د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۴۴

له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل؛ د بریتانیا د پارلمان غړو د څېړنو غوښتنه کړې


د کابل د نړیوال هوايي ډګر څخه د تخلیې پروګرام څخه یو انځور
August 26, 2021
د کابل د نړیوال هوايي ډګر څخه د تخلیې پروګرام څخه یو انځور August 26, 2021

نړیوالو مطبوعاتو ته کتنه

مېل انلاین:

د بریتانیا انټرنېټي خپرونې مېل انلاین پرون په دې باب لیکنه خپره کړې چې د بریتانیا د پارلمان غړو له افغانستانه په ګډوډ حالت کې د بهرنیو ځواکونو د وتلو په باب د څېړنو غوښتنه کړې ده.

د خپرونې په وینا، د ۲۰۲۱م کال په اګست میاشت کې تر شل کلن پوځي ماموریت وروسته د برتانوي پوځیانو په ګډون د بهرنیو ځواکونو هغه وتل د دې سبب شول چې طالبانو بیا په افغانستان کې پر قدرت منګولې ښخې کړې.

د مېل انلاین د مقالې لیکوال استدلال کوي چې ګڼو کسانو اندېښنه ښودلې چې له افغانستانه په هغه ګډوډ حالت کې وتل دا معنی لري چې افغانستان ښايي بیا د تروریزم د ودې په ځاله بدل شي.

د بریتانیا د پارلمان غړي تابیاس ایلوډ چې د دفاعي کمېټې غړی دی، په یوه ۳۰ مخیز راپور کې، په هغسې حالت کې د بهرنیو ځواکونو وتل د بریتانیا په پوځي تاریخ کې له یوه تیاره فصل سره تشبیه کړی دی.

دفاعي کمېټې د بریتانیا له حکومته غوښتنه کړې داسې لارې چارې وسنجوي څو له افغانستانه بریتانیا ته د هغو زرګونو افغانانو لېږدول یقیني شي چې پر شرایطو برابر دي.

د مقالې په وینا، د ۲۰۲۱م کال په اګست کې شاوخوا ۱۵زره افغانان بریتانیا ته ولېږدول شوي، خو ګڼ نور لا هم په افغانستان کې پاتې دي.

ټورنټو سټار:

له کاناډا خپرېدونکې ورځپاڼې ټورنټو سټار بیا د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د افغان هنرمندانو پر وضعیت لیکنه خپره کړې ده.

د لیکنې په پیل کې راغلي چې طالبانو د موسیقۍ غږول حرام اعلان کړي، پر سندرو بندیز دی او د موسیقۍ د الو لرل جرم ګڼل کېږي، ځکه نو ګڼ هنرمندان د خپلې کورنۍ د نفقې برابرولو ته حیران دي.

لیکوالې مرجان سادات د ۳۲ کلن سندرغاړي جاوید شوقي یادونه کړې چې یو وخت یې د سندرو له لارې خپل ژوند پرمخ بېوه، پر تلوېزیون او د ودونو په محفلونو کې به په غوړو څڼو سره راښکاره شو او مشهورې محلي سندرې به یې ویلې.

د مقالې په دوام راغلي چې د جاوېد شوقي پلار هم سندرغاړی و او دی له ۱۵ کلنۍ راهیسې سندرې وايي، خو د ۲۰۲۱م کال اګست میاشتې یې ژوند بدل کړ.

د ټورنټو سټار ورځپاڼې په لیکنه دغه ځوان سندرغاړی اوس یو دسمال په سر پورې تړي او د سړک پر غاړه ناست وي، له سهاره تر ماښامه د خلکو بوټونه پالش کوي.

د لیکنې په دوام راغلي، پر هغه موسیقۍ چې شوقي د خپل کسب په توګه پرمخ بېوله، طالبانو بندیز لګولی او غیراسلامي یې بللې ده، هغه هم وروسته له هغې چې د ۲۰۲۱م کال په اګست میاشت کې بهرني ځواکونه له افغانستانه ووتل او طالبانو پر افغانستان بیا ولکه ټینګه کړه.

د ورځپاڼې لیکواله زیاتوي، شوقي چې د اوو اولادونو پلار دی، د بوټونو د پالش کولو له لارې د ورځې شاوخوا ۲۵۰ افغانۍ ګټي، ځینې ورځې داسې وي چې دومره پیسې هم نه ګټي.

هغه ورځپاڼې ته ویلي، زیات وختونه داسې وي چې دشپې له خوا په کور کې د خوراک څه نه پیدا کېږي او ماشومان یې په وږي نس ویده کېږي.

له کله چې طالبانو پر افغانستان ولکه ټینګه کړې، ګڼې داسې ویډیوګانې خپرې شوي چې ښيي طالبانو د سندرغاړو د موسیقۍ الې ماتې کړي او په عام محضر کې یې د هغوی پر غاړو ځړولي دي.

سندرغاړې اریانا سعید ویلي، په افغانستان کې ګڼ هنرمندان د سختیو شپې ورځې تېروي او د کثرو ماشومان د خوړلو لپاره خواړه نه لري او په ځینو مواردو کې دوی د ژوند کولو لپاره ځای نه لري.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG