د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱ غبرګولی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۰

د افغانستان په اړه د مسکو غونډه؛ ګډونوالو د ټولګډونه حکومت پر جوړېدو ټینګار وکړ


ارشیف: هند کې د سیمې د هېوادونو د ملي امنیت سلاکارانو د یوې غونډې انځور. د افغانستان په اړه دغه غونډه کې د ازبکستان، هند، ترکمنستان، روسیې، هند، تاجکستان، ایران، قرغزستان د ملي امنیت سلاکارانو ګډون کړی وو. November 10, 2021
ارشیف: هند کې د سیمې د هېوادونو د ملي امنیت سلاکارانو د یوې غونډې انځور. د افغانستان په اړه دغه غونډه کې د ازبکستان، هند، ترکمنستان، روسیې، هند، تاجکستان، ایران، قرغزستان د ملي امنیت سلاکارانو ګډون کړی وو. November 10, 2021

د هند د ملي امنیت سلاکار اجیت دوال که څه هم د کوم ځانګړي هېواد نوم نه دی یاد کړی، خو زیاته کړې ده، هېڅ هېواد ته باید اجازه ورنه کړل شي چې د افغانستان له خاورې نورو ځایونو ته ترهګري او سخت دریځي ولېږدوي.

د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ پنځمه پرله پسې غونډه هم د طالبانو د استازي له حضور پرته ترسره شوه.

د مسکو فارمټ او سلا مشورو پنځمه غونډه کې ګډونوالو تر ډېره د افغانستان پر امنیتي او روان بشري وضعیت خبرې وکړې.

غونډه کې چې د چهارشنبې په ورځ په مسکو کې جوړه شوې وه د روسیې، هند، ایران، قزاقستان، قرغزستان، چین، تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان د ملي امنیت سلاکارانو او یا هم استازو ګډون کړی وو.

که څه هم د چهارشنبې ورځې تر ناوخته پورې د غونډې اعلامیه ازادي راډیو ترلاسه نه کړه، خو غونډه کې د یوشمېر ګډونوالو خبرې رسنیو ته راوتلي دي.

د هندي رسنیو د راپور له مخې د دغه هېواد د ملي امنیت سلاکار اجیت دوال د مسکو فارمټ غونډې ته ویلي، هېواد به یې هیڅکله هم د افغانستان خلک یوازې پرې نږدي.

دوال افغانستان کې د یوه پراخ بنسټه حکومت د جوړېدو غوښتنه کړې او ټینګار یې کړی چې د طالبانو حکومت باید د ترهګرۍ په وړاندې مبارزه وکړي.

د هند د ملي امنیت سلاکار اجیت دوال
د هند د ملي امنیت سلاکار اجیت دوال

اجیت دوال که څه هم د کوم ځانګړي هېواد نوم نه دی یاد کړی، خو زیاته کړې ده، هېڅ هېواد ته باید اجازه ورنه کړل شي چې د افغانستان له خاورې نورو ځایونو ته ترهګري او سخت دریځي ولېږدوي.

د تسنیم اژانس په ګډون د ایران بېلابېلو رسنیو د مسکو فارمټ په غونډه کې د ایران د ملي امنیت د سلاکار علي شمخاني خبرې خپرې کړي دي.

د ایران د ملي امنیت د سلاکار علي شمخاني
د ایران د ملي امنیت د سلاکار علي شمخاني

شمخاني د افغانستان د اوسني وضعیت د ملامتۍ ګوته امریکا ته نیولې او تور یې لګولی چې امریکا هڅه کوي یو ځل بیا افغانستان د ترهګرۍ د ودې په ځای بدل کړي.

روسیه او د منځنۍ اسیا هېوادونه له هغې ډلې تاجکستان او ازبکستان چې له افغانستان سره ګډه پوله لري، افغانستان کې د ترهګرو ډلو له موجودیته اندېښنه لري.

دغه اندېښنې وروسته له هغه زیاتې شوې چې د تېر کال په اوړي کې داعش ته منسوبو وسله والو د افغانستان له خاورې پر ازبکستان او تاجکستان توغندیز بریدونه وکړل.

طالبانو له دغو بریدونو څو ورځې وروسته وویل چې دکندز په امام صاحب ولسوالۍ کې یې هغه ډله وسله وال نیولي چې دغو توغندیزو بریدونو کې یې لاس درلود.

د مسکو فارمټ پنځمه غونډه کې هم په ظاهره د همدې اندېښنو او حل لارو په اړه خبرې او سلا مشورې شوي دي.

د مسکو فارمټ په ۲۰۱۷ کال کې رامنځته شو چې دوه غونډې یې د افغانستان د تېر جمهوري نظام پر مهال او درې نورې یې د طالبانو د حکومت د بیا واکمنۍ له پيله ترسره کړي دي.

د دغه فارمټ درېیمې غونډې ته چې د ۲۰۲۱ کال د اکتوبر په وروستیو کې جوړه شوې وه، د طالبانو د حکومت استازي غوښتل شوي وو، خو څلورمه او پنځمه غونډه یې د طالبانو د استازي له حضور پرته ترسره شوه.

که څه هم مخکې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته ویلي و، هره هغه غونډه کې چې د افغانستان په اړه خبرې کېږي، د دوی حضور مهم دی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد

د چارو یوشمېر کتونکي وایي، تر هغو چې طالبان خپلې ځینې تګلارې نرمې او په کور دننه د مشروعیت ترلاسه کولو هڅه ونه کړي، نړیوالو غونډو کې به له ګډونه محرومېږي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG