه او بهر د ۱۳ زره ماشومانو د سوریو زړونو درملنه شوې او یولس زره نور ماشومان یې ثبت کړي چې په هېواد کې دننه یا بهر یې درملنه وکړي.

شرفزوی وايي، په تېرو ۵ میاشتو کې د کابل په ۶ روغتونونو کې ۱۸۴ تنه چې زړونه یې سوري وو، تداوي شوي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG