د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱ غبرګولی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۶

د شانګهای سازمان د غړیو هېوادونو غونډه؛ د افغانستان پر وضعیت هم بحث شوی


ارشیف
ارشیف

د هند پلازمېنه نوې ډیلي کې د چهارشنبې په ورځ د شانګهای د همکاریو سازمان د غړو هېوادونو د ملي امنیت د سلاکارانو کوربه وو.

د شانګهای د همکاریو سازمان د غړو هېوادونو د ملي امنیت د سلاکارانو ناسته د چهارشنبې په ورځ په نوې ډیلي کې د مرکزي اسیا د هېوادونو په برخه اخیستنې ترسره شوه.

د پاکستان او چین استازو هم په دې غونډه کې په انلاین ډول برخه اخیستې وه.

د هند د ملي امنیت شورا د دې ناستې کوربنه وه.

د هند د ملي امنیت سلاکار اجیټ ډووال د دې ناستې په پرانیستونکې وینا کې له ټولو ګډونوالو هېوادونو وغوښتل چې د خپلو هېوادونو د ځمکنۍ بشپړتیا د ساتنې په هدف له تروریزم سره په مبارزې او نړیوالې سولې تمرکز وکړي.

د هند د ملي امنیت سلاکار اجیټ ډووال
د هند د ملي امنیت سلاکار اجیټ ډووال

هغه وویل: "ترهګري، ډولونه او مالي بسیاینه یې د نړیوال امنیت او سولې لپاره جدي ګواښ دی، هر ډول ترهګریز اقدام چې د هرې انګېزې لپاره ترسره کېږي د توجیه وړ نه دی. ټول هېوادونه باید د ملګرو ملتونو د ترهګرۍ د پروتوکول په ځانګړي ډول د ۱۲۶۷ او ۱۳۷۳ پرېکړه لیک ته ژمن ووسي."

د مخدره موادو او تروریزم سره د مبارزې تر څنګ د افغانستان په اوسني وضعیت بحث هم د دې ناستې د اجنډا مهم مسایل وو.

د سیاسي چارو افغان پوه خان زمان امرخېل وايي، د شانګهايي په څېر نړیوالې غونډې چې د افغانستان د اوسني وضعیت په تړاو بحث په کې کېږي کولای شي په افغانستان کې د ترهګرۍ په اړه د دې هېواد د ګاونډیو هېوادونو دریځ روښانه کړي.

امرخېل وویل: "د افغانستان اوسنی حکومت باید د سیمې او نړۍ هېوادونو ته دا ډاډ ورکړي چې افغان خاوره د هېڅ هېواد پر ضد نه استفاده کېږي. تر هغه وخته چې د سیمې د هېوادونو همکاري موجوده وي هېڅ وخت افغانستان نه شي کولای د سیمې لپاره خطر شي."

خو د طالبانو حکومت په وار وار ویلي چې افغان خاوره به د هېڅ هېواد پر ضد ونه کارول شي.

ټاکل شوې چې د شانګهای د همکاریو سازمان دوه نورې غونډې د روان کال په اپرېل او مې میاشت کې په هند کې ترسره شي.

که څه هم افغانستان د دې سازمان د څارونکي حیثیت لري، خو د نوې ډیلي د چهارشنبې ورځې په ناسته کې د طالبانو حکومت ته د ګډون بلنه نه وه ورکړل شوې.

د طآلبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې.

د شانګهای سازمان په ۲۰۰۱ کال کې جوړ شو.

چین، روسیه، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان، ازبکستان، هند، ایران، او پاکستان د دې سازمان دایمي غړي دي.

افغانستان، بېلاروس او منګولیا د دې سازمان د څارونکي حیثیت لري او تازه سعودي عربستان هم اعلان کړی چې د شانګهای د همکاریو سازمان څارونکی غړی دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG