د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۵

خلک او چلوونکي د لويو لارو له خرابوالي شکايت کوي


د کابل - جبل‌السراج لار، ارشيف
د کابل - جبل‌السراج لار، ارشيف

یو شمېر خلک چې د افغانستان شمالي، سویل او لوېدیځو ولایتونو ته په ځمکنیو لارو تګ راتګ کوي وايي، د ولایتونو ترمنځ لویې لارې په ډېر بد حالت کې دي او د سړکونو خرابوالی د دې لامل کېږي چې د دوی مزل اوږد شي.

د مزارشريف اوسېدونکی معراج الدين، چې په دې وروستيو کې له بلخ څخه کابل او برعکس سفر کړی، وايي: "۱۷ ساعته مو مزل وکړ، لومړی د لارې ستونزې او دوهم د لاری بندېدل وو. غټ موټرونه به یو ځای کې بند پاتې کېدل او لاره به یې بندوله. او بیا یوازې دوه موټرو کولای شو چې له هغې لارې تېر شي. د ماښام په اووه بجو مې حرکت وکړ او بله ورځ د غرمې په ۱۲ بجو کابل ته ورسېدم. د بېرته تګ لاره هم همداسې ده."

"۱۷ ساعته مو مزل وکړ، لومړی د لارې ستونزې او دوهم د لاری بندېدل وو.

په ورته وخت کې یو شمېر خلک چې د هرات-کابل او کابل-کندهار پر لویو لارو لارو تګ راتګ کوي، هم د لارو له خرابوالي شکایت لري.

نصرالله د هرات ولایت اوسېدونکی وایي: "له هرات څخه تر کندهاره د هرات-کابل لویه لاره ډېره خرابه ده، خو له کندهار تر کابل د بیارغونې په حال کې ده. خو د لارې خرابوالی د دې لامل کېږي چې لاره ډېره اوږده شي. له هرات څخه کابل ته تر ۲۴ ساعتونه زیاته لار ده."

په ورته وخت کې هغه موټر چلوونکي چې د ولایتونو تر منځ پر لویو لارو مسافر وړي وايي، د سړکونو خرابوالی، موټر چلوونکي او مسافر وړونکي شرکتونه هم زیانموي.

د هېواد په سوېل او لوېديځ لويو لارو کې يو موټر چلوونکى، کبير احمد وايي: "له فراه رود څخه تر کندهاره لاره ډېره خرابه ده. له کندهار تر کابله هم ډېره خرابه ده. که څه هم ځینې پلچکونه یې جوړ کړي دي، خو لاره کنډو کپر ده. موټرونه خرابیږي، چپه کېږي او یا هم ټکر کوو."

د لارو د خرابوالي له امله تر ډېره ترافيکي پېښې هم رامنځته کېږي چې خلکو ته په‌کې مرګ‌ژوبله اوړي.
د لارو د خرابوالي له امله تر ډېره ترافيکي پېښې هم رامنځته کېږي چې خلکو ته په‌کې مرګ‌ژوبله اوړي.

د لویو لارو او سړکونو خرابېدل، د دې لامل شوی چې وار وار په لویو لارو کې مسافر وړونکو موټرو ته ترافیکي پېښې رامنځته شي او یا چپه شي.

د دې تر څنګ موټرچلونکو ته هم د موټرونو د استهلاک له امله ډېر زیانونه اوړي.

توریالی د بلخ ولایت د یوه ترانسپورتي شرکت غړی وایي: "زموږ موټر چلوونکي تل شکایت کوي، چې لارې ډېرې خرابې دي، زموږ موټرونه استهلاک کېږي، ٩ ولایتونو ته موټرونه لرو چې ټول یې شکایت کوي، چې لارې ډېرې خرابې او بېر و بار ډېر دی."

دا په داسې حال کې ده چې، د تېر جمهوري نظام د چارو د ادارې یوې سرچینې، چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې واخیستل شي ازادي راډیو ته وویل، په افغانستان کې ډېری سرکونه د اتلسو کلونو په مخ جوړ شوي او په خبره یې باید تر یادې مودې ورسته بیا جوړ یا ترمیم شي.

د سرچینې په خبره، ډېری سرکونه چې د طالبانو له لومړي ځل واکمنۍ له نسکورېدو وروسته جوړ شوي، اوس یې د بیا جوړولو او ترمیم وخت دی، خو دا چاره ملیاردونه ډالره لګښت غواړي، چې د طالبانو اوس‌مهالی حکومت یې توان نه‌لري.

د طالبانو حکومت د فواید عامې وزارت بیا د لویو لارو خرابوالی او شته ستونزې مني او وايي، د دغو لویو لارو د بیارغونې لپاره پلانونه لري.

د دې ترڅنګ په دې لویه لار چې څومره پُل او پلچکونه دي، د هغې لپاره یې بیا بېله پروژه اعلان کړې

د دغه وزارت ویاند حمید الله مصباح ازادي راډیو ته وویل: "اسلامي امارت او په ځانګړې ډول د فواید عامې وزارت په لومړیو کې د دې لارې رغول په اساسي ډول د ټول پلازې له لارې اعلان کړی و، چې یو اوږد مهالی پلان او پروژه ده. اوس موږ د نوي کال سره سم د یادې لارې د پاتې برخو لکه چوک ارغندې تر درانۍ بازار، له غزني تر پشکندې پورې، د پشکندې تر زابل، او د زابل له ښاره تر شهر صفا ولسوالۍ او له شهر صفا تر منجې پورې. دا پنځه ځایونه یې د کانونو د استخراج په تبادله کې اعلان کړي دي. د دې ترڅنګ په دې لویه لار چې څومره پُل او پلچکونه دي، د هغې لپاره یې بیا بېله پروژه اعلان کړې، تر څو یاده لار ژر تر ژره ورغول شي او د هېوادوالو د هوسایي او د تګ راتګ د اسانتیا زمینه برابره شي."

ښاغلي مصباح مخکې په دې اړه ویلي وو، دا پنځه برخې به د کانونو د استخراج په بدل کې داخلي سکتور او شرکتونو ته په قرارداد ورکړل شي.

د یادونې ده، چې د جګړو په کلونو کې د سړک غاړې ماینونه، وسله‌والې نښتې او د اړوندو ادارو بې‌غوري د افغانستان د شمال، سوېل او سوېل لوېدیځ لویو لارو د خرابولي مهم لاملونه بلل کېږي، چې موټر چلوونکي او مسافر یې له ستونزو سره مخ کړي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG