د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۹ غبرګولی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۹

افغانستان

محمد نبي د 'ادې' په نوم د سرطان ناروغانو لپاره د درملنې مرکز جوړوي

د افغانستان کرکټ ملي لوبغاړی محمد نبي عیسی خېل
د افغانستان کرکټ ملي لوبغاړی محمد نبي عیسی خېل

د افغانستان کرکټ ملي لوبغاړي محمد نبي عیسي خېل پر خپل فېسبوک لیکلي چې راتلونکی پلان یې د سرطان یا کېنسر ناروغانو لپاره د درملنې د یوه مرکز پرانیستل دي.

عیسي خېل لیکلي: "دا ځل هڅه کوم چې خپل ملت ته یو لوی کار وکړم."

هغه دې روغتیایي مرکز ته د 'ادې' نوم ورکړی دی، خو د چارو د پیل نېټه یې نه ده په ډاګه کړې.

د ویلو ده چې له تېرو څو ورځو راهیسې پر ټولنیزو پاڼو یو شمېر خلکو د محمدنبي او راشدخان ترڅنګ له ګڼو نورو نوموتو افغانانو غوښتي چې د افغانستان دننه د سرطان ناروغانو ته یو مجهز روغتیایي مرکز جوړ کړي.

د یادونې ده چې د محمدنبي عیسی خېل ترڅنګ یو څو نور افغان لوبغاړي اوسمهال د خیریه ټولنو له لارې اړمنو افغانانو سره وخت ناوخت بېلابېلې مرستې هم کوي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د توندو بادونو او ورښتونو اټکل شوی

ارشیف
ارشیف

د طالبانو د حکومت د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ادارې د افغانستان په ډېرو سیمو کې د نسبتاً قوي بادونو او بارانونو وړاندوینه کړې ده.

دې ادارې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې امکان لري نن او سبا د سالنګ په ګډون د افغانستان جنوبي، لوېدیځ، ختیځ، شمالي او مرکزي ولایتونو په بېلابېلو برخو کې چټک بادونه وچلیږي.

د دغو بادونو سرعت له ۶۰ تر ۹۰ کیلومتره فی ساعت اټکل شوی.

په وروستیو اوونیو کې د سختو بارانونو او سېلابونو په پایله کې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې سلګونه کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی، زرګونه د استوګنې کورونه ویجاړ شوي او زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه ویجاړه شوې ده.

بغلان یو له هغو ولایتونو څخه دی چې وروستیو سېلابونو سخت ځپلی دی.

ملګرو ملتونو لسګونه زره افغان زده کوونکو ته خوراکي توکي برابر کړي

ارشیف
ارشیف

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) وايي، د دغه سازمان د خوړو پروګرام د مې په میاشت کې د افغانستان په بېلابېلو ښوونځیو کې پر څه باندې ۷۵۰ زره هلکانو او نجونو قوي خوراکي مواد وېشلي.

د اوچا په وینا، دا خواړه د ښوونځیو زده کونکو سره مرسته کوي چې فعال پاتې شي او خپل درسونه ښه زده کړي.

د ملګرو ملتونو د خوړو د پروګرام په وینا، شاوخوا څلور میلیونه ښځې او ماشومان به په ۲۰۲۴ کې د شدیدې خوارځواکۍ څخه اغېزمن شي.

نورستان کې د دوو قومونو جګړه کې لږ ترلږه ۲ تنه وژل شوي

د افغانستان په نقشه کې نورستان ولایت
د افغانستان په نقشه کې نورستان ولایت

د نورستان ولایت وانت وایګل ولسوالۍ کې د دوو قومونو ترمنځ د ځنګل او څړ ځاي پر سر د سه شنبې ماسپښين جنګ پیل شوی چې دواړو خواته پکې مالي او ځاني زیانونه اوښتې دي.

له سیمې په رارسیدلو راپورونو کې ویل کیږي چې جګړه روانه ده او دواړه خواوې پر یوبل د درنو وسلو ډزې کوې.

جګړه کیګل او ارنس قومونو ترمنځ پیل شوې. د شپې ناوخته پورې پکې دوه تنه وژل شوي او یو ټپي دي.

تر دې دمه امنیتي مسولینو د یادې جګړې په اړه څه نه دي ویلي.

خو خلک وایي،د یادې ولسوالۍ پولیس د جګړې ساحې ته رسیدلې،مګر په جګړه کې د ښکېلو وسله والو شمېر زیات دی او ورغلي پولیس یې د کنټرول توان نه لري.

د افغانستان د معدني تېږو لومړنی رېل ګاډی ټرین د ایران له لارې ترکیې ته ورسېد

ارشیف
ارشیف

د افغانستان لومړنی ترانزیټي رېلګاډی/ټرېن له ۴۰ ورځو وروسته ترکیې ته رسېدلی.

د ایران دولتي اژانس ایسنا پرون خبر ورکړی چې د افغان سوداګریزو توکو بار ټرېن د ایران د روزنک په لارې تللی وو. دا ترانزیټ رېل شاوخوا یوه میاشت مخکې ایران ته رسېدلی وو خو هلته څو ځایه د نامعلومو دلایلو په سبب ځنډول شوی وو.

د افغانستان شاوخوا ۱۱۰۰ ټنه معدني ډبرې په دغه رېل کې بار وې چې د سه شنبې په ورځ د ترکیې سرحدي ښار وان ته رسېدلی.

د طالبانو حکومت د اوسپنې پټلۍ او سوداګرۍ وزارت وايي چې د هرات -خواف اوسپنې پټلۍ لار ترکیې ته د سوداګریزو توکو د انتقال لپاره کاروي.

څو ورځې د مخه د دې پټلۍ د څلورم فاز کار هرات دننه پیل شو.

د طالبانو حکومت: د آمو سیند له حوزې استخراج شوي میلیونونه ټنه اومه تېل مو پلورلي

آمو سیند - ارشیف
آمو سیند - ارشیف

د طالبانو د حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت د داوطلبۍ له لارې د افغانستان د آمو سیند له حوزې د اسختراج شویو میلیونونو ټنو اومه تېلو د پلورلو خبر ورکوي.

د دې وزارت ویاند همایون افغان نن سې شنبې په خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې د قشقري له سیمې د استخراج شویو ۶۰ زره ټنه اومه تېلو د پلور په داوطلبۍ کې اتلسو کمپنیو ګډون کړی و چې د یما د پټرولیم شرکت د لوړې بیې په وړاندې کولو سره ګټونکی اعلان شو.

په دې اړه چې دغه تېل په څومره پیسو پلورل شوي څه نه دي ویل شوي، خو د ښاغلي افغان په خبره لومړنی قیمت یې شاوخوا ۳۳ ملیون ډالره ایښودل شوی و.

د شمال د تېلو په دغه حوزه کې یوې چینایي کمپنۍ پانګونه کړې ده.

د طالبانو حکومت د خپلې واکمنۍ په تېرو نږدې درېیو کلونو کې هڅې تېزې کړي چې خپل کورني عواید، کورنیو او نړیوالو شرکتونو ته د افغانستان د یو شمېر کانونونو د استخراج د قراردادونو او د ګمرکونو او مالیې راټولولو له لارې زیات کړي.

پوتین: د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان سره اړیکې جوړوو

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین

وروسته له دې چې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر د روسیې له تور فهرست څخه د طالبانو ایستلو ته لېوالتیا وښوده ولسمشر ولادیمیر پوتین نن وویل، روسیه د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان سره اړیکې جوړوي.

ښاغلي پوتین د یوه مشروع دولت په توګه طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندنې او له تور فهرست څخه د طالبانو د ایستلو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې روسیه باید د افغانستان نظریات په پام کې ونیسي او له دې هېواد سره اړیکې جوړ کړي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سیرګي لاوروف پرون طالبان د افغانستان واقعي ځواک وبلل او ویې ویل، مسکو ښايي طالبان د هغو ډلو له لیسته وباسي چې مسکو بندیزونه پرې لګولي دي.

د تاس خبري آژانس د خبر له مخې، د روسیې د کابینې غړو ولسمشر ولادیمیر پوتین ته سپارښتنه کړې چې طالبان د بندیزونو له لسته وباسي.

روسیې له ۲۰۰۳م کال راهیسې طالبان د ترهګرو او ممنوعه ډلو په نوملړ کې شامل کړي دي.

د راپورنو له مخې، مسکو طالبانو ته بلنه ورکړې چې راتلونکې میاشت په سانت پیترزبورګ کې په یوه اقتصادي غونډه کې ګډون وکړي.

د طالبانو حکومت د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د امریکایي ځواکونو تر وتلو او پر افغانستان له واکمنېدو وروسته تراوسه هم د نړۍ د هېڅ هېواد له خوا په رسمیت نه دی پېژندل شوی.

ملا هبت الله د عامې روغتیا نوی وزیر ا یو شمېر نور چارواکي ټاکلي

د طالبانو لوی مشر ملا هبت الله ته منسوب تصویر
د طالبانو لوی مشر ملا هبت الله ته منسوب تصویر

د طالبانو لوی مشر ملا هبت الله آخوندزاده د یولړ نویو تعییناتو په ترڅ کې د عامې روغتیا وزارت لپاره نوی سرپرست ټاکلی او د ځینو ولایتونو لپاره یې نوي والیان او مرستیالان ګومارلي دي.

په یوه بیان کې چې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپله ایکس پاڼه خپور کړی راغلي چې د کورنیو چارو وزارت پخوانی اداري معین مولوي نورجلال د قلندر عباد پرځای د روغتیا سرپرست وزیر په توګه ګومارلی شوی.

همداراز د سمنګان پخوانی والي ملا عبدالاحد فضلي د فاریاب د والي پرځای او د فاریاب پخوانی والي محمدشعیب رسالت د سمنګان د والي پر دنده ګومارل شوي دي.

طالبانو په تېرو نژدې دریو کلونو کې چې پر افغانستان واکمن شوي ډېرشمېر والیان بدل کړي خو ډېری وزیران یې له لومړۍ سرپرستې کابینې پر خپلو دندو پاتې دي.

ډبلیو ایف پي: د ۳ میلیونه خوارځواکۍ ځپلو افغان ماشومانو یو میلیون سره مرسته کولای شوو

ارشیف
ارشیف

د خوړو نړیوال پروګرام WFP وايي، دا مهال درې میلیون افغان ماشومان په خوارځواکۍ اخته دي خو دوی له یوازې یو میلیون دې ماشومانو سره مرسته کولای شي.

د ملګرو ملتونو دې اړوندې ادارې نن پر خپله ایکس پاڼه ولیکل چې د افغانستان لپاره یې بودیجه تېرکال کمه شوه، خو په عین حال کې د دوی ۲۷۰۰ کلینیکونو ته د ماشومانو مراجعه هم زیاته شوې ده.

دا اداره په خپل بیان کې زیاتوي چې د دې مالي بحران ډېره برخه فشار د دې ماشومانو پر اوږد دی.

له بلې خوا د ماشومانو د ملاتړ اداره سېف دې چیلډرن وايي چې د افغانستان په هرو لسو ماشومانو کې درې یې سږکال له لوږې او سختۍ سره مخامخ دي چې ټول شمېر یې شپږنیم میلیون ته رسېږي.

یوشمېر نورو نړیوالو موسسو هم له دې مخکې په افغانستان کې د ماشومانو د وضعیت او په تېره د خوارځواکۍ د زیاتېدو له کبله اندېښنه ښودلې وه.

اوتونیایووا د دوحې د درېیمې غونډې یو شمېر بحث کیدونکي موضوعات روښانه کړي

روزا اوتونیایووا
روزا اوتونیایووا

باختر خبري آژانس چې طالبان یې اداره کوي د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړې استازې روزا اوتونیایووا له قوله خبر ورکوي چې نوموړې وايي، د دوحې په درېیمه غونډه کې به په افغانستان کې د خصوصي سکتور، بانکدارۍ او د مخدرو موادو پرضد د مبارزې پر مسایلو خبرې وشي.

په خبر کې راغلي دي چې مېرمن اوتونبایووا دا څرګندونې د طالبانو د حکومت د کرنې له سرپرست وزیر مولوي عطاالله عمري سره په کتنه کې کړې دي.

د باختر خبر زیاتوي چې ښاغلی عمري به په دوحه کې افغان بزګرانو ته د بدیل معیشت د برابرولو په چاره کې د نړیوالو موسسو د همکارۍ غوښتنه وکړي.

د افغانستان په اړه په دوحه کې راروانه غونډه په نژدې یوه میاشت کې جوړېږي.

طالبانو غور کې یوه ښځه او ۷ نارینه په دُرو ووهل

د افغانستان په نقشه کې غور ولایت
د افغانستان په نقشه کې غور ولایت

د طالبانو سترې محکمې ویلي په غور کې اته کسان چې یوه ښځه هم پکې شامله ده په دُرو وهل شوي او له ډلې یې ځینې په بند هم محکوم شوي.

دې محکمې پرون دوشنبه خبر ورکړ چې دا کسان د دوی په ټکو په زنا، لواطت او له کوره د تېښتې په جرمونو تورن وو چې د غور په مرکز فېروزه کوه ورزشي سټډیوم کې سزا ورکړل شوه.

د طالبانو سترې محکمې نه دي ویلي چې د تورونو د اثبات لپاره یې څه کړي او ایا تورنو کسانو د ځان د دفاع لپاره وخت او امکانات درلودل که څنګه؟

طالبان تورن دي چې له بیا واکمنېدو راهیسې یې لسګونو کسانو ته په بیلابیلو تورونو چې له ځینو یې په زور اقرار اخیستل شوی او مدافع وکیل ته له لاسرسي پرته په عام محضر کې سزاوې ورکړي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG